• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني وايي چې اسراییل ته د وسلو راتلونکې لېږد د غزې وضعیت پورې اړه لري

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT+۱

د جرمني د بهرنيو چارو وزير، يوهان ويدفول، د جمعې په ورځ وويل چې هېواد به يې د غزې د بشري وضعيت پر بنسټ اسراییل ته د وسلو د نوي لېږد په اړه پرېکړه وکړي.

هغه وويل چې د اسرایيل کړنې په غزه کې د نړيوالو بشري قوانينو سره سمون لري که نه، دا به د ارزونې موضوع وي. که اړتيا وي، نو د دې ارزونې پر بنسټ به نورې وسلې لېږدول ومنل شي.

ويدفول زياته کړه چې اسرایيل بايد د خپلو ګواښونو په وړاندې د ځان دفاع کولو حق ولري، په ځانګړي توګه د حوثي، حزب‌الله او ايران له لوري. خو هغه ټينګار وکړ چې دا ملاتړ بې قيد او شرط نه دی او د حکومتونو کړنې بايد د نړيوال قوانينو سره سمون ولري.

د غزې د بشري وضعيت په اړه د نړيوالې ټولنې اندېښنې زياتې شوې دي. د غزې د روغتيا وزارت په وينا، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهيسې تر ۳۹ زره زيات کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د غزې په ټولو سيمو کې قحطي خپره شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پولېنډ د افغانانو په ګډون د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره په پښتو ژبه کمپاین پیل کړ

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۲۰:۵۰ GMT+۱

د پولېنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي په خپله اېکس‌پاڼه کې اعلان کړی چې د افغانانو په ګډون یو د شمېر هېوادونو د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره د پوهاوي کمپاین پیل شوی دی.

نوموړي په پښتو ژبه د جمعې په ورځ (غبرګولي ۹مه) له یوې خپرې کړې ویډیوه سره لیکلي: «پولېنډ په موثره توګه خپلې پولې ساتي.» افغانستان ایتوپیا، اریتریا، سومالیا، پاکستان او مصر هغه هېوادونو دي چې پولېنډ یې پر وړاندې د کډوالۍ د مخنیوي کمپاین اعلان کړ.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د انساني قاچاق کوونکو پر وړاندې به مبارزه وکړي او د هغو کسانو د نیول‌کېدو خبرداری یې ورکړی چې په دې کار کې ښکېل دي.

ناقانونه کډوالو ته په دې پښتو ویډيو کې ویل شوي، چې پولېنډ د کډوالۍ او پناه‌غوښتنې قانون سخت کړی: «پر پوله جدي او برېښنايي الې تړل شوي، په زرګونه پوځيان ځای پر ځای شوي او د کډوالۍ قانون نور هم سخت شوی دی. څوک چې انساني قاچاق کوي او د ناقانونه تګ‌راتګ هڅه کوي موږ يې پر وړاندې مبارزه کوو او هغوی به ونیول شي.»

د پولېنډ حکومت خبر ورکړی چې د ناقانونه کډوالو د پوهاوي څخه یې موخه دا ده ترڅو وښيي چې اروپا ته ناقانونه تګ خطرناک او د قانون خلاف دی. یاد هېواد همداراز ټينګار کړی چې له پولو د ناقانونه تېرېدو مخنیوی به وکړي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم ګڼ شمېر افغانان د خطرناکو لارو نه په ناقانونه توګه ځانونه اروپا ته روان شول او ان په لاره کې ډېری ځواناو خپل ژوند بایلود او دا لړۍ همداسې دوام لري.

ترکیه کې د طالبانو سفیر د خپل عربي اماراتو د سیال سره د سیاسي اړیکو پر زياتوالي خبري کړي

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۱ GMT+۱

په ترکیه کې د طالبانو سفارت د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سفير محمد زبیر ودان د متحده عربي اماراتو له سفير سعید ثاني الهاظري سره د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو په اړه خبري کړي.

طالبانو ویلي، چې په دې لیدنه کې د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو په اړه هم بحث شوی.

طالبانو د دې لېدنې نور جزيات نه دي ورکړي.

متحده عربي امارت په پرله پسې ډول د طالبانو سره د اړیکو د زياتېدو او ساتلو هڅې کوي.

متحده عربي امارت د سعودي عربستان او پاکستان تر څنګ یو له هغو هېوادونو څخه و، چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې يې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژاند.

په ۲۰۲۲ کال کې د متحده عربي امارتو یوه هوایي شرکت له طالبانو سره د هرات، کابل او کندهار د هوايي ډګرونو د اداره کولو تړون هم لاسلیک کړ.

یاده دې وي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته طالب مشرانو پرله پسې متحده عربي اماراتو رسمي او غیري رسمي سفرونه کړي.

ټرمپ د ناټو مشرۍ کې د امریکايي جنرال د دوام پرېکړه وکړه

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې چې د ناټو د اروپايي ځواکونو د لوړې قومندې مشر به لا هم یو امریکايي جنرال وي. دا پرېکړه د ناټو عمومي منشي مارک روټي ته په شخصي ډول وړاندې شوې ده.

د راپورونو له مخې، د دې موقف لپاره به جنرال الیکسس ګرينکويچ ټاکل کېږي چې د اوسني جنرال کریسټوفر کاولي ځای ناستی شي.

ټرمپ د اروپا د غړو هېوادونو څخه غوښتي چې د خپلو دفاعي بودیجو لوړولو ته ډېره توجه ورکړي، خو په ورته وخت کې د امریکا د ځواکونو احتمالي کمښت په اروپا کې هم بحث شوی دی.

دا ګام د ناټو د غړو هېوادونو لپاره د امریکا د ژمنتیا یو څرګنده نښه ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د اوکراین جګړې او اروپا کې امنیتي وضعیت نازک دی.

د سعودي خبرداری: که له امریکا سره اټومي تړون ونه شي پر ایران د اسراییل د برید احتمال شته

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۷:۱۵ GMT+۱

له ایران څخه یو شمېر نړۍوالو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې سعودي عربستان ایران ته خبرداری ورکړی چې که له امریکا سره د اټومي تړون خبرې جدي ونه نیول شي؛ نو ښايي اسراییل پر ایران برید وکړي.

د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان د تېرې اپرېل میاشتې په ۱۷مه تهران ته سفر وکړ او هلته یې د ایران د حکومت رهبر ایت‌الله علي خامنه‌یي ته د پاچا سلمان بن عبدالعزیز پیغام ورسوه.

د یاد سفر پر مهال، شهزاده خالد بن سلمان د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان، د پوځ د لوی درستیز محمد باقري او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره هم لیدلي.

د خلیجي هېوادونو او ایراني سرچینو پر بنسټ، سعودي عربستان ایران ته ویلي چې له امریکا سره د اټومي تړون موضوع دې جدي ونیسي، ځکه چې دا تړون کولی شي سیمه د یوې لویې جګړې له خطره وژغوري.

تر دې دمه نه سعودي عربستان او نه هم ایران د دې سفر او پیغام په اړه رسمي څرګندونې کړې دي؛ خو شنونکي وايي چې دا ډول خبرداری ښيي چې سیمه‌ییز هېوادونه د احتمالي جګړې د مخنیوي لپاره غیر رسمي هڅې کوي.

د هند د واکمن ګوند یو لوړ پوړي غړي ومنله چې پاکستان یې پنځه الوتکې نسکورې کړې دي

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د هند د واکمن ګوند «بي جي پي» مهم غړی سبرامنین سوامي ویلي، چې پاکستان د هند پنځه جنګي الوتکي نسکوري کړې دي. وړاندې تردې هندي چارواکو د خپلو جنګي الوتکو د نسکورېدو خبرونه رد کړي وو.

د هند د واکمن ګوند مهم غړي سبرامنین سوامي په یو پاډکاسټ کې د خبرو پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د می میاشت په لومړیو کې پر پاکستان د هند د بریدونو پرمهال پاکستاني ځواکونو د دغه هېواد پنځه الوتکي نسکورې کړې دي.

سبرامنین سوامي وویل: «پاکستان زموږ پنځه الوتکې رانسکورې کړې. هغه الوتکې چې پاکستان ته ورکړل شوي، ډیر ښه فعالیت لري. د فرانسې الوتکې «رافیل» هغومره ښې نه وې او هماغو پاکستاني الوتکو زموږ پنځه الوتکې وویشتې.»

هند تر اوسه په رسمي توګه د پاکستاني ځواکونو له خوا د الوتکو رانسکوریدل نه دي منلي، خو د می میاشتې په ۹مه نېټه د هند د هوايي ځواکونو قوماندان د یو خبري کنفرانس پرمهال د الوتکو د نسکوریدو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: «زیانونه د جګړې برخه ده، زه تردې زیات څه نه شم ویلی ځکه دا معلومات د مقابل لوري په ګټه تمامیږي.»

سره له دې چې د پاکستان حکومت او پاکستاني رسنۍ د هند او پاکستان د شخړې پرمهال د هند د پنځو جنګي الوتکو د رانسکورولو اعاوې کړې، خو په دې تړاو یې واضیح ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.