• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امريکا او ايران ترمنځ د مذاکراتو شپږم پړاو به راتلونکې اوونۍ وشي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۲۵ GMT+۱

وال ‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې د باوري سرچينو له قوله ليکلي، چې د امريکا او ايران ترمنځ د اټومي مذاکراتو شپږم پړاو به د راتلونکې اوونۍ په پيل کې ترسره شي.

تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي و، چې دغه خبرې اترې به د منځني ختیځ په یوه هېواد کې ترسره شي.
یوه امریکايي چارواکي له وال ‌سټریټ ژورنال سره په خبرو کې د علي خامنه‌یي وروستيو څرګندونو ته په اشاره سره وويل: «واشنګټن تمه لري چې تهران به دوی لومړنی وړانديز رد کړي او امريکا بايد خپلې راتلونکې ګزینې هم وڅېړي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تر دې مخکې ويلي و، چې د واشنګټن وړانديز ته د تهران رسمي ځواب به په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د لوی اختر په مناسبت له ۱۵۰۰ زيات بنديان خوشې کړل

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د لوی اختر په مناسبت يې ۱۵۵۹ بنديان د هېواد د بېلابېلو ولايتونو له زندانونو څخه خوشې کړي دي. دغې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د ۹۵۰ نورو بنديانو د بند موده هم راکمه شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دا بنديان د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر له زندانونو خوشي شوي او د بند موده یې کمه شوې ده.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا کسان د کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشير، پروان، کاپيسا، خوست او نيمروز له زندانونو څخه خوشې شوي دي.

د طالبانو محکمې د دغو بنديانو د جرمونو او د بند مودې په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.

همداراز روښانه نه ده چې ايا بهرني اتباع او سياسي بنديان هم له زندان څخه خوشي شوي دي او که نه.

په غور کې د غوري دورې ۶۰ د سرو زرو تاریخي سکې وموندل شوې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د غور لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د غوريانو د واکمنۍ د دورې اړوند ۶۰ قیمتي د سرو زرو سکې او یوه کوزه موندل شوې ده. دغه تاریخي توکي د الله‌یار ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د غور ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحي ویلي چې دا مهم تاریخي توکي د الله‌یار ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: «د سکو د مجموعي ارزښت دقیقه ارزونه لا نه ده شوې، خو له تاریخي اړخه دا یو ارزښتناک کشف دی، چې د غوري تمدن د لا ښه درک زمینه برابرولی شي.»

طالبان وايي، چې دا سکې د غور د استخباراتو ریاست د ځواکونو د هڅو په پایله کې ترلاسه شوې دي او نن د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته سپارل شوې.

تمه ده یادې تاریخي سکې به اوس د غور ولایت په موزیم کې د عامو خلکو او څېړونکو لپاره نندارې ته وړاندې شي.

خامنه‌یي د اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۴۱ GMT+۱

د ایران ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌‌یي د اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ. هغه وایي:« امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، دوی هیڅ نشي کولی.»

تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی و، که تهران دغه وړاندیز رد کړي؛ نو له «جدي پایلو» سره به مخ شي.

نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د روح الله خمیني په ۳۶م تلین کې د وینا پرمهال کړې دي.

هغه وایي:« د امریکا لومړۍ خبره دا ده، چې ایران باید اټومي صنعت ونه لري.»

طالبان: د پاکستان له زندانونو ۱۴ تنه خوشې شوي افغانان افغانستان ته ستانه کړل شول

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې (د غبرګولي په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه) د پاکستان له زندانونو ۱۴ تنه خوشې شوي افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي.

دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه کسان د اسنادو په لرلو سره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.

دغه وزارت زیاتوي، چې دغه کسان د یوې ورځې څخه نولې تر ۳ ورځو پورې په زندان کې ساتل شوي وو.

تېره ورځ هم دغه وزارت ویلي و، چې نږدې ۵۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

اسراییل د سوریې توغندیزو بریدونو په ځواب کې د دغه هېواد سوېلي برخې په نښه کړې دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۴۹ GMT+۱

د اسراییل پوځ وایي، چې د سوریې له خاورې څخه د جولان سیمې په لوړو د توغندیو له لګېدو ورسته یې د سوریې په سوېل کې ځینې موخې په نښه کړې دي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا په داسې حال کې ده، چې د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي پرمختګونو وروسته یو ځل بیا کړکېچ زیات شوی دی.

اسراییلي پوځ د سې شنبې په ورځ ویلي، چې دوه توغندي د سوریې سوېل د "تاسل" له سیمې څخه توغول شوي وو چې د جولان په لوړو کې د «رمات مغشیمیم» ښارګوټي ته نږدې سیمو کې لګېدلي دي.

بل خوا د اسراییل پولیسو هم د دغه برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د دواړو توغندیو د لګېدو ځای موندل شوی او دغه بریدونه تلفات نلري.