په اسلاماباد کې پېژندل شوې ټيک ټاکره ثناء یوسف په ډزو سره وژل شوې ده

د پاکستان په پلازمېنې اسلاماباد کې پېژندل شوې ۱۷ کلنه ټیک ټاکره او یوټیوبره ثناء یوسف د ناپېژندو کسانو له خوا وژل شوې ده. جیونیوز د پولیسو د سرچینو له قوله ویلي، چې دا پېښه د اسلاماباد په تهانه سنبل سیمه کې رامنځته شوې ده.