فضلي: د غزې اوسنی وضعیت د جلال‌اباد درې نیمې لسیزې پخوانۍ محاصرې ته ورته دی

د مخکني جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي د افغانستان تېر، اوسني او راتلونکي سیاست ته په اشارې سره ویلي، که خپلواک ونه اوسو د افرادو په توګه به د نیابتي ډلو د ستاینو او غندلو په ګرداب کې له منځه ولاړ شو.