د فوټبال پنځو افغان داورانو د فیفا د داورۍ نړۍوال کارټونه ترلاسه کړل

د افغانستان د فوټبال پنځه داوران وتوانېدل، چې د نړۍوال فوټبال فدراسیون (فیفا) د نړۍوالو داورانو رسمي نوملړ ته لار پیدا کړي.

د افغانستان د فوټبال پنځه داوران وتوانېدل، چې د نړۍوال فوټبال فدراسیون (فیفا) د نړۍوالو داورانو رسمي نوملړ ته لار پیدا کړي.
دغه بریا چې په درېیو برخو؛ فوټبال، فوټسال او ساحلي فوټبال کې ترلاسه شوې، د هېواد د داورۍ د کچې د لوړوالي لپاره په نړۍوالو ډګرونو کې یو مهم ګام بلل کېږي.
د فیفا د دوارۍ کارټونه یادو داورانو ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د هېواد د ورزشي چارواکو په حضور کې ورکړل شول.
د هغو کسانو نومونه چې دغه کارټونه یې ترلاسه کړي، اشرف حسینزاده، جلیلاحمد جامي، شفیقالله حبیبي او محمد سخي صدیقي یاد شوي دي.

افغانه پاراتکواندو لوبغاړې ذکیه خدادادي وتوانېده چې د برازیل په ریو ښار کې د «ریو اوپن جي۲» نړیوالو سیالیو کې د برونز مډال خپل کړي. نوموړې دا بری د پنجشنبې په ورځ د یوه انسټاګرام پیغام له لارې له خلکو سره شریک کړی.
هغې ویلي، « دا مډال یوازې زما نه دی، دا د ټولو هغو افغان ښځو لپاره دی چې له ټولو ستونزو سره سره، لا هم ولاړې دي».
خدادادي زیاته کړه: « کېدای شي له خنډونو سره مخ شو، خو هېڅکله به تسلیم نه شو. موږ به بېرته راپورته کېږو».
ذکیه خدادادي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان څخه ووتله او اوس مهال په فرانسه کې ژوند کوي.
هغې له دې مخکې هم د ۲۰۲۴ کال د پاریس پارالمپیک سیالیو کې د کډوالو د نړیوال ټیم په استازیتوب ګډون کړی و او هلته یې هم د برونز مډال وګاټه. دا د کډوالو نړیوال ټیم لپاره په المپیک کې لومړنی تاریخي مډال و.
ذکیه اوس په خپلې نوې لاسته راوړنې سره د افغان ښځو د ځواک، نه تسلیمېدو او الهام بښنې نښه ګرځېدلې ده ، په ځانګړې توګه د هغو ښځو لپاره چې د طالبانو تر واک لاندې، له ورزش، زده کړو او ټولنیز ژوند څخه محرومې پاتې دي.
په داسې حال کې چې د شلاوریز کرکټ په نړۍ کې توپ وهونکي زیاتره وخت د اتلولیو اصلي ستوري ګڼل کېږي، یو افغان توپ اچوونکي راشد خان دغه تګلاره له ننګونو سره مخ کړې. نوموړی نه یوازې د نړۍ تر ټولو مخکښ ویکټاخیستونکی دی، بلکې د یو شمېر مهمو لیګونو د اتلولیو مهم عنصر هم پاتې شوی.
راشد خان، چې اوس مهال د نړیوالو شلاوریزو سیالیو تر ټولو ډېرې ۴۷۳ ویکټې لري، په ۶،۶۰ اقتصادي نرخ سره لوبې کړې، او دا شمېرې د یو داسې فارمېټ لپاره بېساري بلل کېږي چې زیات تمرکز پکې پر توپوهنه وي.
په نړیواله کچه د اي ایس پي این کرکټ اینفو د کرکټ ۲۵ غوره شلاوریزو لوبغاړو په یوه تازه تحلیل کې، یوازې پنځه بالرانو ته ځای ورکړل شوی، خو راشد خان نه یوازې د دې لیست په سر کې راغلی، بلکې یوازینی بالر دی چې دومره لوړې کچې ته رسیدلی.
راشد خان تر دې دمه په شپږو نړیوالو لیګونو کې له ۲۰ زیاتې لوبې کړې او یوازې په یوه کې یې د هر اور منډې له اوو پورته شوې دي.
نوموړي د هند لیګ د حېدراباد لپاره په ۶،۳۳ اقتصادي نرخ په پنځو فصلونو کې ۹۳ ویکټې واخیستې.
د کرکټ شنونکي وايي چې راشد خان لګسپین توپاچونې ته یو نوی لوری ورکړی.
د راشد تخنیکي توپیرونه لکه غیر معمولي اکشن، د ګوتو له پاسه توپ نیونه او سرعت هغه یو بېساری توپ اچوونکی ګرځولی.
کرکټ اینفو وايي، د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ، راشد په ۲۶ نړیوالو سیالیو کې یوازې په دوو کې د ۲۵ نه لوړ ویکټاوسط درلود.
که څه هم عام باور دا دی چې توپ وهونکي لوبې او جامونه ګټي، د راشد خان شتون دا دودیز درک بدل کړی.
په پېښور کې د نړیوالې کچې بوکس سیالۍ ترسره شوې چې د پاکستان، افغانستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو له ۴۰ زیاتو نارینه او ښځینه بوکسرانو پکې برخه اخېستې ده. په دغو سیالیو کې افغان ښځینه بوکسرې نازنین جویا له خپلې پاکستانۍ سیالې هدیه کمال خان نه سیالي وګټله.
جویا افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه د یوې پاکستانۍ ښځینه بوکسرې ترڅنګ د نورو هېوادونو له بوکسرانو سره هم سیالي لري. نوموړې خپله یوه سیالي ګټلې ده.
د سیالیو تنظیموونکو وویل چې دا ډول نړیوالې سیالۍ نه یوازې د سیمهییزو ورزشکارانو تر منځ اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د سولې، همکارۍ او د سپورټ د ودې لپاره یو مثبت پیغام هم لري.
ډېری هغه افغان ورزشکاران چې په هېواد کې د ورزشونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله له افغانستان څخه وتلي، اوس په پاکستان کې خپل ورزش ته دوام ورکوي.
طالبانو په خپله دویمه واکمنۍ کې هم د ښځو پر زده کړو، کار، ورزش او سفرونو سخت بندیزونه لګولي دي. ملګرو ملتونو دغه حالت ته د «جنسیتي اپارټایډ» نوم ورکړی دی.
افغانستان کې ګڼې مېرمنې د طالبانو د دغو سختو محدودیتونو له کبله کړاوونه ګالي او ځینې مجبورې شوې چې خپل هېواد پرېږدي.
د افغانستان ۱۷ کلنو د فوټبال ملي لوبډلې د کافا جام سیالیو په لړ کې تېره ورځ د ترکمنستان پر وړاندې د ۱-۰ په توپیر ماتې وخوړه.
دغه لوبه تېره ورځ د تاشکند په کوربهتوب ترسره شوه.
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله په دغه سیالیو کې په بي ګروپ کې د ترکمنستان او تاجکستان لوبډلو سره هم ډله ده.
افغان لوبډله به د دغو سیالیو په لړ کې (د غبرګولې په ۷مه نېټه) په خپله دویمه لوبه کې د تاجکستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.
په کافا جام سیالیو کې د افغانستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان لوبډلو برخه اخیستې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان لوبډلې د کافا جام د تېرو سیالیو اتلولي خپله کړې وه.
د افغانستان د موی تای ملي لوبډله د موی تای په نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي. په دغه سیالیو کې له افغان لوبډلې دوه لوبغاړي، یوه روزونکې او یو ریفري (قضاوت کوونکی) ګډون کوي.
یادې سیالۍ د ترکیې په کوربهتوب د انتالیا په ښار کې د روان کال د مئ میاشتې له ۲۳مې نېټې څخه پیل او تر ۳۰مې نېتې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې به صلاح الدین صالح میرزایي د ۶۰کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې او غلام نبي محمدي به د ۶۳.۵ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د خپلو سیالانو په وړاندې د افغانستان استازیتوب وکړي.
له دغو ورزشکارانو سره، سمیرا محمدي د روزونکې په توګه او عیسی احمدي چې د افغانستان د مویتای فدراسیون عمومي منشي هم دی، د ټیم په ترکیب کې شامل دي.
همدارنګه احمدي به په دغه سیالیو کې د یوه قاضي (ITO) په توګه قضاوت کوي.
د ۲۰۲۵ کال د مویتای نړۍوالې سیالۍ چې له ۱۰۰ هېوادونو څخه د شاوخوا ۶۳۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره کېږي، د دغې ورزشي رشتې له مهمو نړۍوالو سیالیو څخه شمېرل کېږي.