امرالله صالح: د طالب نسکورول باید خپل لومړیتوب وټاکو

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، چې طالبانو د افغانستان د ټولو خلکو روح او روان ټپي کړی او اوسنی وضعیت له نسکورولو پرته بله حل لاره نه لري.

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، چې طالبانو د افغانستان د ټولو خلکو روح او روان ټپي کړی او اوسنی وضعیت له نسکورولو پرته بله حل لاره نه لري.
صالح پر خپل اېکس د خپلې یوې وروستۍ مرکې په تړاو لیکلي، چې د طالبانو له غړو پرته نور هر کس زیانمن دی او باید د طالبانو نسکورول لومړیتوب وټاکل شي.
صالح د ولسمشر غني او د هغه د کابینې په اړه وايي، چې خپل تعهد او ژبه نه بدلوي او سره له دې چې د جمهوریت دوره کې ستونزې وې، خو د ځان سپیناوي لپاره د جمهوریت په کابینې پسې بد نه شي ویلای.
د صالح په باور، له جمهوریت وروسته چې په افغانستان کې څه پېښ شوي، دا یو سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او انساني ناورین دی.


د کابل د سناتوریم سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي یې شخصی کورونه غصبوي. دوی د کورونو شرعي قبالې هم شریکې کړې او وايي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر غواړي کورونه د خپلو وسله والو په زور خالي کړي او خپل خپلوان پکې ځای پر ځای کړي.
د کابل شپږمې حوزې د سناتوریم اوسېدونکي چې شمېر یې ۷۲ کورونو ته رسېږي، وايي چې د ځمکو او کورونو شرعي قبالې یې څو ځله څېړل شوې او معلومه شوې چې د دوی سندونه قانوني دي خو د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ورته ویلي چې د پخوانیو حکومتونو سندونه نه مني.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د عدلیې وزیر په اړه یې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ته هم شکایتونه کړي دي خو هغوی ورته ویلي چې د عدلیې وزیر په چارو کې مداخله نه کوي او نه هم په دې برخه کې له دوی سره څه همکاري کولي شي.
د سیمې اوسېدونکو چې مېرمنې دي، افغانستان انټرنشنل ته ویډیوګانې رالېږلې او وايي، چې دوی د عدالت غوښتنه کوي، خو هېڅوک یې غږ نه اوري.
د شکایت کوونکو په وینا، د طالبانو د عدلیې وزیر اړوند وسله وال کورونو ته ننوځي، نارینه یې زنداني کوي او وروسته ورڅخه په زور ویډیو کوي چې له کورونو وځي او شکایت نه کوي.
یوه ځايي اوسېدونکې وايي، « زموږ یو ګاونډی یې په زور وزارت عدلیه کې زنداني کړ او وروسته یې په اجباري ډول ویډیو ترې واخیسته او اقرار یې پرې وکړ چې زه خپل کور په څو ورځو کې خالي کوم. وروسته معلومه شوه چې په دغه کور کې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي خپل یو خپلوان ځای پر ځای کړی.»
په ورته وخت کې یوه بله ځایي اوسېدونکې، چې کور یې د غصب تر ګواښ لاندې دی، وايي:«تېر یو کال راهیسې دا جنجال روان دی او د عدلیې وزیر وایي چې دا ځمکه دولتي ده او باید کورونه خالي کړئ. موږ شرعي قباله په لاس لرو خو څوک یې نه مني.»
د سیمې اوسېدونکي شکایت کوي، چې د عبدالحکیم شرعي له خوا یې د جومات دروازې تړل شوې او چاته اجازه نه ورکوي چې په جومات کې عبادت وکړي.
د کابل د سناتوریم اوسېدونکي وايی چې د طالبانو عدلیې وزیر ورته ویلي چې ددوی شرعي قباله ورته د منلو وړ نه ده او دا ځمکه دولتي ده او باید کورونه خالي شي.

د طالبانو عدلیې وزارت تر اوسه پورې د کابل د سناتوریم د اوسېدونکو ددې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.
په یوه سند کې، چې د طالبانو په لومړۍ دورې پورې اړه لري، لیکل شوي چې ددې سیمې اوسېدونکي شرعي قباله لري او باید په دې برخه کې دوی ته څه ستونزه جوړه نه شي.
د طالبانو عدلیې وزارت د تېر کال په لیندۍ میاشت کې اعلان وکړ، چې د غصب شویو ځمکو د څیړلو ځانګړې محکمې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان په سناتوریم سیمه کې له ۲۰ جریبه زیاته غصب شوې ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.
د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په داسې حال کې د کورونو په غصب تورنیږي، چې نوموړی ملاهبت الله ته نژدې کس دی او د دولتي کورونو پر سر نه یوازې له سیاسي څېرو سره لاس او ګرېوان دی، بلکې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د کوچیانو هغه کورونه هم وران کړي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي فرمانونه یې په لاس کې لرل.
د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون چارواکو د غويي پر ۲۱مه وویل، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته نږدې څلور مېلیونه جریبه ځمکه له غاصبانو راګرځول شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د لوېدیځ چین نړۍوال نندارتون پرانیست غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې تېرو جګړو له ګاونډیو هېوادونو دا فرصت اخیستی و؛ څو د افغانستان له ستراتېژیک موقعیت څخه د اقتصادي همکاریو د څلورلارې په توګه ګټه واخلي.
هغه زیاته کړې، چې طالبانو په افغانستان کې یوه اقتصاد محوره پالیسي غوره کړې او له همدې امله د ټولو هېوادونو سره د مثبتې همکارۍ او اقتصادي تعامل پر بنسټ د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
متقي په خپلو خبرو کې چنایي پانګهوال وهڅول، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي،
هغه زیاته کړه، « طالبانو د سوداکرۍ او پانګونې لپاره خوندي او باوري فضا رامنځته کړې؛ څو بهرني پانګهوال په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي.»
د چین او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې پراخې شوې دي او دواړه خواوې هڅه کوي، چې خپلې سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکې لا پسې پراخې کړي.
که څه هم چین په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ، چین له طالبانو سره محدوده رسمي دیپلوماتیک تماسونه ساتلي دي.
چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی دی.
په دې وروستیو کې چینایي کمپنیو د افغانستان د طبیعي زېرمو لکه لېتیم، مس، سره زر او نورو برخو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
بل خوا چین غواړي، چې افغانستان د خپلې سترې اقتصادي پروژې «یو کمربند، یوه لار» برخه کړي؛ خو د امنیتي ننګونو له امله په دې برخه کې له احتیاط کار اخلي.

پاکستان د افغانستان پر ټاکلو صادراتو ۱۰سلنه مالیه لرې کړه؛ د پاکستان له دغه اقدام څخه موخه د دوه اړخیزه سوداګرۍ پیاوړتیا او د اقتصادي اړیکو ښهوالی ښودل شوی دی.
د پاکستان (ده نیوز) د راپور له مخې؛ د پاکستان او افغانستان د صنعت او سوداګرۍ ګډې خونې په دې وروستیو کې ویلي، چې د پاکستان د عوایدو فدرالي بورډ (FBR) لهخوا نوي اصلاحات به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او ټرانزیټ اسانه کړي. دغه اصلاحات چې په څو نویو لارښوونو کې بیان شوي، موخه یې د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د ډیورنډ کرښې هاخوا سوداګرۍ خنډونو لرې کول ښودل شوي دي.
د دغه خونې په وینا؛ یو مهم بدلون د افغانستان د ځینو صادراتي توکو په صادراتو د ۱۰ سلنه مالیې لرې کول دي، چې تمه کېږي د دواړو هېوادونو سوداګریزه سیالي پیاوړې کړي او پاکستان ته د صادراتو لړۍ اسانه کړي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه زیاتوي، «دغه ګام د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ او اتصال ښه کولو لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده.»
دغې ورځپاڼې د پاکستان د دولتي بانک د معلوماتو په حواله لیکلي، چې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې د تېر کال پرتله ۶۴.۴۸ سلنه زیاتوالی ښیي، چې په دغه موده کې ټولټال صادرات شاوخوا ۶۲۳ مېلیون ډالرو ته رسېږي.
له دغې ودې سره د افغانستان صادرات په ورته موده کې یوازې شاوخوا ۲۰مېلیون ډالر و. په داسې حال کې چې د افغانستان صادرات پاکستان ته د تېر کال پرتله زیات شوي؛ خو د سوداګرۍ په برخه کې نا انډولۍ په خپل ځای پاتې دي.

د طالبانو بیا ځل واکمنېدو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په ګډون د نړۍوالو ادارو وتو چین ته فرصت ورکړ؛ څو د افغانستان د پانګونې مارکېټ ته ننوځي او له شته خلا څخه ګټه پورته کړي.
ایران ټاېمز ورځپاڼې ویلي، چین په نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان دننه په بېلابېلو برخو کې د یوه ستر پانګهوال هېواد په توګه راڅرګند شوی دی.
راپور زیاتوي، د طالبانو حکومت چې له سختو مالي ستونزو سره مخ دی هڅه کوي د افغانستان غني کانونه وکېندي.
دغې ډلې پر داخلي پانګهوالو سربېره، چینایي شرکتونو ته هم د سرو زرو، ګران بیه ډبرو او کرومایټ (چې په فولادو کې کارول کېږي) د استخراج قراردادونه ورکړي دي.
سره له دې چې چین هم لا تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د افغانستان پر وړاندې د بندیزونو د ختمېدو غوښتنه کوي او غواړي شاوخوا ۹ مېلیارده ډالر کنګل شوې شتمنۍ چې د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن د فرمان له مخې بندې شوې دي؛ خوشې شي.
افغانستان د چین د «یو کمربند، یوه لار» اقتصادي نوښت لپاره یوه مهمه څلورلارې ګڼل کېږي. چین د افغانستان له ګاونډ سره د سوداګریزو اړیکو پراخوالی یوه مهمه موخه ګڼي. په کابل کې د بیجېنګ سفیر ژاو شینګ تېر کال د (تلې په میاشت کې) پر اېکس پاڼه ولیکل: «چین د افغانستان د صادراتو لپاره پر ۱۰۰سلنه ګمرکي تعرفو معافیت اعلانوي».
دغه اقدام چې د ډونالډ ټرمپ د تعرفو د ناندریو پر مهال شوی، طالبانو ته یې زمینه برابره کړې چې د چین بازارونو ته د انرژۍ او رغنیزو توکو په برخه کې بې تعرفې لاسرسی ولري.
د طالبانو تر واک لاندې د سرپل ولایت د نفتو کېندنې اړوند د پانګونې په برخه کې لومړنی ستر قرارداد د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې له یوه چینایي شرکت «د منځنۍ اسیا د نفتو او ګازو د استخراج شینجیانګ شرکت» (CAPEIC) سره لاسلیک شو.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هغه مهال وویل: «پر دې بنسټ، CAPEIC هر کال ۱۵۰ مېلیونه ډالره پانګونه کوي».
د ده په خبره، دغه پانګونه به په درېیو کلونو کې ۵۴۰ مېلیونه ډالرو ته ورسېږي او قرارداد به ۲۵ کاله دوام ولري.
د طالبانو حکومت به په دې پروژه کې ۲۰ سلنه ونډه ولري، چې تر ۷۵ سلنې پورې لوړېدای شي.
د یادې ډلې د بیا ځل واکمنۍ راهیسې د کان کېندنې په برخه کې نږدې ۲۰۰ قراردادونه یوازې له چینایي شرکتونو سره شوي دي.
چین همدا راز د لوګر ولایت د مس عینک ستر کان کېندنې کارونه د ۲۰۲۴ په جولای میاشت کې بیا پیل کړل.
دغه پروژه په ۲۰۰۸ کال کې د ۳ مېلیارده ډالرو په ارزښت د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوې وه؛ خو د بهرنیو ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو دغه پروژه ۱۶ کاله وځنډوله.
د عینک مسو کان د نړۍ دویم ستر کان بلل کېږي، چې د برېښنایي موټرو د بیټریو او الېکټرونیکي چیپونو لپاره کارېږي.
چین خپل تعاملات له طالبانو سر تر بل هر هېواده ښه ساتلي او ان د پاکستان سره یې د دغه ډلې د خبرو اترو او اړیکو ښه کېدو منځګړتوب هم کړی دی.
تېره اونۍ په بیجېنګ کې د طالبانو، پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه وکړه، چې د راپورونو پر بنسټ له طالبانو پکې غوښتنه شوي؛ څو افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونېسي. له چین سربېره د ایران، روسیې، منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هېوادونو پانګهوالو هم افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښوولې.
دا په داسې حال کې ده، چې په کور دننه او بهر د جلا وطنه افغانانو له لوري نیوکې کېږي چې طالبانو په خپلسرې او ناقانونه توګه د افغانستان طبیعي شتمني د چین په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو منګولو کې ورکړې ده.

د ایران د خراسان رضوي مرستیال والي امیرالله شمقدري وايي، چې د افغانستان سره د ګډو پولو د بندولو پروژه د مصنوعي ځیرکتیا او برېښنایي ټکنالوژۍ په مرسته پلي کوي.
د مهر په نوم د ایران خبري اژانس د راپور له مخې؛ ښاغلي شمقدري له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د دغې پروژې د پلي کولو موخه د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ کچه راټیټول او ان صفر ته رسول دي.
نوموړي زياته کړې، چې تر دې دمه د افغانستان سره په ختيځه سيمه کې ۶۵ کيلومتره سرحدي دېوال جوړ شوی او د نورو ۱۰۰ کيلومتره لپاره لومړني کارونه بشپړ شوي دي.
شمقدري ټينګار کړی، چې دغه سرحدي دېوال د نوې او عصري ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې جوړ شوی او د تګ راتګ کره والی او هره شېبه څارنه ممکن کوي.
هغه زیاته کړې:« د بهرنیو وګړو کار کول، استوګنه او تګ رانګ به په یو منسجمه سیسټم کې ثبت کړو او هغه کسان چې امنیتي ګډوډي جوړوي؛ ورسره به پرېکنده چلند وشي.»
تر دې مخکې څو ورځې وړاندې د ایران د پوځ مشر محمد باقري هم یادې موضوع ته په اشارې سره ویلي وو، چې د افغانستان سره په سرحدي دېوال پروژه کې له ځیرکو او برېښنایي تجهیزاتو کار اخیستل کېږي.
نوموړي زياته کړې وه، چې دغه پروژه به په سیمه کې د دوامدار امنیت په ټينګښت، د نشهيي او ناقانونه توکو د قاچاق او همداراز د افغان کډوالو د ناقانونه تګ راتګ په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.