سعودي عربستان اعلان وکړ چې لوی اختر د جون پر شپږمه د جمعې په ورځ دی

د سعودي عربستان چارواکو اعلان وکړ، چې د جون پنځمه د عرفې ورځ ده او شپږمه ورځ لوی اختر دی. عرفه به د پنجشنبې په ورځ وي او د جمعې په ورځ به د حج مناسک پای ته رسیږي او لوی اختر به کیږي.
د عرفې ورځ د حج تر ټولو مهمه برخه ده، چې حاجیان د عرفات په غونډۍ کې راټولیږي، دعا کوياو د الله تعالی رحمت لټوي.