• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خالد حنفي: په «اسلام» کې د چا پر شخصي حریم د تېري اجازه نشته

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وزیر خالد حنفي وایي، چې په دین کې د چا پر شخصي حریم د تېري اجازه نشته. دغه وزارت پر اېکس پاڼه د ښاغلي حنفي په حواله لیکلي، چا ته هم اجازه نشته، چې د خلکو ګرځنده ټیلیفونو، جېبونو او کورنو کې د اجازې پرته لاسوهنه وکړي.

خالد حنفي په داسې حال د شخصي حریم د خوندیتوب خبرې کوي، چې هر ورځ په افغانستان کې د امر بالمعروف محتسبین په لارو او کوڅو کې د عامه خلکو موبایلونه پلټي او ځوانانو ته د هغو د ظاهري بڼې له امله سپکاوی کوي.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هر ورځ د دغه ډلې وسله‌وال د عامه خلکو کورونه د هغوی له اجازې پرته پلټي او دا کار د خپل ځان لپاره د یوه جواز په توګه ګني.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

د سویډن کمېټه: نړۍوالو بندیزونو او د طالبانو محدودیتونو د افغانستان خلک اغېزمن کړي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پیوستون کمیټه چې پخوا یې د «د سویډن کمیټې» په نوم فعالیت کاوه وایي، چې نړۍوالو بندیزونو او د طالبانو محدودیتونو د افغانستان خلک اغېزمن کړي دي.

دغه کمیټه وایي، د طالبانو له‌خوا د ښځو پر تعلیم بندیز او په ټولنه کې یې د ګډون په اړه محدودیتونه د دوی له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه ده.

دغې کمیټې په خپله کلنۍ غونډه کې د سویډن له حکومته غوښتي، چې د افغانستان سره د نړۍوالو مرستو د کمېدو په صورت کې دې د بشري مرستو پروګرامونو په اړه اقدام وکړي او د افغانانو د ژوند، روغتیا او زده‌کړو حق ملاتړ وکړي.

دغه کمېټې په طالبانو غږ کړی، چې د افغانانو په وړاندې مسوولیت لري او باید د عامه خدمتونو پراختیا ته لومړیتوب او د نجونو او ښځو حقونو او ازادیو ته درناوی وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي:« د افغانستان خلک له فقر او ظلم څخه ځورېږي. پاکستان او ایران په مېلیونونو کډوال بېرته ستنېدو ته اړ باسي، چې دغې چارې د دوی وضعیت لا پسې خراب کړی دی. سلګونو زره کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې د دوی لپاره دغه سرچینې کافي نه دي. د هېواد نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او مېلیونونه وګړي اساسي عامه خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. د اقلیم بدلون اغېزې هم په زیاتېدونکې توګه څرګندېږي.»

دغې کمیټې خبرداری وکړی، چې ګڼ شمېر مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره خپلې مالي مرستې کموي او د امریکا حکومت له‌خوا په مالي مرستو کې ناڅاپي کمښت به ویجاړونکي پایلې ولري او اټکل کېږي، چې سږکال به په افغانستان کې په مېلیونونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د افغانستان لپاره د پیوستون کمیټې ویلي، چې سویډن نشي کولای په دې برخه کې بې غوره پاتې شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په راتلونکې میاشت کې د افغانستان په اړه ناسته لري

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې میاشتې په لومړیو ورځو کې د افغانستان په اړه ناسته لري. دغه ناسته به د (چنګاښ میاشتې په ۲مه نېټه او د جون په ۲۳مه نېټه) جوړه شي.

د امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان ته د بشري مرستو چمتو کول به د راتلونکې ناستې اصلي موضوع وي.

تمه کېږي، چې په دغه ناسته کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا هم وینا وکړي.

د اغلې اوتنبایوا ترڅنګ په د ملګرو ملتونو د ښځو اجرایوي څانګې مشره سیما بحوت او د بشري چارو د همغږۍ دفتر یو لوړپوړی چارواکی هم په دغه ناسته کې وینا وکړي.

پاکستاني رسنۍ:د سیمه‌ییز ادغام او سوداګریزې ودې لپاره باید افغانستان کې ترهګرې ډلې ختمې شي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوې سرمقاله کې لیکلي، سیمه‌ییز ادغام او سوداګري هغه وخت وده او پرمختګ کولای شي چې د افغانستان خاوره له ترهګرو ډلو څخه پاکه شي.

ورځپاڼې د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو ډیپلوماتیکو پرمختګونو او په اسلام اباد کې د دغه ډلې استازي ته د سفیر درجې ورکولو ته په اشارې سره کاږلي، چې د دغه هیله‌مندۍ لامل دا دی چې پاکستان او طالبان د چین په منځګړتوب ډیپلوماتیکې اړیکې د ښه کولو په لور بیایي.

په سرمقاله کې راغلي، «که څه هم دغه اقدامات د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي؛ خو په کابل کې واکمن رژیم د نړۍوالې پېژندنې په لور ګامونه او د پاکستان او طالبانو په اړیکو کې د پام وړ پرمختګ په ډاګه کوي.»

ورځپاڼه زیاتوي، په اړیکو کې دغه ناڅاپي ښه والی تر ډېره د چین د ډیپلوماسۍ کار ښکاري؛ په داسې حال کې چې روسیې په مسکو کې د طالبانو سفیر منلی دی او چین لومړنی هېواد و، چې د ۲۰۲۴کال په جنورۍ کې یې په بیجېنګ کې د طالبانو د استازي باورلیک ومانه.

دا د چین، متحده عربي اماراتو او ازبکستان سره یوځای پاکستان څلورم هېواد شو، چې په کابل کې خپل سفیر لري.

ورځپاڼې لیکي، چې د چین لپاره د اقتصادي او امنیتي دلایلو له امله د طالبانو سره اړیکې ساتل مهم دي. بیجېنګ په افغانستان کې څو مېلیون ډالره پانګونه لري.

د دغه پاکستانۍ ورځپانې په وینا؛ دغه پرمختګونه د پاکستان په ګټه دي، ښایي د چین سره د درې اړخیزې بڼې په برخه کې کار وکولای شي د طالبانو سره د پاکستان امنیتي اندېښنې او په ځانګړې توګه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو حضور ته په پام سره هغه پیغام پراخ کړي، چې دغه هېواد یې په دوه اړخیزه توګه رسول غواړي.

ډان ورځپاڼه د مشورې په بڼه وایي، پاکستان د چین او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو سره یوځای باید پر طالبانو ټینګار وکړي چې سیمه‌ییز ادغام او سوداګري یوازې هغه وخت وده کولای شي، چې د افغانستان خاوره د وسله‌والو ډلو څخه پاکه شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان له بد تغذیوي وضعیت سره مخ دی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۴۱ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د تغذیې تر ټولو بد ناورین سره مخ دی. په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام استازي او مشر جان ایلیف په وینا؛ په دغه هېواد کې ماشومان تر ټولو ډېر له دغه ناورین څخه اغېزمن دي.

هغه د یوه بهرني تلویزون ورلډ ټوډې سره په یوه مرکه کې وویل، ماشومان د لوږې له ناورین څخه تر ټولو ډېر اغېزمنېږي او له بده مرغه دوی تر ټولو ډېر زیانمنېږي.

د ملګرو ملتونو د وروستیو شمېرو پر بنسټ؛ تمه کېږي چې په افغانستان کې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ۳.۵مېلیونه ماشومان به د روان کال تر پایه د خوارځواکۍ سره مخ شي؛ دغه شمېره د تېر کال پرتله نیم مېلیون زیاته شوې ده.

هغه دغه وضعیت په افغانستان کې د خوارځواکۍ تر ټولو سخت او بې ساری ناورین بللی او زیاته کړې یې ده، چې ډېری کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو په هڅه کې خپل ماشومان د ښوونځي پرځای د کار کولو لپاره بازار ته لېږي.

د بشري چارو کارپوهان وایي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د ناورین اصلي لاملونه د دوامداره مرستو نشتوالی، مخ پر زیاتېدونکې بې‌کاري، اقتصادي سقوط او سیاسي محدودیتونه دي.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د بېړنیو مرستو پرته په افغانستان کې مېلیونونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د خبریالانو ملاتړ سازمان د ښځو کمېټې له محرم پرته د ښځینه خبریالانو پر تګ راتګ بندیز غندلی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښځو کمېټې د طالبانو له هغې پرېکړې ژوره اندېښنه ښودلې، چې له مخې یې په ننګرهار ولایت کې ښځینه خبریالانو ته له شرعي محرم پرته د کار ځای ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا ډول بندیزونه د ښځو پر اساسي حقونو ښکاره تېری دی او دا پرېکړه نه یوازې د بیان پر ازادۍ منفي اغېزې لري، بلکې د خبریالۍ په ډګر کې د ښځو حضور محدودوي.

د دې سازمان د ښځو کمېټې په دې خبرپاڼه کې همداراز ټینګار کړی، چې ښځینه خبریالانو له ټولو امنیتي ګواښونو، ټولنیزو فشارونو او محدودیتونو سره-سره، د ښځو او نورو زیان‌منو قشرونو د غږ انعکاس ته ژمن پاتې شوي، خو دا ډول پالیسۍ به ورو ورو هغوی له رسنیز فعالیت څخه وشړي.

د خبرپاڼې له مخې: «موږ له طالبانو غواړو چې د تبعیضي او استبدادي محدودیتونو پر ځای، د ښځو د برابر ګډون او درناوي فرهنګ ته زمینه برابره کړي؛ ځکه دا لړۍ نه یوازې د ښځو پر ژوند او ازادۍ ناوړه اغېز کوي، بلکې افغانستان نوره هم د نړۍوالې ټولنې له سترګو غورځوي.»

یاد سازمان د نړۍوالو بشري حقونو له بنسټونو، د بیان ازادۍ له ملاتړو سازمانونو، نړۍوالې ټولنې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له دفترونو غوښتنه کړې، چې د دا ډول "ښځینه ځپونکو" پالیسیو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د ښځو لپاره په رسنیزه برخه کې د ازاد، خوندي او اغېزمن حضور ملاتړ وکړي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښځو کمېټې تر هغه وروسته په دې تړاو اندېښنه څرګنده کړې، چې په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست او په دغه ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول د رسنیو مسوولانو ته ویلي، چې ښځینه خبریالانې نه شي کولی چې له محرم پرته دندو ته ولاړې شي.

د رسنیو ځینې مسوولان دا محدودیتونه له دندې د ښځینه خبریالانو د منع کولو هڅه بولي.

طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، پر ښځو یې یو لړ پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د دغو بندیزونو په ترڅ کې ښځینه خبریالانې، ښوونکې، محصلینې، د دولت پخوانۍ کارکوونکې او نورې فعالې ښځې له خپل مسلکي او ټولنیز ژوند څخه منزوي شوې دي.

طالب چارواکو له عمومي کارونو، اوږدو سفرونو، زده کړو او ان د پارکونو او حمامونو له تګ څخه د ښځو مخه نیولې او دا ټول د "شرعي محرم" او "اسلامي ارزښتونو" تر عنوان لاندې توجیه کوي.

د رسنیو برخه هم له سختو محدودیتونو سره مخ شوې او له ښځینه خبریالانو سره ځانګړې سختۍ کېږي.

دا محدودیتونه نه یوازې د ښځو پر اساسي حقونو ژور اغېز کوي، بلکې د بیان پر ازادۍ، معلوماتو ته د خلکو پر لاسرسي او د ټولنې پر شفافیت هم منفي سیوری غوړولی دی.

د نړۍوالو سازمانونو په باور، دا ډول اقدامات د ښځو د ټولنیز حضور سیستماتیک حذف ته زمینه برابروي او افغانستان نور هم له نړۍوالې ټولنې څخه منزوي کوي.