پاکستاني رسنۍ:د سیمهییز ادغام او سوداګریزې ودې لپاره باید افغانستان کې ترهګرې ډلې ختمې شي

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوې سرمقاله کې لیکلي، سیمهییز ادغام او سوداګري هغه وخت وده او پرمختګ کولای شي چې د افغانستان خاوره له ترهګرو ډلو څخه پاکه شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوې سرمقاله کې لیکلي، سیمهییز ادغام او سوداګري هغه وخت وده او پرمختګ کولای شي چې د افغانستان خاوره له ترهګرو ډلو څخه پاکه شي.
ورځپاڼې د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو ډیپلوماتیکو پرمختګونو او په اسلام اباد کې د دغه ډلې استازي ته د سفیر درجې ورکولو ته په اشارې سره کاږلي، چې د دغه هیلهمندۍ لامل دا دی چې پاکستان او طالبان د چین په منځګړتوب ډیپلوماتیکې اړیکې د ښه کولو په لور بیایي.
په سرمقاله کې راغلي، «که څه هم دغه اقدامات د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي؛ خو په کابل کې واکمن رژیم د نړۍوالې پېژندنې په لور ګامونه او د پاکستان او طالبانو په اړیکو کې د پام وړ پرمختګ په ډاګه کوي.»
ورځپاڼه زیاتوي، په اړیکو کې دغه ناڅاپي ښه والی تر ډېره د چین د ډیپلوماسۍ کار ښکاري؛ په داسې حال کې چې روسیې په مسکو کې د طالبانو سفیر منلی دی او چین لومړنی هېواد و، چې د ۲۰۲۴کال په جنورۍ کې یې په بیجېنګ کې د طالبانو د استازي باورلیک ومانه.
دا د چین، متحده عربي اماراتو او ازبکستان سره یوځای پاکستان څلورم هېواد شو، چې په کابل کې خپل سفیر لري.
ورځپاڼې لیکي، چې د چین لپاره د اقتصادي او امنیتي دلایلو له امله د طالبانو سره اړیکې ساتل مهم دي. بیجېنګ په افغانستان کې څو مېلیون ډالره پانګونه لري.
د دغه پاکستانۍ ورځپانې په وینا؛ دغه پرمختګونه د پاکستان په ګټه دي، ښایي د چین سره د درې اړخیزې بڼې په برخه کې کار وکولای شي د طالبانو سره د پاکستان امنیتي اندېښنې او په ځانګړې توګه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو حضور ته په پام سره هغه پیغام پراخ کړي، چې دغه هېواد یې په دوه اړخیزه توګه رسول غواړي.
ډان ورځپاڼه د مشورې په بڼه وایي، پاکستان د چین او نورو سیمهییزو هېوادونو سره یوځای باید پر طالبانو ټینګار وکړي چې سیمهییز ادغام او سوداګري یوازې هغه وخت وده کولای شي، چې د افغانستان خاوره د وسلهوالو ډلو څخه پاکه شي.


د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د تغذیې تر ټولو بد ناورین سره مخ دی. په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام استازي او مشر جان ایلیف په وینا؛ په دغه هېواد کې ماشومان تر ټولو ډېر له دغه ناورین څخه اغېزمن دي.
هغه د یوه بهرني تلویزون ورلډ ټوډې سره په یوه مرکه کې وویل، ماشومان د لوږې له ناورین څخه تر ټولو ډېر اغېزمنېږي او له بده مرغه دوی تر ټولو ډېر زیانمنېږي.
د ملګرو ملتونو د وروستیو شمېرو پر بنسټ؛ تمه کېږي چې په افغانستان کې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ۳.۵مېلیونه ماشومان به د روان کال تر پایه د خوارځواکۍ سره مخ شي؛ دغه شمېره د تېر کال پرتله نیم مېلیون زیاته شوې ده.
هغه دغه وضعیت په افغانستان کې د خوارځواکۍ تر ټولو سخت او بې ساری ناورین بللی او زیاته کړې یې ده، چې ډېری کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو په هڅه کې خپل ماشومان د ښوونځي پرځای د کار کولو لپاره بازار ته لېږي.
د بشري چارو کارپوهان وایي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د ناورین اصلي لاملونه د دوامداره مرستو نشتوالی، مخ پر زیاتېدونکې بېکاري، اقتصادي سقوط او سیاسي محدودیتونه دي.
ملګرو ملتونو له دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د بېړنیو مرستو پرته په افغانستان کې مېلیونونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښځو کمېټې د طالبانو له هغې پرېکړې ژوره اندېښنه ښودلې، چې له مخې یې په ننګرهار ولایت کې ښځینه خبریالانو ته له شرعي محرم پرته د کار ځای ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا ډول بندیزونه د ښځو پر اساسي حقونو ښکاره تېری دی او دا پرېکړه نه یوازې د بیان پر ازادۍ منفي اغېزې لري، بلکې د خبریالۍ په ډګر کې د ښځو حضور محدودوي.
د دې سازمان د ښځو کمېټې په دې خبرپاڼه کې همداراز ټینګار کړی، چې ښځینه خبریالانو له ټولو امنیتي ګواښونو، ټولنیزو فشارونو او محدودیتونو سره-سره، د ښځو او نورو زیانمنو قشرونو د غږ انعکاس ته ژمن پاتې شوي، خو دا ډول پالیسۍ به ورو ورو هغوی له رسنیز فعالیت څخه وشړي.
د خبرپاڼې له مخې: «موږ له طالبانو غواړو چې د تبعیضي او استبدادي محدودیتونو پر ځای، د ښځو د برابر ګډون او درناوي فرهنګ ته زمینه برابره کړي؛ ځکه دا لړۍ نه یوازې د ښځو پر ژوند او ازادۍ ناوړه اغېز کوي، بلکې افغانستان نوره هم د نړۍوالې ټولنې له سترګو غورځوي.»
یاد سازمان د نړۍوالو بشري حقونو له بنسټونو، د بیان ازادۍ له ملاتړو سازمانونو، نړۍوالې ټولنې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له دفترونو غوښتنه کړې، چې د دا ډول "ښځینه ځپونکو" پالیسیو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د ښځو لپاره په رسنیزه برخه کې د ازاد، خوندي او اغېزمن حضور ملاتړ وکړي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښځو کمېټې تر هغه وروسته په دې تړاو اندېښنه څرګنده کړې، چې په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست او په دغه ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول د رسنیو مسوولانو ته ویلي، چې ښځینه خبریالانې نه شي کولی چې له محرم پرته دندو ته ولاړې شي.
د رسنیو ځینې مسوولان دا محدودیتونه له دندې د ښځینه خبریالانو د منع کولو هڅه بولي.
طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، پر ښځو یې یو لړ پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د دغو بندیزونو په ترڅ کې ښځینه خبریالانې، ښوونکې، محصلینې، د دولت پخوانۍ کارکوونکې او نورې فعالې ښځې له خپل مسلکي او ټولنیز ژوند څخه منزوي شوې دي.
طالب چارواکو له عمومي کارونو، اوږدو سفرونو، زده کړو او ان د پارکونو او حمامونو له تګ څخه د ښځو مخه نیولې او دا ټول د "شرعي محرم" او "اسلامي ارزښتونو" تر عنوان لاندې توجیه کوي.
د رسنیو برخه هم له سختو محدودیتونو سره مخ شوې او له ښځینه خبریالانو سره ځانګړې سختۍ کېږي.
دا محدودیتونه نه یوازې د ښځو پر اساسي حقونو ژور اغېز کوي، بلکې د بیان پر ازادۍ، معلوماتو ته د خلکو پر لاسرسي او د ټولنې پر شفافیت هم منفي سیوری غوړولی دی.
د نړۍوالو سازمانونو په باور، دا ډول اقدامات د ښځو د ټولنیز حضور سیستماتیک حذف ته زمینه برابروي او افغانستان نور هم له نړۍوالې ټولنې څخه منزوي کوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان او ایران ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې نوې بڼې ته داخلې شوي، د ایران د خراسان جنوبي ولایت چارواکي وایي چې افغان پانګهوال اوس د ماهیرود له لارې د رغنیزو او سوداګریزو پروژو لپاره عملي اقدامات پیل کړي.
د راپورونو پربنسټ، دا همکارۍ به وکولی شي چې دواړو لوریو ته د اقتصادي تحول دروازې پرانېزي.
د خراسان جنوبي د ځانګړې اقتصادي سیمې اجراییه رییس حسین زارعي وایي، چې په تېرو کلونو په ځانګړې توګه له هغه وخته چې د ماهیرود په پوله او د بیرجند په ځانګړې اقتصادي سیمه کې جدي فعالیتونه پیل شوي، د پام وړ پانګونې روانې دي او د دغو سیمو ظرفیتونه په چټکۍ سره تکمیل ته نږدې شوي دي.
زارعي زیاته کړه، چې د افغان پانګهوالو علاقهمندي ورځ تر بلې ډېریږي.
د خراسان جنوبي د والي په مشرۍ د سفرونو او لیدنو پر مهال، افغان پانګهوالو د ماهیرود له سرحدي سیمې او د بیرجند له ځانګړې اقتصادي زون څخه لیدنه کړې او هغوی د روغتونونو، هوټلونو او سوداګریزو کمپلکسونو د جوړولو لپاره د سرحدي سیمې په صفري نقطه کې د پانګونې علاقه ښودلې ده.
نوموړي وویل: «اوسمهال له ماهیرود سرحده هره ورځ ۷۰۰ تر ۸۰۰ ټنه صادرات ترسره کېږي، چې دا د افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د دې سرحد ارزښت ثابتوي. دا حجم صادرات په دې معنا دی چې په هېواد کې سلګونه تولیدي واحدونه له همدې پولې سره تړلي دي.»
زارعي د پانګونې د اسانتیاوو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې د ځانګړې اقتصادي سیمې دننه د جوازونو صدور یوازې ۷۲ ساعته وخت نیسي.
نوموړي دا یو مهم پرمختګ وباله، ځکه پانګهوال کولای شي پرته له اداري خنډونو خپل فعالیتونه پیل کړي.
همداراز، امکان شته چې سل سلنه بهرني ملکیت لرونکې کمپنۍ هم ثبت شي.
هغه ټینګار وکړ، چې خراسان جنوبي له افغانستان سره له درېیو سرحدي ولایتونو څخه یو دی.
که څه هم ماهیرود یوه نسبتا نوې سرحدي دروازه ده، خو د ښې طرحې او بنسټیزو اقداماتو له امله اوس په سیمهییز تجارت کې یو مهم ستراتیژیک موقعیت لري.
زارعي په پای کې څرګنده کړه: «موږ باید له افغان پانګهوالو سره د اقتصادي اړیکو پراخېدو ته دوام ورکړو او د ولایت ظرفیتونه په دوامدار ډول معرفي کړو. دا کار به د خراسان جنوبي ځای ټینګ کړي او له موجودو فرصتونو څخه به اغېزناکه ګټه پورته شي.»

ډيلي پارلمنټ ټایم په خپلې یوې مقاله کې لیکلي، چې د پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ درې اخیزې اړیکې یو ستراتیژیک فرصت برابروي، ترڅو د اوږدې مودې د کړکېچنو اړیکو پر ځای د اقتصادي اړیکو، سیمهییز ثبات او ګډې امنیتي همکارۍ پر بنسټ یو مثبت او همکارانه فصل پرانیزي.
پاکستان او افغانستان تل د ګډ کلتوري اړیکو او ستراتیژیک احتیاط په ګډ لړ کې پاتې شوي دي. که څه هم دواړه هېوادونه له جغرافیوي نږدې والي او پېړیو پېړیو د خلکو ترمنځ اړیکو څخه برخمن دي، خو بیا هم د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو مسایلو، امنیتي اندېښنو او سیاسي سیالیو له کبله ډېر کله په اختلاف کې پاتې شوي دي.
په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه وضعیت لا پېچلی شو، خو تازه پرمختګونه ښيي چې ښایي د دې خرابې فضا د ښه کېدو احتمال شته.
دغه احتمال تر هغه وروسته زیات شو، چې ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ په بېجینګ کې یوه غیر رسمي درې اړخیزه ناسته وشوه.
دغه خبرې د سیمهییزې یووالي او ډیپلوماټیکې عادي کېدنې لپاره نوې هیله راوپاروله، په ځانګړې توګه د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د افغانستان پراخېدو په اړه.
په داسې حال کې چې د باور کمښت او شکونه لاهم شته، چین د دې درې اړخیزې همکارۍ مخکښ دی چې دا کېدای شي د پاکستان او افغانستان د اړیکو لپاره یو بدلون وي.
په اصل کې د پاکستان-افغانستان اړیکې چې له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخ کړې، د امنیت موضوع ده.
پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د سرحدي ترهګرۍ په اړه اندېښنه څرګندوي، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د فعالیتونو په اړه چې ویل کېږي، د افغانستان خاوره یې مرکز دی.
په مقابل کې افغان حکومت د پاکستان د یو اړخیزو سرحدي اقداماتو په ځانګړې توګه د ډیورنډ کرښې د کټارو په اړه ناخوښي ښودلې، چې کابل یې رسمي سرحد نه ګڼي.
دغو دوه اړخیزو شکونو د باور او همکارۍ مخه نیولې ده.
خو چین د ډیپلوماټیکې هڅې له لارې دواړه لوري یو ځای کړي دي. په دې غونډه کې د پاکستان استازی دلومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ګډون درلود.
چین په دوه مهمو ټکو ټینګار وکړ: د "بیلټ اینډ روډ" پروژه کې د همکارۍ ژورول او په ګډه له ترهګرۍ سره مبارزه.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ټولو درې واړو خواوو ته وویل، چې باید د خپلو اندېښمنو ترهګرو پر ضد ګډ کار وکړي، چې په غېر مستقیم ډول د پاکستان د اوږدمهالو شکایتونو منل دي او طالبانو ته د تضمین غوښتنه ده.
پاکستان دا فرصت ګوري چې خپلې تګلارې ته بیا کتنه وکړي، ځکه پاکستان باور لري چې د افغانستان ثبات د خپل کورني امنیت لپاره ډېر مهم دی.
د پاکستان پر خاوره د افغان اړوند حملو د زیاتېدو له امله، اسلام اباد د سرحدي امنیت او د ترهګرۍ ضد همکارۍ ته ستر اهمیت ورکوي.
د شریکې اقتصادي ګټې، لکه د CPEC شتون، افغانستان ته یو ستراتیژیک هڅونکی عامل دی چې له پاکستان سره همکاري وکړي، خو طالبان باید یوازې غونډې جوړولو باندې بسنه ونه کړي، بلکې باید خپله داخلي امنیتي تګلاره هم له سره تنظیم کړي او په خپله خاوره کې د ترهګرۍ د مخنیوي ژمنې عملي کړي.
یوه بله مهمه خبره دا ده، چې د داسې درې اړخیزو تړونونو لپاره باید رسمي سندونه، ګډې اعلامیې یا پروتوکولونه جوړ شي، ځکه د تړونونو د نشتوالي له امله دا هڅې سیاسي بحرانونو یا د حکومتونو د بدلون له کبله اغېزمن کېدای شي.
د کډوالو مسله هم د پام وړ ده.
پاکستان لا هم د مېلیونونه افغان کډوالو کوربه دی، چې دې پورې ټولنیز او امنیتي اغېزې تړلې دي.
که چیرې په افغانستان کې وضعیت ښه شي، د پانګونې له لارې پرمختګ رامنځته شي، ښايي دا وضعیت د کډوالو رضاکاره راستنېدو لپاره زمینه برابره کړي، خو دا یوازې د سیاسي ثبات او ترهګرۍ د پای ته رسېدو پورې تړلی دی.
که څه هم دا درې اړخیزه همکاري یوه نوې هیله ده، خو لا هم د دې اړیکو اوږدمهاله ثبات ته د رسېدو لپاره ډېرې ننګونې پاتې دي.
د باور او همکارۍ فضا جوړول باید له ډېرو کلونو روانو منفي کیسو او شکونو څخه وتلي وي.
چین د منځګړیتوب په توګه کولای شي د دې ستونزو د حل لپاره یو معتدل او بې پرې لوبغاړی وي. د افغانستان له خوا د پاکستان سره د سفیر تبادله یوه مثبته نښه ده، چې د عادي کېدو لور ته لومړنی ګام بلل کېږي.
که دا اړیکې د استخباراتي همکاریو، په ډيورنډ کرښه د کمپوځي کولو او ټرانزیتي اسانتیاوو سره تعقیب شي، نو دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله مشارکت یو بنسټ جوړ کړي.
اوس پاکستان ته دا یوه موقع ده، چې د خبرو اترو له لارې خپل سرحدونه خوندي کړي او افغانستان ته د نړۍوالې پېژندنې، پرمختګ او ثبات دروازه پرانیزي.
په دې درې اړخیزه نوې همکارۍ کې بریا یا ناکامي په دې پورې تړلې ده، چې لوبغاړي څومره اراده لري او په خپله سیمه کې ګډو ګټو ته ژمن دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي پلاوي چې مشري یې د منځني ختیځ لپاره د بهرنیو چارو سکرتر سفیر شهریار اکبر خان کوله، نن په دمشق کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره وکتل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دا لیدنه د پاکستان او دمشق ترمنځ د اوږدمهاله دوستانه او تاریخي اړیکو په دوام کې ترسره شوه، چېرې چې دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو پر مختلفو برخو مفصلې خبرې وکړې، څو د متقابلو ګټو پر بنسټ شته اړیکې لا ژورې او پراخې شي.
په خبرو اترو کې دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او سیمهییزو مسایلو په ګډون د همکارۍ د نویو لارو چارو پر موندلو ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل اېکس کې لیکلي: «سفیر شهریار اکبرخان د پاکستان له لوري د سوریې د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړ او ویې ویل، چې اسلاماباد چمتو دی څو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ډیپلوماټیکو فورمونو له لارې له دمشق سره خپلې اړیکې نوره هم پراخې کړي.»
همداراز، دواړو خواوو توافق وکړ چې د لوړپوړو پلاویو ترمنځ د تګ راتګ او لیدنو کچه لوړه کړي، تر څو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره نوي امکانات و ارزول شي.