• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو یو پلاوی د روسیې په جګپوړې امنیتي غونډه کې ګډون کوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د روسیې امنیت شورا اعلان کړی چې د طالبانو رسمي چارواکي به د امنیتي چارو د لوړپوړو استازو په نړېواله غونډه کې، چې د مې له ۲۷ مې نه تر ۲۹ پورې د «روسیې ملي مرکز» کې جوړېږي، د لومړي ځل لپاره ګډون کوي.

د روسیې د امنیت شورا مطبوعاتي دفتر وايي، چې « دغه غونډه به د لومړي ځل لپاره د کابل د نوې مشرتابه د استازو کوربه توب کوي».

د روسیې امنیت شورا ویلي، اوسني ګواښونه او امنیتي ننګونې نړیوالې او سرحدي بڼې لري او هېڅ یو معاصر هېواد نه شي کولای یوازې یا په دوه اړخیز ډول دغه ګواښونه حل کړي. د شورا په وینا، له همدې امله، د جنوب او ختیځ له هیوادونو سره تړلي سازمانونه او اتحادیې په وروستیو کلونو کې لا مهم رول لوبوي.

دا ۱۳مه نړېواله غونډه ده چې د لوړپوړو امنیتي استازو ترمنځ ترسره کېږي.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، د غونډې په ترڅ کې به د اسیا د جنوب ختیزو هیوادونو ټولنې (ASEAN)، بریکس، د شانګهای همکاریو سازمان او د همګټو هېوادونو ټولنې استازي غیر رسمي څو اړخیزې خبرې اترې وکړي.

همداراز، د اسیا د جنوب ختیزو هېوادونو ټولنې د غړو د استازو پنځمه ناسته به هم پکې ترسره شي.

د روسیې امنیت شورا وايي: « سیمه‌ییز لوبغاړي نه غواړي د لویو قدرتونو د تقابل ډګر وي، بلکې هڅه کوي چې د عادلانه او نه وېشل کېدونکي امنیتي نظام په جوړښت کې فعاله ونډه واخلي».

شورا همداراز زیاتوي چې د اسیا جنوب ختیز هېوادونه غواړي له روسیې سره په امنیتي مسایلو کې همکاري لا پراخه کړي.

سربېره پر دې، د برېکس، شانګهای، اود همګټو هېوادونو د ټولنو تر منځ غیر رسمي غونډې هم پلان شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پېښور د بوکس نړیوالو سیالیو کې افغان ښځینه سوک وهونکیو ګډون کړی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱

په پېښور کې د نړیوالې کچې بوکس سیالۍ ترسره شوې چې د پاکستان، افغانستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو له ۴۰ زیاتو نارینه او ښځینه بوکسرانو پکې برخه اخېستې ده. په دغو سیالیو کې افغان ښځینه بوکسرې نازنین جویا له خپلې پاکستانۍ سیالې هدیه کمال خان نه سیالي وګټله.

جویا افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه د یوې پاکستانۍ ښځینه بوکسرې ترڅنګ د نورو هېوادونو له بوکسرانو سره هم سیالي لري. نوموړې خپله یوه سیالي ګټلې ده.

د سیالیو تنظیموونکو وویل چې دا ډول نړیوالې سیالۍ نه یوازې د سیمه‌ییزو ورزشکارانو تر منځ اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د سولې، همکارۍ او د سپورټ د ودې لپاره یو مثبت پیغام هم لري.

ډېری هغه افغان ورزشکاران چې په هېواد کې د ورزشونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله له افغانستان څخه وتلي، اوس په پاکستان کې خپل ورزش ته دوام ورکوي.

طالبانو په خپله دویمه واکمنۍ کې هم د ښځو پر زده کړو، کار، ورزش او سفرونو سخت بندیزونه لګولي دي. ملګرو ملتونو دغه حالت ته د «جنسیتي اپارټایډ» نوم ورکړی دی.

افغانستان کې ګڼې مېرمنې د طالبانو د دغو سختو محدودیتونو له کبله کړاوونه ګالي او ځینې مجبورې شوې چې خپل هېواد پرېږدي.

په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۵ زره بهرنیانو افغانستان ته تګ او راتګ کړی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۳:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو دوو میاشتو په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې افغانستان ته د پنځه زره او ۷۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی. د ۶۷ ښځینه‌وو په ګډون، دوه زره او ۳۹۳ نور له افغانستان نه وتلي دي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي ادارې نن د غبرګولي ۵مه، وویل چې ثبت شوي ارقام ښیي، چې په یاده موده کې د ۱۱۹ مېرمنو په ګډون دوه زره او ۶۵۸ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۶۷ ښځینه‌وو په ګډون، دوه زره او ۳۹۳ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې دوه زره او ۶۱۸ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۰ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته تللي، چې له دې ډلې یې ۳۵۲ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه تللي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر (یو زر او ۸۲۰) بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۵۷۷ تنه د هرات له بندرونو او پاتې نور د بلخ او کندهار هوايي ډګرونو، د تورخم، سپین بولدک او د فاریاب اقینې بندر له لارې افغانستان ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان استازې سمیرا حمیدي تېره ورځ وویل، چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو «رژیم» هیڅکله مشروع ونه ګڼي او سیلانیان د هغوی د تبلیغاتي ماشین برخه ګرځېدلې ده.

د مامورانو نیوکې؛ ننګرهار کې د طالبانو پوهنې ریاست کاري وخت دوه ساعته زیات کړی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل په رسېدلي یوه مکتوب کې راغلي چې د ننګرهار د طالبانو د پوهنې ریاست کاري وخت له ۸ څخه پیل کیږي او تر ۶ بجو دوام کوي، چې دوه ساعت به اضافه کاري کوي.

د یاد ریاست کارکوونکي شکایت کوي، چې د اضافه کاري پیسې نه ورکول کېږي او پر دې سربېره یې دېرش سلنه معاشونه هم کم شوي دی.

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار د پوهنې رییس سید صادق هاشمي له خوا لاسلیک شوی مکتوب چې تېره ورځ د غبرګولي پر ۵مه خپور شوی دی پکې راغلي چې په دغه ریاست کې کاري ساعتونه زیات شوي دي.

په مکتوب کې د ننګرهار د پوهنې ریاست له ټولو کارمندانو غوښتل شوي، چې د سهار له اتو بجو څخه تر ۶ بجو پورې خپل کار ته ادامه ورکړي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ځینو کارمندانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پخوا به د اضافه کاري لپاره پیسې ورکول کېدلې خو اوس د اضافه کارۍ په بدل کې پیسې نه ورکول کېږي.

دوی نیوکه کوي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا کاري او رسمي وخت ټاکل شوی دی خو د ننګرهار د پوهنې ریاست په خپل سر کاري وخت زیات کړی دی.

یو کارمند وايي:« کار زیات کوو خو معاش مود زیاتېدو پرځای کمیږي.»

دوی همداراز شکایت کوي، چې په دې وروستیو کې ۳۰ سلنه معاشونه هم کم شوي دي او طالبان ورته پوره معاش نه ورکوي.

له طالبانو سره د بدخشان د جرم ولسوالۍ د خلکو نښته دویمې ورځې ته غځېدلې

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۱

سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د فرغامنج کلي اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ شخړه دویمې ورځې ته غځېدلې. د سرچینو په وینا، د دغه کلي خلکو هڅه وکړه چې د طالبانو په ډزو کې د وژل شوي کس جسد له ځان سره د مظاهرې او عدالت غوښتنې په موخه یوسي.

دا شخړه د کوکنارو د کروندو د له‌منځه وړلو پر سر رامنځته شوې.

سرچینې وايي، د یکشنبې ورځې په نښته کې د وژل شوي یوه کلیوال مړی خلکو له ځان سره اخیستی و، چې مظاهره او د خپل حق غوښتنه وکړي، خو د طالبانو د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت تر منځګړیتوب وروسته خلکو د نوموړي مړی خاورو ته سپارلی دی.

د دوشنبې په سهار طالبانو فرغامنج سیمې ته تازه دمه ځواکونه استولي. سرچینې وايي، یو شمېر بزګران او د کلي اوسېدونکي چې د ځايي طالبانو له ملاتړه برخمن دي، غرونو ته ختلي او هلته یې د طالبانو پر ضد سنګر نیولی.

ځینو اوسېدونکو ویلي، دواړو غاړو د خبرداري په ډول هوایي ډزې کړې دي. سرچینې خبرداری ورکړی چې امکان لري جګړه پراخه شي.

وړاندې د یکشنبې په ورځ د طالبانو ځانګړو قطعاتو او بزګرانو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي.

د بدخشان د ولایتي شورا پخواني غړي احمد جاوېد مجددي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان د کوکنارو د له منځه وړو په برخه کې دوه‌ګونی چلند لري. دی وايي، « په داسې حال کې چې په بدخشان کې فصلونه له منځه وړل کیږي، په نورو ولایتونو کې ازادانه کښت دوام لري».

تېر کال هم طالبانو په بدخشان کې د کوکنارو د کر ضد عملیات ترسره کړي وو، چې د بزګرانو له مخالفت سره مخ شوي وو. کروندګر وايي، فقر او بیکاري دې ته اړ کړي چې کوکنار وکري.

امرالله صالح: د طالب نسکورول باید خپل لومړیتوب وټاکو

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، چې طالبانو د افغانستان د ټولو خلکو روح او روان ټپي کړی او اوسنی وضعیت له نسکورولو پرته بله حل لاره نه لري.

صالح پر خپل اېکس د خپلې یوې وروستۍ مرکې په تړاو لیکلي، چې د طالبانو له غړو پرته نور هر کس زیانمن دی او باید د طالبانو نسکورول لومړیتوب وټاکل شي.

صالح د ولسمشر غني او د هغه د کابینې په اړه وايي، چې خپل تعهد او ژبه نه بدلوي او سره له دې چې د جمهوریت دوره کې ستونزې وې، خو د ځان سپیناوي لپاره د جمهوریت په کابینې پسې بد نه شي ویلای.

د صالح په باور، له جمهوریت وروسته چې په افغانستان کې څه پېښ شوي، دا یو سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او انساني ناورین دی.