له ۵۸ کلونو وروسته؛ د سوریي ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون کوي

د عربي رسنیو د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د سوریې د موقت حکومت ولسمشر احمد الشرع سږ کال د وږي په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي. دا به له ۱۹۶۷میلادي کال راهیسې لومړی ځل وي چې یو سوريایی ولسمشر په دې نړیواله مجمع کې ګډون کوي.