د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ پلاوی قزاقستان ته لاړ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغې ډلې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوی په استانه نړۍوال فورم کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ. د طالبانو په دغه پلاوي کې د ټولګټو وزارت د اورګارډي معیین او د دولتي شرکتونو مشر هم شامل دي.