طالبان: د کاپیسا له مرکزي زندانه د اتو مېرمنو په ګډون ۴۶ بندیان خوشې شول

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د استیناف محکمې چارواکي وایي، چې د لوی اختر په مناسبت د دغه ولایت له مرکزي زندانه د ۸ مېرمنو په ګډون ۴۶ بندیان خوشې شوي دي.

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د استیناف محکمې چارواکي وایي، چې د لوی اختر په مناسبت د دغه ولایت له مرکزي زندانه د ۸ مېرمنو په ګډون ۴۶ بندیان خوشې شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د راپور له مخې؛ سیمهییزو طالب چارواکو زیاته کړې، چې د دغه زندان د ۱۹ نورو بندیانو د بند موده کمه شوه.
د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ هم په لغمان ولایت کې د دغه ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په حکم د یاد ولایت له مرکزي زندانه د څلورو مېرمنو او ۵ ماشومانو په ګډون ۹۱ بندیان خوشې شوي وو.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، باید اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د هند د نیابتي ډلو لهخوا د پاکستان پر وړاندې وکارول شي.
د بېزنس ریکارډر وېبپاڼې د راپور له مخې؛ شهباز شریف پېښور ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان سره د همکارۍ د زیاتوالي په بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی.
هغه په پښتونخوا کې د قبایلي مشرانو یوې جرګې ته په وینا کې وویل، « موږ د هند لهخوا د تمویل کېدونکو ترهګریزو شبکو د له منځه وړلو لپاره پوره چمتووالی لرو او د سولې لپاره په مبارزه کې د دغه سیمې د خلکو د بې سارې قربانۍ ستاینه کوو.»
په دغه هېواد کې وروستیو ناکراریو د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او نور لوړپوړي پوځي او سیاسي چارواکي اړ اېستي، چې د پاکستان ناکراره سیمو ته سفرونه وکړي.
بل خوا د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (پي ای سي اېس اېس) په خپل تازه څېړنیز راپور کې لیکلي، چې په تېره مئ میاشت کې په پاکستان کې ۸۵ بریدونه شوي، چې ۱۱۳ تنه پکې وژل شوي او ۱۸۲ نور بیا ټپیان دي.
په راپور کې راغلي، چې د مئ میاشتې په بریدونو کې د اپرېل میاشتې پرتله پنځه سلنه زیاتوالی راغلی.
د دغه مرکز د میاشتنۍ امنیتي ارزونې له مخې؛ په مئ میاشت کې ۸۵ وسلهوال بریدونه ثبت شوي، چې د اپرېل په میاشت کې د ۸۱ بریدونو څخه یو څه زیات دي.
په وژل شويو کې ۵۲ تنه د پاکستان امنیتي سرتېري، ۴۶ ملکي وګړي، ۱۱ وسلهوال او د امن کمیټې څلور غړي شامل دي.
په ټولیزه توګه په دغه بریدونو کې ۱۸۲ کسان ټپیان شوي، چې ۱۳۰ یې ولسيي وګړي، ۴۷ د پاکستان امنیتي پرسونل، څلور وسلهوال او د سولې کمیټې یو غړی هم پکې شامل دی.
د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز د شمېرو له مخې؛ ډېری بریدونه په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوي دي.
د دغه هېواد چارواکي په پاکستان کې د روانو ناکراریو پړه پر طالبانو ور اچوي او وایي، چې د افغانستان په خاوره کې یې ترهګرو ته خوندي پتنځایونه ورکړي؛ خو طالبانو دغه ادعاوې تل رد کړې دي او دا یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.
په پرتګال کې د جنايي جرمونو یوې محکمې یو ۳۰ کلن افغان د لېسبون ښار په یوه اسماعیليه مرکز کې د دوو ښځو د وژنې په تور په ۲۵ کاله بند محکوم کړ.
که څه هم یوه څارنوال ادعا وکړه، چې عبدالبشیر د دغه جرم مسوول نه دی کړی او غوښتنه یې وکړه، چې هغه دې د بند پر ځای لږ تر لږه درې کاله په رواني روغتون کې وساتل شي؛ خو قاضي وویل، چې بشیر د جرم ترسراوي پرمهال په هیڅ کومې ذهني ناروغۍ اخته نه و او دغه پرېکړه یې د عدلي متخصصینو او ارواپوهانو سره تر خبرو اترو وروسته کړې ده.
محکمې دارنګه عبدالبشیر ته د ۳۰۰زره یورو څخه د زیاتو تاوان ورکولو امر هم وکړ.
نوموړي د ۱۴۰۲ کال (د وري میاشتې په ۸مه نېټه) دوه ښځې چې عمرونه یې ۲۴ او ۴۹ کاله وو او د اسماعیليه مرکز د کډوالو د ملاتړ خدمتونو په یوې څانګه کې یې کار کاوه؛ ووژلې.
پر عبدالبشیر ۱۱ تورونه لګېدلي وو، چې له ډلې یې په اوو هغو کې مجرم وپېژندل شو.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خورا ګواښونکی دی.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د ترهګرۍ او تښتونې خورا لوړ ګواښونه شته او په افغانستان کې هیڅ ځای د برید له ګواښ څخه خوندي نه دی.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي، چې بهرني وګړي هم د خپلسرو نیونو له جدي ګواښ سره مخ دي.
تر دې وړاندې هم یو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي و، چې افغانستان ته دې د امنیتي لاملونو له امله له سفر کولو ډډه وکړي.
د نایجریا په مرکزي برخو کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۲۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او سلګونه نور بیا لاتراوسه تري تم دي.
دغه سېلابونو تر ۲۵۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي او شاوخوا ۳۰۰۰ کسان یې بې کوره کړي دي.
چارواکي وایي، چې ښایي د مړو شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي.
د نایجریا په موکوا کې په تېر ۲۰۲۴کال کې هم په سېلابونو کې ۳۲۱ کسان مړه شوي وو.
د ملبورن پوهنتون د حقوقو پوهنځي اعلان وکړ، چې د یوه تعلیمي بنسټ سره په ګډه یې د افغان مېرمنو د حقوقي زده کړو یوه پروژه پیل کړې ده. دا پوهنتون چې په اسټرالیا هېواد کې دی، وايي چې د افغان مېرمنو لپاره به دغه پروګرام د یوه کاله لپاره وي.
د ایران اېراف خبرې اژانس ویلي، چې د ملبورن حقوقو پوهنځي د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د «مونټین انسټیټوټ» د ښوونې او پراختیا په همکارۍ «د افغان مېرمنو لپاره حقوقي زده کړې ته د لاس رسي» تر سرلیک لاندې يې یوه پروژه پيل کړې ده.
دا پروګرام د هغو مېرمنو د ځواکمنېدو لپاره طرحه شوې، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له زده کړو محرومې شوې دي.
د دې تعلیمي بنسټ بنسټاېښودونکی او د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي پخوانی رییس غلامشاه عادل د دغه پروګرام د پلي کېدو د څار مسوولیت پر غاړه لري او ډاډ ورکوي، چې دا پروګرام به خپلې ټاکلې موخې ترلاسه کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د طالبانو تر واک لاندې ښځو او نجونو ته د ثانوي او لوړو زده کړو په ځانګړې ډول د حقوقو په برخه کې لاس رسۍ نه شته او دا حالت لا د خرابېدو په حال کې دی او د حقوقو د زده کړې سیسټم يې کمزوری کړی دی.»
د ملبورن د حقوقو پوهنځي ټینګار کړی، چې افغان ټولنه او حقوقي نظام د ښځو د تعلیمي محرومیت له کبله سخت زيانمن شوی دی.
دوی وايي، د حقوقي زده کړو پروژه افغانو مېرمنو ته دا فرصت برابروي چې «خپل مسیر ته دوام ورکړي، هیلې ژوندۍ وساتي او خپل حقوقي مهارتونه پیاوړې کړي.»
په خبرپاڼه کې راغلي، چې «د مونټین د ښوونې او پراختیا موسسې» د افغانو نجونو او ښځو لپاره د لوړ کیفیت زده کړو زمینه برابره کړې او د دې پروژې له لارې افغانې نجونې د افغان حقوقي متخصصینو له ټولنې سره نښلول کېږي.
د یادولو ده، چې د حقوقو دا تعليمي پروګرام یو کلن دی.
د دې پروګرام مسوولین وايي، تمه ده چې په دې پروګرام کې د هغو افغان وکیلانو او حقوقي څېړونکو له پوهې، تخصص او ژمنتیا ګټه واخیستل شي، چې اسټرالیا ته پناه وړي او غواړي په دغه هېواد کې مثبت رول ولوبوي.