• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ای پي اېل پایلوبه؛ پنجاب کینګز او بنګلور لوبډلې د خپلې لومړنۍ اتلولۍ لپاره بخت ازمايي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۱۴ GMT+۱

د ۲۰۲۵ کال د هند غوره لیګ کرېکټ سیالیو پایلوبه نن سې شنبه د احمداباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې تر سره کېږي او پنجاب کینګز او رویال چلنجر لوبډلې د جام ګټلو لپاره خپل بخت ازمايي.

د پنجاب کینګز او رویال چلنجر بنګلور لوبډلې ترمنځ د هند غوره لیګ وروستۍ لوبه نن ماښام ۷:۳۰ بجې د هند په ځايي وخت د احمداباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې تر سره کېږي.
دغه دواړه لوبډلې د کرېکټ نړۍ د غوره لوبغاړو په لرلو سره د یاد لیګ په نورو پړاونو کې تر پایلوبې رسېدلي و، خو تراوسه هېڅ یوې لوبډلې د یاد لیګ اتلولي نه ده ګټلې.
شري یاس ایر د پنجاب ګینګز لوبډلې لوبډلمشر دی او په خپل لوبډلمشرۍ کې یې تېرکال د کلکتې لوبډلې لپاره د هند غوره لیګ اتلولي وګټله.
په دغه لوبډله کې د هارنور سېنګ، ششنک او ماکس ټونېس ترڅنګ د افغانستان ملي لوبډلې غوره لوبغاړی عظمت الله عمرزی هم شتون لري.
نوموړي په سږنې ای پي اېل سیالیو کې تر دې مهاله د پنجاب کینګز لوبډلې لپاره د غوره توپ اچونې ترڅنګ د پام وړ توپ وهنه هم ترسره کړې ده.
رویال چلنجر بنګلور لوبډلې هم تر اوسه د هند غوره لیګ سیالیو اتلولي نه ده ګټلې او په یاده لوبډله کې د ویرات کهولي تر څنګ مینک اګروال، ټېم ډېوېډ، کرونال پانډیا، لیام لیوینګسټون سواستیک چیکارا په څېر د نړۍ غوره لوبغاړي شتون لري او نن د پنجاب کینګز لوبډلې په وړاندې د اتلولۍ جام ګټلو لپاره خپل بخت ازمايي.
که څه هم د سږني ای پی اېل سیالیو په ګروپي پړاو کې دواړو لوبډلو خورا د پام وړ لوبې نندارې ته وړاندې کړې، خو د کرېکټ تبصره کوونکي وايي چې د پایلوبې ګټلو په اړه ورته وړاندوینه سخته ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

ذکیه خدادادي د برازیل نړیوالو پاراتکواندو سیالیو کې د برونز مډال وګاټه

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۱

افغانه پاراتکواندو لوبغاړې ذکیه خدادادي وتوانېده چې د برازیل په ریو ښار کې د «ریو اوپن جي۲» نړیوالو سیالیو کې د برونز مډال خپل کړي. نوموړې دا بری د پنجشنبې په ورځ د یوه انسټاګرام پیغام له لارې له خلکو سره شریک کړی.

هغې ویلي، « دا مډال یوازې زما نه دی، دا د ټولو هغو افغان ښځو لپاره دی چې له ټولو ستونزو سره سره، لا هم ولاړې دي».

خدادادي زیاته کړه: « کېدای شي له خنډونو سره مخ شو، خو هېڅکله به تسلیم نه شو. موږ به بېرته راپورته کېږو».

ذکیه خدادادي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان څخه ووتله او اوس مهال په فرانسه کې ژوند کوي.

هغې له دې مخکې هم د ۲۰۲۴ کال د پاریس پارالمپیک سیالیو کې د کډوالو د نړیوال ټیم په استازیتوب ګډون کړی و او هلته یې هم د برونز مډال وګاټه. دا د کډوالو نړیوال ټیم لپاره په المپیک کې لومړنی تاریخي مډال و.

ذکیه اوس په خپلې نوې لاسته راوړنې سره د افغان ښځو د ځواک، نه تسلیمېدو او الهام بښنې نښه ګرځېدلې ده ، په ځانګړې توګه د هغو ښځو لپاره چې د طالبانو تر واک لاندې، له ورزش، زده کړو او ټولنیز ژوند څخه محرومې پاتې دي.

د کرکټ یوې مخکښې وېبپاڼې راشدخان د نړۍ غوره کرکټ لوبغاړی بللی

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۷ GMT+۱

په داسې حال کې چې د شل‌اوریز کرکټ په نړۍ کې توپ وهونکي زیاتره وخت د اتلولیو اصلي ستوري ګڼل کېږي، یو افغان توپ اچوونکي راشد خان دغه تګلاره له ننګونو سره مخ کړې. نوموړی نه یوازې د نړۍ تر ټولو مخکښ ویکټ‌اخیستونکی دی، بلکې د یو شمېر مهمو لیګونو د اتلولیو مهم عنصر هم پاتې شوی.

راشد خان، چې اوس مهال د نړیوالو شل‌اوریزو سیالیو تر ټولو ډېرې ۴۷۳ ویکټې لري، په ۶،۶۰ اقتصادي نرخ سره لوبې کړې، او دا شمېرې د یو داسې فارمېټ لپاره بې‌ساري بلل کېږي چې زیات تمرکز پکې پر توپوهنه وي.

په نړیواله کچه د اي ایس پي این کرکټ اینفو د کرکټ ۲۵ غوره شل‌اوریزو لوبغاړو په یوه تازه تحلیل کې، یوازې پنځه بالرانو ته ځای ورکړل شوی، خو راشد خان نه یوازې د دې لیست په سر کې راغلی، بلکې یوازینی بالر دی چې دومره لوړې کچې ته رسیدلی.

راشد خان تر دې دمه په شپږو نړیوالو لیګونو کې له ۲۰ زیاتې لوبې کړې او یوازې په یوه کې یې د هر اور منډې له اوو پورته شوې دي.

نوموړي د هند لیګ د حېدراباد لپاره په ۶،۳۳ اقتصادي نرخ په پنځو فصلونو کې ۹۳ ویکټې واخیستې.

د کرکټ شنونکي وايي چې راشد خان لګ‌سپین توپ‌اچونې ته یو نوی لوری ورکړی.

د راشد تخنیکي توپیرونه لکه غیر معمولي اکشن، د ګوتو له پاسه توپ نیونه او سرعت هغه یو بې‌ساری توپ اچوونکی ګرځولی.

کرکټ اینفو وايي، د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ، راشد په ۲۶ نړیوالو سیالیو کې یوازې په دوو کې د ۲۵ نه لوړ ویکټ‌اوسط درلود.

که څه هم عام باور دا دی چې توپ وهونکي لوبې او جامونه ګټي، د راشد خان شتون دا دودیز درک بدل کړی.

د پېښور د بوکس نړیوالو سیالیو کې افغان ښځینه سوک وهونکیو ګډون کړی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱

په پېښور کې د نړیوالې کچې بوکس سیالۍ ترسره شوې چې د پاکستان، افغانستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو له ۴۰ زیاتو نارینه او ښځینه بوکسرانو پکې برخه اخېستې ده. په دغو سیالیو کې افغان ښځینه بوکسرې نازنین جویا له خپلې پاکستانۍ سیالې هدیه کمال خان نه سیالي وګټله.

جویا افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه د یوې پاکستانۍ ښځینه بوکسرې ترڅنګ د نورو هېوادونو له بوکسرانو سره هم سیالي لري. نوموړې خپله یوه سیالي ګټلې ده.

د سیالیو تنظیموونکو وویل چې دا ډول نړیوالې سیالۍ نه یوازې د سیمه‌ییزو ورزشکارانو تر منځ اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د سولې، همکارۍ او د سپورټ د ودې لپاره یو مثبت پیغام هم لري.

ډېری هغه افغان ورزشکاران چې په هېواد کې د ورزشونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله له افغانستان څخه وتلي، اوس په پاکستان کې خپل ورزش ته دوام ورکوي.

طالبانو په خپله دویمه واکمنۍ کې هم د ښځو پر زده کړو، کار، ورزش او سفرونو سخت بندیزونه لګولي دي. ملګرو ملتونو دغه حالت ته د «جنسیتي اپارټایډ» نوم ورکړی دی.

افغانستان کې ګڼې مېرمنې د طالبانو د دغو سختو محدودیتونو له کبله کړاوونه ګالي او ځینې مجبورې شوې چې خپل هېواد پرېږدي.

کافا جام سیالۍ؛ افغانستان تېره ورځ د ترکمستان پر وړاندې ماتې وخوړه

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۱

د افغانستان ۱۷ کلنو د فوټبال ملي لوبډلې د کافا جام سیالیو په لړ کې تېره ورځ د ترکمنستان پر وړاندې د ۱-۰ په توپیر ماتې وخوړه.

دغه لوبه تېره ورځ د تاشکند په کوربه‌توب ترسره شوه.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله په دغه سیالیو کې په بي ګروپ کې د ترکمنستان او تاجکستان لوبډلو سره هم ډله ده.

افغان لوبډله به د دغو سیالیو په لړ کې (د غبرګولې په ۷مه نېټه) په خپله دویمه لوبه کې د تاجکستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.

په کافا جام سیالیو کې د افغانستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان لوبډلو برخه اخیستې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان لوبډلې د کافا جام د تېرو سیالیو اتلولي خپله کړې وه.

د افغانستان ملي لوبغاړي په ترکیه کې د موی تای په نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۹ GMT+۱

د افغانستان د موی تای ملي لوبډله د موی تای په نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي. په دغه سیالیو کې له افغان لوبډلې دوه لوبغاړي، یوه روزونکې او یو ریفري (قضاوت کوونکی) ګډون کوي.

یادې سیالۍ د ترکیې په کوربه‌توب د انتالیا په ښار کې د روان کال د مئ میاشتې له ۲۳مې نېټې څخه پیل او تر ۳۰مې نېتې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې به صلاح الدین صالح میرزایي د ۶۰کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې او غلام نبي محمدي به د ۶۳.۵ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د خپلو سیالانو په وړاندې د افغانستان استازیتوب وکړي.

له دغو ورزشکارانو سره، سمیرا محمدي د روزونکې په توګه او عیسی احمدي چې د افغانستان د موی‌تای فدراسیون عمومي منشي هم دی، د ټیم په ترکیب کې شامل دي.

همدارنګه احمدي به په دغه سیالیو کې د یوه قاضي (ITO) په توګه قضاوت کوي.

د ۲۰۲۵ کال د موی‌تای نړۍوالې سیالۍ چې له ۱۰۰ هېوادونو څخه د شاوخوا ۶۳۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره کېږي، د دغې ورزشي رشتې له مهمو نړۍوالو سیالیو څخه شمېرل کېږي.