ټرمپ: ایران باید ډېر ژر د اټومي پروګرام په اړه پرېکنده پرېکړه وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د ایران په اړه خبرې کړې دي او خبرداری یې ورکړی، چې «ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د ایران په اړه خبرې کړې دي او خبرداری یې ورکړی، چې «ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.»
د ټرمپ په وینا، پوتین هم له دې دریځ سره موافق دی او وړاندیز یې کړی، چې له ایران سره په مذاکراتو کې برخه واخلي، ترڅو په دې اړه ژر یوې پایلې ته ورسېږي.
د امریکا ولسمشر همداراز پر ایران تور پورې کړ، چې د اټومي پروګرام په اړه د پرېکړې کولو په برخه کې وخت ضایع کوي.
د نوموړي په وینا: «موږ ژر تر ژره یوه پرېکنده ځواب ته اړتیا لرو.»

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د لوی اختر په مناسبت يې ۱۵۵۹ بنديان د هېواد د بېلابېلو ولايتونو له زندانونو څخه خوشې کړي دي. دغې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د ۹۵۰ نورو بنديانو د بند موده هم راکمه شوې ده.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دا بنديان د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده په امر له زندانونو خوشي شوي او د بند موده یې کمه شوې ده.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا کسان د کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشير، پروان، کاپيسا، خوست او نيمروز له زندانونو څخه خوشې شوي دي.
د طالبانو محکمې د دغو بنديانو د جرمونو او د بند مودې په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.
همداراز روښانه نه ده چې ايا بهرني اتباع او سياسي بنديان هم له زندان څخه خوشي شوي دي او که نه.
د غور لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د غوريانو د واکمنۍ د دورې اړوند ۶۰ قیمتي د سرو زرو سکې او یوه کوزه موندل شوې ده. دغه تاریخي توکي د اللهیار ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د غور ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحي ویلي چې دا مهم تاریخي توکي د اللهیار ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شوي دي.
نوموړي زیاته کړې: «د سکو د مجموعي ارزښت دقیقه ارزونه لا نه ده شوې، خو له تاریخي اړخه دا یو ارزښتناک کشف دی، چې د غوري تمدن د لا ښه درک زمینه برابرولی شي.»
طالبان وايي، چې دا سکې د غور د استخباراتو ریاست د ځواکونو د هڅو په پایله کې ترلاسه شوې دي او نن د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته سپارل شوې.
تمه ده یادې تاریخي سکې به اوس د غور ولایت په موزیم کې د عامو خلکو او څېړونکو لپاره نندارې ته وړاندې شي.
د ایران ستر مشر ایتالله علي خامنهیي د اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ. هغه وایي:« امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، دوی هیڅ نشي کولی.»
تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی و، که تهران دغه وړاندیز رد کړي؛ نو له «جدي پایلو» سره به مخ شي.
نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د روح الله خمیني په ۳۶م تلین کې د وینا پرمهال کړې دي.
هغه وایي:« د امریکا لومړۍ خبره دا ده، چې ایران باید اټومي صنعت ونه لري.»
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې (د غبرګولي په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه) د پاکستان له زندانونو ۱۴ تنه خوشې شوي افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه کسان د اسنادو په لرلو سره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.
دغه وزارت زیاتوي، چې دغه کسان د یوې ورځې څخه نولې تر ۳ ورځو پورې په زندان کې ساتل شوي وو.
تېره ورځ هم دغه وزارت ویلي و، چې نږدې ۵۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د اسراییل پوځ وایي، چې د سوریې له خاورې څخه د جولان سیمې په لوړو د توغندیو له لګېدو ورسته یې د سوریې په سوېل کې ځینې موخې په نښه کړې دي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا په داسې حال کې ده، چې د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي پرمختګونو وروسته یو ځل بیا کړکېچ زیات شوی دی.
اسراییلي پوځ د سې شنبې په ورځ ویلي، چې دوه توغندي د سوریې سوېل د "تاسل" له سیمې څخه توغول شوي وو چې د جولان په لوړو کې د «رمات مغشیمیم» ښارګوټي ته نږدې سیمو کې لګېدلي دي.
بل خوا د اسراییل پولیسو هم د دغه برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د دواړو توغندیو د لګېدو ځای موندل شوی او دغه بریدونه تلفات نلري.