• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بولات یسیکین: د قوش تېپې کانال به د ارال سمندر پر تابوت وروستی مېخ وي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۷:۱۵ GMT+۱

د افغانستان په شمال کې د وچکالۍ ځپلو سیمو د خړوبولو لپاره طالبان په چټکۍ یو ۲۸۵ کیلومتره کانال جوړوي، خو د منځنۍاسیا هېوادونه ټینګار کوي چې د سرحدي اوبو په اړه باید ګډ تصمیم ونیول شي.

یورو نیوز په یوه تحلیل کې وايي، چې افغانستان غواړي د قوش تېپې کانال له لارې د امو سیند له بهیره ۲۰ تر ۳۰ سلنه اوبه کږې کړي چې له ۵۰۰ زره هکټاره زیاتې وچې ځمکې پرې خړوبې کړي.

امو سیند پر افغانستان سربېره د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له خاورې هم تېرېږي، چې وروستي دوه هېوادونه د اوبو له بهیر څخه لاندې موقعیت لري. دا هېوادونه پر دغه سیند متکي دي څو خپل برېښناکوټونه وچلوي او کرنیزې ځمکې پرې خړوبې کړي.

د سیند د اوبو مخه اړول به د مرکزي اسیا د اوبو امنیت ته سخت زیان ورسوي، چې له امله یې د ازبکستان اوبه ۱۵ سلنه او د ترکمنستان تر ۸۰ سلنې پورې کمې شي.

په ورته وخت کې، قزاقستان او قرغیزستان، چې امو سیند یې له خاورې نه تېرېږي، دومره اندېښنه نه لري خو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې که ازبکستان او ترکمنستان ته له امو سیند لږې اوبه ورسېږي، دوی به د تلافي لپاره له سیردریا سینده ډېرې اوبه واخلي.

د منځنۍ اسیا د اوبي سرچینو او اقلیمي بدلونونو د مدیریت پلاتفورم بنسټګر بولات یسیکین یورو نیوز ته ویلي، چې « د قوش تېپې کانال به د ارال سمندر پر تابوت وروستی مېخ وي».

یسیکین وړاندیز کوي چې د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره د انرژۍ او خوراکي موادو شریکولو له لارې همکاري وکړي. هغه زیاتوي، « افغانان کانال جوړوي څو ځانونه خړوب کړي. دا زموږ ګناه ده چې دوی اوبه نه لري. که دا موضوع جدي ونیسو، د حل امکانات شته».

د اوبو امنیت او سرحدي اوبو د کارونې په وروستي کنفرانس کې ګڼو کارپوهانو هوکړه وکړه چې د قوش تېپې کانال جوړېدل به د ارال سمندر د بېرته راژوندي کولو لپاره ټولې هڅې شنډې کړي.

د یورو نیوز د شنونکې په باور، مرکزي اسیا لا له وړاندې د اقلیم د بدلون او ناسم مدیریت له امله د اوبو له کمښت سره مخ ده او دغه نوی ګواښ ښايي د سیمې چاپېریال ته نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.

په سیمه کې د اوبو د تنظیم لپاره، د ۱۹۹۲ کال د ګډو سرحدي اوبو د کارونې تړون نافذ دی. سربېره پر دې، دغه هېوادونه د ملګرو ملتونو له هغه کنوانسیون سره هم همغږي دي چې د سرحدي سیندونو د مدیریت او ساتنې په اړه دی.

خو افغانستان د دغو تړونونو برخه نه دی، ځکه طالبان له نړیوالو سازمانونو او دولتونو سره رسمیت نه لري.

خو پر دې سربېره، د مرکزي اسیا هېوادونه ورو ورو له طالبانو سره اړیکې رغوي. قزاقستان او قرغیزستان طالبان د ترهګرو له نوملړه لرې کړي او ازبکستان له افغانستان سره پراخه همکاري پیل کړې ده.

د قزاقستان د اوبو وزارت ویلي، « موږ د اوبو د عادلانه او باثباته وېش غوښتونکي یو، چې هم د چاپېریال اړتیاوې پوره کړي او هم د سیمې د اقتصادي پرمختګ ملاتړ وکړي».

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد نعیم وردک په دې وروستیو کې ویلي، چې دوی د اوبو په برخه کې ستونزه نه لري او د قوش تېپې کانال د چا په زیان نه دی.

د یورو نیوز شنونکې وايي، ټول لوري همنظره دي چې افغانستان د امو سیند د کارونې حق لري، خو دا کار باید له خپلو ګاونډیانو سره په همغږۍ او هوکړې وشي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

سراج الدین حقاني: د نظام حیثیت باید زموږ تر شخصي ګټو او مقامونو لوړ واوسي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۴:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وايي، چې د اسلامي نظام حیثیت باید له شخصي ګټو، غوښتنو او مقامونو لوړ ارزښت ولري. سراج الدین حقاني چې ددې ډلې د وزارتونو د دفترونو رییسانو اصلاحي سیمنار ته وینا کوله، وویل چې ملاهبت الله د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره شپه ورځ هڅه کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن سه شنبه د غبرګولي ۵مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د چارو ادارې او د اداري اصلاحاتو ریاست په نوښت د وزارتونو د دفترونو رییسانو لپاره جوړ شوي اصلاحاتي او د ظرفیت لوړونې سیمنار پای غونډې ته وینا کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراح الدین حقاني په خپله وینا کې ویلي چې د رهبرۍ په کچه د اصلاحاتو، د چارو د اسانتیا، عامه خدمتونو د معیاري کولو، او د قانوني چوکاټ د جوړښت په برخو کې جدي او پرله‌پسې هڅې روانې دي.

سراج الدین حقاني وویل:«ملا هبت الله د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د اصلاحاتو د رامنځته کېدو، د خلکو د خدمتونو د پراختیا او د اصولي قانون جوړونې په لاره کې شپه‌ورځ هڅه کوي.»

حقاني د طالبانو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې خپلې چارې باید د فرامینو، قوانینو او مقرراتو په رڼا کې پرمخ یوسي.

هغه زیاته کړې چې که کومه پیچلتیا وي، هلته دې له مشرانو او رهبرۍ نه وضاحت وغوښتل شي؛ خو د خلکو کارونه باید د پلټنې او یقین حاصلولو تر نامه لاندې بې‌ځایه او له دلیل پرته ونه ځنډېږي.

سراج الدین حقاني د طالبانو له مسوولینو وغوښتل چې له رعیت سره ښه چلند ولري.

هغه ویلي،چې « تاسو د حکومتي پرېکړو عملي کوونکي یاست. خلک ستاسې دروازو ته مراجعه کوي. د ملت او حکومت ترمنځ اړیکه ستاسو له لارې ټینګېږي. باید د خلکو ستونزو ته پر وخت، په صداقت، اخلاص او ژمنتیا ځواب ورکړئ او د دوی او نظام صادقانه استازیتوب وکړئ».

سراج الدین حقاني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د نوموړي او ملاهبت الله ترمنځ د ګمارونو، واک او د هغه د ځینو سخت دریځه فرمانونو پر سر د اخلافاتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

په بوسنیا کې د افغان او پاکستاني کډوالو د قاچاق کوونکو ترمنځ نښته کې ۶ تنه ټپیان شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د بوسنیا پولیس وایي، پلازمېنې سرايېوو ته نږدې د بلاژوج په کلي کې، د کډوالو کمپ ته څېرمه د کډوالو دوو قاچاق وړونکو ډلو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې شپږ کسان ټپیان شوي. د دوو کسانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.

د واشنګټن پوسټ د رپوټ له مخې، پېښه د دوشنبې په ماښام رامنځته شوې ده. له پېښې وروسته پولیسو د کډوالو پر کمپ چاپه ووهله، پلټنې یې وکړې او یو شمېر کسان یې ونیول.

د بوسنیا رسنۍ وایي، دغه نښته د افغانستان او پاکستان د کډوالو د قاچاق کوونکو ترمنځ شوې ده. راپورونه زیاتوي، چې له ټپیانو دوه کسان لا هم د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي.

دا ډول پېښې، چې د انساني ‌قاچاق کوونکو ترمنځ د نفوذ او کنټرول پر سر رامنځته کېږي، د بالکان له لارې د اروپا پر لور د کډوالۍ په لاره کې وخت ناوخت تکرارېږي.

په ورته مهال، د شنبې په ورځ په سربیا کې هم یو کډوال د پولیسو سره د نښتې پر مهال ووژل شو. پولیس وایي، دا پېښه د یوه ناقانونه کمپ پر ضد د عملیاتو پرمهال شوې.

قرغیزستان په درې میاشتو کې افغانستان ته ۴۰ میلیونه لېټره پټرول صادر کړي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۳:۱۷ GMT+۱

د قرغیزستان د ملي احصایې کمیټې د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ رُبع (جنورۍ–مارچ) کې افغانستان ته د ۱۸،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پټرول صادر کړي دي.

د رپوټ له مخې، قرغیزستان د روان میلادي کال له جنورۍ میاشتې نه تر مارچ پورې افغانستان ته ۴۰ میلیونه لیتره پټرول صادر کړي چې ارزښت یې ۱۸،۵ میلیونه ډالره دی.

دا د تېر کال له همدې مودې سره په پرتله ۱۰۵ برابره زیاتوالی ښيي.

د ۲۰۲۴ کال په همدې موده کې، قرغیزستان افغانستان ته یوازې ۳۸۴ زره لیتره پټرول صادر کړي وو چې ارزښت یې ۲۱۲ زره ډالر و.

په ۲۰۲۵ کال کې قرغیزستان هر لېتر پټرول په۴۰ سومه پلورلی چې شاوخوا ۳۲ افغانۍ کیږي.

افغانستان د قرغیزستان د موټرو د پټرولو تر ټولو ستر واردوونکی دی.

د افغانستان ترڅنګ، قرغیزستان د ۲۰۲۵ کال په همدغو درې میاشتو کې ازبکستان ته هم ۲،۵میلیونه لیتره پټرول صادر کړی، چې ارزښت یې یومیلیون ډالر ښودل شوی.

د طالبانو امر بالمعروف سلمانیو ته: د نیم سر خرېیل او نیم پرېښودل غیر شرعي کار دی

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۳:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال نور محمد حقاني په کابل کې د سلمانیو د اتحادیې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې «د نیم سر خرېیل او نیم پرېښودل» غیر شرعي او پردی کلتور دی او باید له دې ډډه وشي.

د طالبانو د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، چې تېره ورځ د یاد وزارت مرستیال نور محمد حقاني په کابل کې د سلمانیو د اتحادیې له مسوولینو سره ناسته کړې ده.

نور محمد حقاني ویلي، چې یوازې په ټولنه کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د یوې خاصې ډلې مسوولیت نه دی بلکې هر مومن مسلمان مکلف دی چې د معروفاتو اقامه وکړي او د منکراتو مخه ونیسي.

حقاني په خپلو څرګندونې کې ویلي، چې «قزع «د نیم سر خرېیل او نیم پرېښودل» ددې ترڅنګ چې د نبوي احادیثو خلاف او غیر شرعي کړنه ده ، یو پردی کلتور دی چې مخنیوی یې زموږ او تاسې دیني مسوولیت دی.»

د طالبانو د دعوت او ارشاد لوی رییس شریف الله حقاني په غربي سټایل د وېښتانو جوړولو پر مخنیوي ټینګار کړی او د کابل د سلمانیو د اتحادیې له مسوولینو څخه یې غوښتنه کړې، چې په ټولنه کې د شته منکراتو مخنیوي او معروفاتو اقامه کې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل د سلمانیو د اتخادیې مسوولینو ډاډ ورکړی چې ټولې سپارښتنې او وړاندیزونه به پلي کوي او د هغو ټولو کړنو له ترسره کولو به ډډه وکړي چې د وزارت له سپارښتنو سره په ټکر کې دی.

له دې وړاندې په هرات ولایت کې د طالبانو امر بالمعروف ریاست ټولو سلمانیو ته امر کړی و، چې د "لاس قبضې" څخه لږ د ږیرې له کمولو او د "شریعت خلاف" د وېښتو له جوړولو ډډه وکړي.

د طالبانو د امربالمعروف قانون کې هم د ږیرې په اړه یادونه شوې ده او د ږیرې خرېیل یې ګناه بللې ده.

د طالبانو د دغه قانون له اعلان وروسته له یو شمېر ولایتونو داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې د امر بالمعروف محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان را ګرځوي او د ږیرې نه خرېیلو، د موسیقۍ د نه اورېدو، د لډو نه کولو او په شریعت د ځان برابرولو سپارښتنې ورته کوي.

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان له لارې تر ۵ میلیونه ټنه ډېر مالونه انتقال شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۲:۴۷ GMT+۱

د ازبکستان د ترانسپورت وزارت اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د "ټرانس-افغان ترانسپورتي دهلېز" له لارې د بار وړلو حجم له ۵ میلیونه ټنو زیات شوی دی. دغه لاره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان له بندرونو سره د وصلیدو فرصت برابروي.

د ازبکستان ټرانسپورټ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د ۲۰۲۴ کال تر پایه، د ټرانس‌افغان دهلېز له لارې د مالونو د لېږد کچه له پنځه میلیونه ټنو واوښته، چې له نورو هېوادونو د ازبکستان له لارې افغانستان ته ترانزیټ شوي بارونه پکې تر درې میلیونو ټنو زیات وو».

همداراز، شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه مالونه د ازبکستان له لارې قرغیزستان، تاجکستان، جورجیا، هالینډ، ترکیې، چین او سعودي عربستان تهټرانزیټ شويدي.

د ازبکستان د ترانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې، د نږدې راتلونکي لپاره یوه انلاین ناسته پلان شوې، چې د افغانستان له لارې د دې نوي ترانسپورتي دهلېز غړي هېوادونه به پکې ګډون وکړي. د غونډې اجنډا کې به د دهلېز پراختیا او په ځانګړي ډول د افغانستان په خاوره کې د رېل پټلۍ جوړول شامل وي، چې د مالونو د لېږد ظرفیت نور هم لوړ شي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۴ کال د اپرېل په میاشت کې د "بلاروس-روسیې-قزاقستان-ازبکستان-افغانستان-پاکستان" ترانسپورتي دهلېز د جوړېدو هوکړه هم لاسلیک شوې. دا پروژه به د روسیې او بلاروس لپاره، چې د بندیزونو له امله یې لوژستیکي لارې اغېزمنې شوې، بدیله لار برابره کړي.

د ازبکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د منځنۍ اسیا هغو هېوادونو لپاره چې سمندر ته لاسرسی نه لري، دغه دهلېز به د پاکستان بندرونو ته د رسېدو لاره خلاصه کړي. خو د دهلېز د بشپړ فعالېدو لپاره، په افغانستان کې د رېل‌پټلۍ جوړول حتمي بلل شوي دي.

په اوس وخت کې، د روسیې او ازبکستان انجنیران په ګډه د رېل پټلۍ د امکان‌سنجۍ مطالعه ترسره کوي، چې ویل کېږي د ۲۰۲۶ کال تر پیل پورې به چمتو شي.

همداراز، بله پټلۍ له ترکمنستان سره د افغانستان له پولې پلان شوې ده.