• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیه کې د طالبانو سفیر د خپل عربي اماراتو د سیال سره د سیاسي اړیکو پر زياتوالي خبري کړي

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۱ GMT+۱

په ترکیه کې د طالبانو سفارت د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سفير محمد زبیر ودان د متحده عربي اماراتو له سفير سعید ثاني الهاظري سره د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو په اړه خبري کړي.

طالبانو ویلي، چې په دې لیدنه کې د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو په اړه هم بحث شوی.

طالبانو د دې لېدنې نور جزيات نه دي ورکړي.

متحده عربي امارت په پرله پسې ډول د طالبانو سره د اړیکو د زياتېدو او ساتلو هڅې کوي.

متحده عربي امارت د سعودي عربستان او پاکستان تر څنګ یو له هغو هېوادونو څخه و، چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې يې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژاند.

په ۲۰۲۲ کال کې د متحده عربي امارتو یوه هوایي شرکت له طالبانو سره د هرات، کابل او کندهار د هوايي ډګرونو د اداره کولو تړون هم لاسلیک کړ.

یاده دې وي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته طالب مشرانو پرله پسې متحده عربي اماراتو رسمي او غیري رسمي سفرونه کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ د ناټو مشرۍ کې د امریکايي جنرال د دوام پرېکړه وکړه

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې چې د ناټو د اروپايي ځواکونو د لوړې قومندې مشر به لا هم یو امریکايي جنرال وي. دا پرېکړه د ناټو عمومي منشي مارک روټي ته په شخصي ډول وړاندې شوې ده.

د راپورونو له مخې، د دې موقف لپاره به جنرال الیکسس ګرينکويچ ټاکل کېږي چې د اوسني جنرال کریسټوفر کاولي ځای ناستی شي.

ټرمپ د اروپا د غړو هېوادونو څخه غوښتي چې د خپلو دفاعي بودیجو لوړولو ته ډېره توجه ورکړي، خو په ورته وخت کې د امریکا د ځواکونو احتمالي کمښت په اروپا کې هم بحث شوی دی.

دا ګام د ناټو د غړو هېوادونو لپاره د امریکا د ژمنتیا یو څرګنده نښه ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د اوکراین جګړې او اروپا کې امنیتي وضعیت نازک دی.

مجاهد: عباس ستانکزی له هېواده بهر دی، خو د راستنېدو په صورت کې ښايي خپلې دندې ته وروګرځي

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۸:۰۵ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی لا هم هېواد ته نه دې راستون شوی. مجاهد له افغانستان نه د ستانکزي د بیرون پاتې کېدو لامل په اړه څه نه دd ویلي، خو وايي، د بېرته راتګ په صورت کې ښايي خپل دندې ته ور وګرځي.

ذبیح الله مجاهد وايي، عباس ستانکزی په افغانستان کې نشته، خو که هر وخت بېرته افغانستان ته راورګرخي، ښايي پر خپل دنده پاتې شي او یا به یې په اړه بل تصمیم ونیول شي.

مجاهد وايي:«دمګړی هغه په افغانستان کې نشته، خو هر وخت چې راشي انشا الله پر خپل ځای به پاتې شي او یا به یې په اړه بل تصمیم ونیول شي. د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معاونیت پوسټ پر خپل ځای دی نه دیی لغوه شوی، دا پوسټ د بهرنیو چارو وزارت اړتیاو څخه دی.»

ذبیح الله مجاهد په خپل تازه مرکه کې د طالبانو ترمنځ د مخالفتونو په اړه هم غږېدلی او وايي:« د طالبانو په منځ کې د اطاعت اصل مهم دی، د کورنیو چارو د وزیر په شمول ټول اطاعت کوي، هیڅ مخالفت د طالبانو په منځ کې نشته، خو د لیدلوري تفاوتونه چې د انسانانو په منځ کې طبعي دي، دا په دې مانا نه دي، چې خدای مکړه مخالفت دې شتون ولري.»

مجاهد له افغانستان نه بهر د ډېر وخت لپاره د عباس ستانکزي د پاتې کېدو لاملونه په ډاګه نه کړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی له ملا هبت الله اخند سره د مخالفت له امله د تېرو څو میاشتو راهیسې په متحده عربي امارات کې دی.

عباس ستانکزی له هغه وروسته له افغانستان نه بهر ولاړ چې په یوه غونډه کې یې د نجونو د زده کړو د بندیزونو په اړه د طالبانو پر مشر ملا هبت الله نیوکې وکړې.

ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت لغوه شوی دی

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د دوی د حکومت د تنقیصاتو په لړۍ کې هغه ادارې چې لګښتونه یې زیات او ګټه یې کمه وه، د ریاست الوزرا سیاست معاونیت هم شامل دی چې لغوه شوی دی.

مجاهد د افاق خبري اژانس سره د خبرو پر مهال تایید کړه، چې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي پوسټ لغوه شوی دی.

نوموړي ویلي:« په دې ورستیو کې د حکومتدارۍ په بېلابېلو برخو کې تنقیص راغلی او هغه غیر اړیني ادارې چې مصارف یې ډېر او ګټه یې کمه وه، نو طبعاً په دې لړۍ کې د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت هم شامل دی، خو په بهرنیو چارو وزارت کې کوم څه نه دې کم شوي او ښه مخته روان دی.»

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو شاوخوا یوه میاشت وړاندې د طالبانو د دوو باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله په شفاهي امر د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت لغوه شوی دی.

د طالبانو د کډوالو د پخواني وزیر خلیل الرحمن حقاني تر وژل کېدو وروسته مولوي عبدالکبیر د ریاست اولوزرا د سیاسي معاونیت له پوسټ څخه د کډوالو د وزیر په توګه تبدیل شو.

پر همدغه مهال د طالبانو د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست د غوايي په ۹مه په خپله اېکسپاڼه لیکلي وو، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم پر اساس د ارګ ۲۲۲ بستونه تنقیص شوي، خو د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت پوسټ د لغوه کېدو په اړه یې څه نه و ویلي.

د سعودي خبرداری: که له امریکا سره اټومي تړون ونه شي پر ایران د اسراییل د برید احتمال شته

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۷:۱۵ GMT+۱

له ایران څخه یو شمېر نړۍوالو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې سعودي عربستان ایران ته خبرداری ورکړی چې که له امریکا سره د اټومي تړون خبرې جدي ونه نیول شي؛ نو ښايي اسراییل پر ایران برید وکړي.

د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان د تېرې اپرېل میاشتې په ۱۷مه تهران ته سفر وکړ او هلته یې د ایران د حکومت رهبر ایت‌الله علي خامنه‌یي ته د پاچا سلمان بن عبدالعزیز پیغام ورسوه.

د یاد سفر پر مهال، شهزاده خالد بن سلمان د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان، د پوځ د لوی درستیز محمد باقري او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره هم لیدلي.

د خلیجي هېوادونو او ایراني سرچینو پر بنسټ، سعودي عربستان ایران ته ویلي چې له امریکا سره د اټومي تړون موضوع دې جدي ونیسي، ځکه چې دا تړون کولی شي سیمه د یوې لویې جګړې له خطره وژغوري.

تر دې دمه نه سعودي عربستان او نه هم ایران د دې سفر او پیغام په اړه رسمي څرګندونې کړې دي؛ خو شنونکي وايي چې دا ډول خبرداری ښيي چې سیمه‌ییز هېوادونه د احتمالي جګړې د مخنیوي لپاره غیر رسمي هڅې کوي.

د هند د واکمن ګوند یو لوړ پوړي غړي ومنله چې پاکستان یې پنځه الوتکې نسکورې کړې دي

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د هند د واکمن ګوند «بي جي پي» مهم غړی سبرامنین سوامي ویلي، چې پاکستان د هند پنځه جنګي الوتکي نسکوري کړې دي. وړاندې تردې هندي چارواکو د خپلو جنګي الوتکو د نسکورېدو خبرونه رد کړي وو.

د هند د واکمن ګوند مهم غړي سبرامنین سوامي په یو پاډکاسټ کې د خبرو پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د می میاشت په لومړیو کې پر پاکستان د هند د بریدونو پرمهال پاکستاني ځواکونو د دغه هېواد پنځه الوتکي نسکورې کړې دي.

سبرامنین سوامي وویل: «پاکستان زموږ پنځه الوتکې رانسکورې کړې. هغه الوتکې چې پاکستان ته ورکړل شوي، ډیر ښه فعالیت لري. د فرانسې الوتکې «رافیل» هغومره ښې نه وې او هماغو پاکستاني الوتکو زموږ پنځه الوتکې وویشتې.»

هند تر اوسه په رسمي توګه د پاکستاني ځواکونو له خوا د الوتکو رانسکوریدل نه دي منلي، خو د می میاشتې په ۹مه نېټه د هند د هوايي ځواکونو قوماندان د یو خبري کنفرانس پرمهال د الوتکو د نسکوریدو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: «زیانونه د جګړې برخه ده، زه تردې زیات څه نه شم ویلی ځکه دا معلومات د مقابل لوري په ګټه تمامیږي.»

سره له دې چې د پاکستان حکومت او پاکستاني رسنۍ د هند او پاکستان د شخړې پرمهال د هند د پنځو جنګي الوتکو د رانسکورولو اعاوې کړې، خو په دې تړاو یې واضیح ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.