• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپینه ماڼۍ: که ایران د امریکا وړاندیز ونه مني، نو له ناوړه پایلو سره به مخ شي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویټ وایي، چې امریکا ایران ته ډېر ښه او د منلو وړ وړاندیز کړی او نوموړې خبرداری ورکوي: «که ایران د امریکا دغه وړاندیز و نه مني، نو له جدي پایلو سره به مخ شي او دا هغه څه دي چې ولسمشر په ځلونو پرې ټینګار کړی دی.»

لویټ د هغې پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه، چې ګواکې امریکا ایران ته داسې وړاندیز کړی چې له مخې یې ایران کولی شي د ټیټې کچې یورانیم بډایه کړي، خو ویې ویل: «موږ د رسنیو له لارې مذاکرات نه کوو. دا پرېکړه د روانو خبرو اترو او مذاکراتو د درناوي لپاره شوې، چې د ځانګړي استازي ښاغلي ویتکاف له لوري رهبري کېږي.»
لویټ زیاته کړه، ډونالډ ټرمپ هیله لري چې د تهران دا وړاندیز ومني.
دا په داسې حال کې ده، چې وال سټریټ ژورنال د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې متحده ایالات چمتووالی نیسي چې ایران ته یوه داسې «شرط پاڼه» وړاندې کړي، چې په کې د یورانیمو غني کول پای ته ورسېږي.
د امریکا دغه چارواکي وویل، چې که د ایران حکومت داسې شرطونه ونه مني، «دا به د ایرانیانو لپاره بدې پایلې ولري.»

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف: مودي اوس هم خپل زخمونه ګروي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سې شنبې په ورځ په پېښور کې یوې جرګې ته وویل، چې «پاکستاني پوځ هند ته یو داسې درس ورکړی چې د نسلونو لپاره به یې یاد وي». شریف خېبر پښتونخوا د پاکستان «لومړۍ کرښه» وبلله او ژمنه یې وکړه چې دغه ایالت به د ملي مالي کمیسون له لارې خپل حق ترلاسه کړي.

شهباز شریف د غبرګولي پر ۱۳مه، د پېښور امن جرګې ته په خبرو کې وویل، چې مودي لا هم له دې ماتې خپل زخمونه ګروي او که بیا هم کومه تېروتنه تکرار شي، نو ځواب به یې سخت او بې جوړجاړي وي.

نوموړي د هند او پاکستان ترمنځ د اندس اوبو تړون پر اساس د پاکستان د اوبو پر حقونو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دیامیر-باشا او داسو بندونو په ګډون، د اوبو زېرمې به جوړوي څو د هند د « شومو ارادو» مخه ونیول شي.

شهباز شریف په خپلو خبرو کې وویل، « هند ته باید روښانه وي، چې هر څاڅکی اوبه د پاکستان ولس حق دی. که دوی بیا هم کومه تېروتنه وکړه، نو هغه درس به ورته بیا تکرار کړو».

د اېکسپرېس ټربیون د رپوټ له مخې، شهباز شریف خېبر پښتونخوا د پاکستان «لومړۍ کرښه» وبلله او ژمنه یې وکړه چې دغه ایالت به د ملي مالي کمیسون (NFC) له لارې خپل حق ترلاسه کړي. نوموړي اعلان وکړ چې یوه ځانګړې کمېټه به جوړه کړي چې د اېن ایف سي پر برخې بیا کتنه وکړي او د دې کمېټې لومړۍ غونډه به په اګست میاشت کې وشي.

هغه وویل چې د ۲۰۱۰ملي مالي کمیسیون پر اساس، یوه سلنه برخه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره خیبر پښتونخوا ته ورکړل شوې، چې ارزښت یې تر ۷۰۰ میلیاردو روپیو زیات دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د امنیت شورا پنځه نوي غیر دایمي غړي وټاکل

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۴۱ GMT+۱

بحرین، کولمبیا، د کانګو دموکراتیک جمهوریت، لاتویا، او لایبیریا د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نویو غیر دایمي غړو په توګه وټاکل شول. ددغو هېوادونو کاري دوره د ۲۰۲۶ کال له جنوري پیلیږي او تر دوو کلونو پورې به دوام کوي.

دوی به له هغو پنځو نورو غیر دايمي غړو سره یوځای شي چې تېر کال ټاکل شوي وو. دا غړي ډنمارک، یونان، پاکستان، پاناما او سومالیادي،چې تر ۲۰۲۶کال پورې به خپله دوره بشپړه کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټولټال ۱۵ غړي لري چې پنځه دايمي غړي یې ( چین، فرانسه، روسیه، بریتانیا او متحده ایالات) د ویټو واک لري او لس غیر دايمي غړي یې د عمومي اسامبلې له خوا د دوه کلونو لپاره ټاکل کېږي.

اوکراین وایي د کریمیا پل یې تر اوبو لاندې چاودېدونکو موادو سره الوځولی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۵ GMT+۱

د اوکراین استخباراتي ادارې(اېس‌بي‌یو) ویلي، چې دوی د روسیې او کریمیا ترمنځ ستراتیژیک پل د اوبو لاندې چاودېدونکو موادو په وسیله هدف ګرځولی دی.

دغې ادارې زیاته کړې، چې د برید لپاره ۱،۱۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي چې د سهار له خوا وچودول شول او د پله تر اوبو لاندې ستنې یې زیانمنې کړې.

یاد پل، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره یوه مهمه ملي پروژه ګڼل کېږي، د روسي ځواکونو لپاره یوه حیاتي اکمالاتي لاره بلل کېږي او تر دې مخکې هم په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې هدف ګرځېدلی و.

د روسیې اړوند رسمي سرچینو منلې چې د سهار له څلور بجو څخه تر اووه بجو پورې د پل فعالیت درې ساعته ودرېد، خو دوی د بندېدو لامل نه دی څرګند کړی.

اوکرایني چارواکو د برید یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې د پل د ستنو ترڅنګ چاودنه ښکاري، خو رویټرز ویلي چې د ویډیو د اخیستنې وخت یې نه شي تاییدولای.

په ورته وخت کې، روسي نظامي بلاګرانو ادعا کړې چې برید ناکام و او دا یې د اوکراین د بحري ډرون برید ګڼلی دی.

د هالنډ صدراعظم استعفا ورکړه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۰۲ GMT+۱

د هالنډ صدراعظم ډک شوف نن سې شنبه څو ساعته وروسته له هغه له خپلې دندې لاس پر سر شو، چې سخت دریځي او د مسلمانانو ضد سیاستوال ګیرت ویلدرز خپل ګوند (PVV) له واکمن ایتلاف څخه وایست.

د ویلدرز دا ناڅاپي پرېکړه به ممکن د نویو سملاسي انتخاباتو لامل شي.

د هغه د ګوند وزیران به له کابینې وځي او پاتې وزیران به د سرپرست حکومت په توګه کار ته دوام ورکړي.

شوف وویل چې استعفا یې د سیاسي بې ثباتۍ او د ایتلاف د نشتوالي له امله ورکړه.

ویلدرز د سې شنبې په ورځ وویل چې ګوند یې ځکه له ایتلاف ووت، چې نورو شریکو ګوندونو د کډوالۍ او پناه غوښتنې په اړه د هغه پلانونه نه منل.

د نویو انتخاباتو تمه تر اکتوبر مخکې نه کیږي او د نوي حکومت جوړېدل به ممکن څو میاشتې وخت ونیسي.

د جرمني صدراعظم وايي د محکمې پرېکړه به یې د کډوالۍ اړوندو سیاستونو مخه ونه نیسي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۱

د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي، که څه هم یوې محکمې د دریو سومالیايي پناه‌ غوښتونکو شړل غیرقانوني بللي، خو دا پرېکړه به د حکومت د کډوالۍ اړوندو سیاستونو مخه ونه نیسي.

د برلین اداري محکمې ویلي، دغه پناه‌ غوښتونکي باید د اروپايي اتحادیې د ډوبلین مقرراتو له مخې جرمني کې پرېښودل شوي وای، نه دا چې بېرته پولنډ ته واستول شي. دې محکمې دا کړنه ناقانونه بللې ده.

مېرڅ ټینګار کړی چې د اروپايي قوانینو په چوکاټ کې به لا هم ناقانونه کډوال له پولو اړوي، څو د جرمني ښارونه او ټولنې له فشارونو وژغوري.

ددغه سیاست په غبرګون کې کډوال پلوه ډلې وایي، دا تګلاره د اروپايي قوانینو خلاف ده او باید پای ته ورسېږي.