اسراییلي پوځ د بیروت جنوبي څنډو اوسېدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړ

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ د لبنان پلازمېنې بیروت په جنوبي څنډو کې میشتو خلکو د تخلیې خبرداری ورکړی دی. پوځ ویلي، چې دغه سیمې د حزبالله ډلې اړوند تاسیساتو ته نږدې دي.

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ د لبنان پلازمېنې بیروت په جنوبي څنډو کې میشتو خلکو د تخلیې خبرداری ورکړی دی. پوځ ویلي، چې دغه سیمې د حزبالله ډلې اړوند تاسیساتو ته نږدې دي.
د اسراییلي پوځ عربژبي ویاند اویخای ادرعي په یوه خپور شوي پیغام کې ویلي: "تاسو د یوه ترهګریز سازمان، حزبالله، د تاسیساتو ترڅنګ موقعیت لرئ. د خپل او خپلې کورنۍ د خوندیتوب لپاره، ژر تر ژره له دغو ودانیو ووځئ او لږ تر لږه ۳۰۰ متره لرې لاړ شئ."
د ادرعي دا ډول خبرداری معمولاً تر شاه هوایي توغندیز بریدونه لري.

د ټرمپ ادارې د امریکا پوځ لپاره په منځني ختیځ، افریقا او اروپا کې د نوو لوړپوړو پوځي مشرانو نوماندۍ اعلان کړې، چې پکې د ناټو لپاره نوی ستر قوماندان هم شامل دی.
د پنجشنبې په ورځ، د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټاعلان وکړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هوايي ځواک جنرال الکس ګرینکویچ د ناټو د نوي مشر په توګه نومولی دی. دا ګام وروسته له هغې اخیستل شوی چې ځینو راپورونو څرګنده کړې وه، ممکن امریکا د ناټو مشري پرېږدي.
هېګسېت وویل چې ناټو د ګرینکویچ د ټاکلو سره موافقه کړې او هغه به د ناټو د ستر متفق مشر په توګه دنده ترسره کړي. نوموړی همداراز د اروپایي قوماندانۍ (EUCOM) لپاره هم نوماند شوی دی.
الکس ګرینکویچ دا مهال په پنټاګون کې د عملیاتو د ګډې ادرې مشر دی، او مخکې یې د امریکا د هوايي ځواک د منځني ختیځ قوماندانۍ مشري کړې ده.
په جلا توګه، هېګسېت وویل چې ټرمپ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) مرستیال مشر براد کوپر د دې قوماندانۍ د مشر په توګه نومولی دی. کوپر به یوازې دویم بحري افسر وي چې دسینټکاممشري کوي. دا قومانداني د امریکا په مشرۍ د منځني ختیځ پوځي ماموریتونه رهبري کوي.
همداراز، ولسمشر ټرمپ ډاګوین اندرسن چې دا مهال د ګډو ځواکونو د پرمختیا مشر دی، د افریقا قوماندانۍ (AFRICOM) د مشر په توګه نومولی دی.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې له هند سره د شملې تړون نه مني او اوس د کشمیر د کنټرول کرښه بېرته د ۱۹۴۸ کال د اوربند کرښې حیثیت خپلوي.
د پاکستان دفاع وزیر له یوه پاکستاني ټلویزیون جیونیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د شملې تړون له ختمېدو وروسته کنټرول کرښه «LOC» اوس یوازې اوربند کرښه ده.
نوموړي ویلي، چې د شملې تړون د دوو هېوادونو ترمنځ شوی او په دغه تړون کې نړیوال بانک یا کوم بل درېیم اړخ شامل نه و.
اصف ویلي، د هند له خوا پر پاکستان بریدونو د شملې تړون ارزښت پای ته رسولی دی.
اصف ویلي:«د شملي تړون ټولې مادې پای ته رسېدلې او له جګړې وروسته چې کوم تفاهمونه شوي دي، هغه نور هیڅ ارزښت نه لري. موږ بېرته د ۱۹۴۸ وضعیت ته روان یو، هغه وخت دا مسله د اوربند کرښې په توګه مطرح وه.»
نوموړي ویلي، که د هند او پاکستان ترمنځ حالات همداسې دوام پیدا کړي، نو تړونونه به هیڅ ارزښت ونه ولري.
پر همدغه مهال نوموړي د دواړو هېوادنو ترمنځ د اوبو پر سر شخړو په اړه ویلي، چې د سند تاس اوبو تړون څخه هېڅ هېواد په خپلسري ډول نه شي وتلی او د دغه تړون اړوند هر ډول اقدامات باید دوه اړخیز وي.
هندله فرانسې وروسته یوازینی هېواد دی، چې د رافایل جنګي الوتکو تنه او ځینې برخې به له دې وروسته پکې جوړیږي. د فرانسې داسولټ ایوییشن او د هند ټاټا شرکت ترمنځ د یوه تړون له مخې، ټاټا به په حیدراباد کې یو مخکښ او عصري تولیدي مرکز جوړوي، چې د رافایل الوتکو کلیدي برخې به پکې تولیدیږي.
د انډیا ټایمز د رپوټ له مخې، تمه ده چې د حیدراباد له کرښې نه به لومړنۍ تنې د ۲۰۲۷–۲۸ مالي کال په جریان کې تولید شي. دا فابریکه به د هند او د رافایل د نړیوالو بازارونو اړتیاوې پوره کوي.
هند دا مهال ۳۶ رافایل جنګي الوتکې لري او د هند سمندري ځواک به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۲۶ نورې رافایل میرین الوتکې ترلاسه کړي.
دا تړون د ټکنالوژۍ انتقال، د ساتنې اسانتیاوې او د تولیدي تاسیساتو جوړولو برخې هم لري.
د فرانسې او هند تر څنګ، دا جنګي الوتکې په مصر، قطر، متحده عربي امارات، یونان، اندونیزیا، کروشیا او سربیا کې هم کارېږي یا ورته سپارل شوې دي.
داسولټ ایوییشن او ټاټا د رافایل جنګي الوتکود تنې جوړولو لپاره څلور تړونونه لاسلیک کړي دي.
د داسولټ ایوییشن رییس او اجرایه رییس اریک تراپیر ویلي، « دا لومړی ځل دی چې د رافایل فیوزلاژونه به له فرانسې نه بهر جوړېږي».
د ټاټا اجرایوي ریس او مدیر سوکرن سنګ ویلي، چې «دا همکاري د هند د هوا فضا په سفر کې یو مهم پړاو دی».
هند داسې مهال دا تړون لاسلیکوي، چې له پاکستان سره یې په څو ورځنۍ جګړه کې د خپلو الوتکو پر غورځېدو اعتراف کړی او ویل کیږي په دې کې رافایل الوتکې هم شاملې دي.
د پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په ګودر سیمه کې د اوبو یوې څاه د کارولو په سر د دوو ګاونډیانو په شخړه کې د یوې ښځې او دوو وروڼو په ګډون ۴ کسه وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا؛ د شخړې پرمهال د دواړه خواوو ترمنځ ډزې تبادله شوې، چې پکې درې کسان ووژل شول او یوه مېرمنه سخته ټپي شوه.
پولیس وایي، ټپي شوې مېرمنه د درملنې لپاره د جمرود روغتون ته ولېږدول شوه؛ خو هغې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
پولیسو زیاتوي، چې په دغه پېښه کې ښکېل کسان له سیمې څخه په تېښته بریالي شول؛ خو دوی د دغه کسانو د نیولو په اړه پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.
په سعودي عربستان کې د حج تر ټولو مهم رکن، د عرفاتو مراسم نن پنجشنبه (د غبرګولي ۱۵مه) ترسره کېږي. حاجیان به نن د عرفات په میدان کې د حج خطبه واوري.
د منا څخه عرفات ته د حاجیانو تګ د سهار لمانځه وروسته پیل شوی او لاهم دوام لري.
د عرفات په میدان کې راټول شوي حاجیان به د لمر لوېدو سره سم د مزدلفې په لور حرکت وکړي او شپه به هلته تېره کړي؛ دا د حج مناسکو ادا کولو درېیم پړاو دی.
دغه حاجیان به سبا جمعه چې په عربستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، منی ته ځي چې (یوم النحر) یا د قربانۍ مناسک ادا کړي، له هغه وروسته به حاجیان په جمرات کې شیطان ولي او له هغه ځایه مسجد حرام ته ځي او د وداع طواف کوي؛ د وداع طواف سره د حج مراسم پای ته رسېږي.