• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایلن ماسک پلار د ټرمپ او زوی تر منځ لانجه «د شخصېتونو جنګ» وباله

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۳۲ GMT+۱

د ټکنالوژۍ نامتو میلیاردر ایلن ماسک پلار، ایرول ماسک، ویلي چې د خپل زوی او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ روانه لانجه به «په څو ورځو کې ختمه شي» او دا یې یوازې د «شخصیتونو» تر منځ د غرور شخړه بللې ده.

ایرول ماسک دا څرګندونې د هند په ډیلي هوايي ډګر کې له العربیه انګلیش سره په ځانګړې مرکه کې وکړې، او ویې ویل چې دا لانجه «یو څه بې‌ځایه» ده او ښايي د فشار او ستړیا پایله وي. "کله چې خلک له سخت فشاره تېر شي… بالاخره داسې حالت ته رسېږي چې احساساتي غبرګون ښيي. حتی د واک په لوړو سطحو کې هم، ګډ نظر پیدا کول اسانه نه وي."

د ایرول ماسک په وینا، زوی یې د دې له امله اندېښمن دی چې دیموکراتان د مالي هڅونو له لارې غواړي خپلې قانوني اجنډاوې مخ ته یوسي، او دا مسله د دواړو ترمنځ د انلاین لفظي جګړې سبب شوې.

سره له دې، ایرول ماسک باور لري چې د ایلن او ټرمپ ترمنځ شخړه به لنډمهاله وي. "هو، بېشکه. ما ورته پیغام هم لېږلی و… ورته مې وویل، دا موضوع ختمه کړه."

کله چې له ایرول ماسک څخه وپوښتل شول چې زوی یې ولې د جېفري اپسټین دوسیه د ټرمپ پر ضد راواخیسته، ویې ویل: "هیڅ تصور نه لرم چې څه یې په ذهن کې وو… فکر کوم دا یوازې یو احمقانه تېروتنه وه، ښايي د فشار له امله نه د کوم پلان له مخې."

نوموړي همداراز وویل، هېڅ څوک مطلق بې‌ګناه نه‌دي، او د انجیل له یوې مشهوره کرښې یې یادونه وکړه: "چې څوک بې‌ګناه وي، هماغه دې لومړی ډبره وغورځوي."

هغه دا ټکر د «فیلانو د جنګ» شخړه وبلله.

ایرول ماسک چې تازه له درې اوونیز سفر وروسته له امریکا راستون شوی، ادعا وکړه چې د خلکو پراخ ملاتړ له ټرمپ سره دی. "زه به ووایم ۸۰ سلنه، خو رښتیا دا ده چې ۱۰۰ سلنه خلک د ټرمپ ملاتړي دي."

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې د روان بشري کړکېچ په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راتلونکې ناسته

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۵۲ GMT+۱

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په روانه میاشت کې د افغانستان په تړاو یوه لویه ناسته وکړي. په دې ناسته کې به د بشري وضعیت، د ښځو حقونو او له طالبانو سره د نړۍوالو د تعامل بهیر و ارزول شي.

د پلان له‌مخې، دا ناسته به یوه علني برخه ولري او ورپسې به دبندو دروازو تر شا مشورې وشي. په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی، د ملګرو ملتونو د ښځو چارو اجراییوي رییس او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) یو لوړ پوړی چارواکی ویناوې وکړي.

د اوچا د وروستي راپور پر بنسټ، تر۲۳ مېلیونه ډېر افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د بودیجې کمښت له امله دا مرستې په جدي توګه کمې شوې دي.

همداراز، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر، افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې خبرداری ورکړی و چې یو شمېر مرسته‌رسوونکي بنسټونه اړ شوي چې خپل نیمایي کارمندان له دندو ګوښه کړي. د هغه په وینا، په وروستیو اوونیو کې ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د ټرمپ دولت له‌خوا افغانستان ته د بشرپاله مرستو د بشپړ بندښت پرېکړې هم دغه کړکېچ لا پسې ناوړه کړی دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د امریکا له مرستې پرته به په مېلیونونو افغانان له مرستې بې‌برخې شي.

بل‌خوا، د یوناما د دفتر تازه راپور ښيي چې طالبان د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون په سېستماتیک ډول د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې پلی کېږي. دغه قانون د ښځو شخصي ازادي، اقتصادي فعالیتونه او عامه خدماتو ته لاس‌رسی محدود کړی دی.

دغه‌راز، د طالبانو د امربالمعروف غړو کلینیکونو، هټیو، دولتي دفترونو او ټکسیانو ته امر کړی چې له محرم پرته ښځو ته خدمات وړاندې نه کړي.دا اقدام د بشري حقونو سرغړونه ګڼل کېږي او د مرسته‌رسوونکو سازمانونو فعالیتونه یې هم له خنډ سره مخ کړي دي.

یوناما په وار-وار پر طالبانو غږ کړی چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي او د افغانستان نړۍوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي.

په داسې حال کې چې طالبان د نړۍوالې رسميت پېژندنې په لټه کې دي، ځیني هېوادونه لکه روسیه له دې ډلې سره د نږدې کېدو هڅې کوي.روسیه نه یوازې دا چې نور طالبان ترهګره ډله نه ګڼي، بلکې ډیپلوماټیکې اړیکې یې د سفیرانو کچې ته هم لوړې کړې دي.

ورته مهال، له طالبانو سره د چلند په اړه د امنیت شورا د غړو ترمنځ نظرونو اختلافات دوام لري. لوېدیځ هېوادونه غواړي طالبان دې نړیوالو اصولو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي، خو چین او روسیه غواړي چې له دې ډلې سره اقتصادي مرستې له کوم شرط او ځنډ پرته دوام ولري.

دې سره جوخت، د افغانستان لپاره د سیاسي لارې نقشې په تړاو خبرې‌اترې دوام لري او تمه کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکتور په څېر پر مهمو مسایلو د دوحې کاري ټیمونه جوړ شي.

اسراییل د لوی اختر پر ورځ بیا بې‌ځایه فلسطینیان له کورونو ایستلي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۳۹ GMT+۱

اسراييلي پوځ د لوی اختر د لمانځنې پر ورځ، د غزې په شمال کې د بې‌ځایه شوو فلسطینیانو له مېنو د خلکو د ایستلو امر کړی، اسراییل غواړي چې په دغه سیمو هوایي بریدونه وکړي.

د پوځ ویاند اویخای ادرعي د څو بلاکونو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د غزې لوېدیځ ته ووځي، او دا یې د برید مخکې "خبرداری" بللی دی.

دا سیمه هغه ځای دی چې پخوا هم خلک ترې شړل شوي وو او بیا ورته د لنډمهالي بېرته ستنېدو اجازه ورکړل شوې وه. اوس اسراییل یو ځل بیا خلک د هوایي بریدونو له وېرې شړلي، که څه هم د راپورونو له مخې، له دغو سیمو هېڅ راکټ نه‌دی توغول شوی.

له تېر اکتوبر راهیسې د اسراییل د بریدونو له امله شاوخوا ۵۴،۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. نړیوال سازمانونه خبرداری ورکوي چې د غزې محاصره شوې ټولنه د لوږې له شدید خطر سره مخ ده، خو اسراییل لا هم اوربند ته نه‌دي چمتو.

محمد بن سلمان او شهباز شریف د دوو اړخيزو اړیکو پر پياوړتيا خبرې کړي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۱

د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان لومړي وزير د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ليدنه کې د دوو اړخيزو اړیکو پر پياوړتيا او د همکارۍ پر زیاتولي خبرې کړي دي. پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې شریف د عربستان په بلنه په دوه ورځني سفر دغه هېواد ته تللی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) پر اېکس د ولیعهد محمد بن سلمان او شهباز شرف د لیدنې خبر ورکړی.

وزارت ویلي، چې دواړو لورو د اختر د مبارکۍ ترڅنګ د دوه اړخيزه همکاریو او په بېلابېلو برخو کې د پراختيا پر لارو چارو بحث کړی.

د معلوماتو له مخې، چې په ناسته کې د وروستيو سیمه ييزو پرمختګونو او د امنیت د تامین لپاره يې پر نویو هڅو هم خبري کړي.

پرون پنجشنبه پاکستاني رسنیو ویلي وه، چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني سفر په موخه سعودي عربستان ته ځي.

دغو رسنیو ویلي، چې شریف به د سوداګرۍ همکاري، پانګونې فرصتونو او د اسلامي هېوادونو د اړوندو موضوعاتو په تړاو خبرې‌اترې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا سفر کولای شي د سعودي عربستان د ۲۰۳۰ په پروګرامو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو نوې لارې پرانېزي.

ټرمپ: د امریکا لوړپوړي اقتصادي چارواکي د چیني استازو سره د سوداګریزو خبرو لپاره لندن ته ځي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا، د امریکا د خزانې، سوداګرۍ او نړیوالو سوداګریزو اړیکو لوړپوړي چارواکي به د روان کال د جون په ۹مه، په لندن کې له چیني استازو سره د سوداګریزو اړیکو پر موضوع خبرې وکړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دټروت سوشل میډیا له لارې اعلان کړی چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسینټ، د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک، او د نړیوالو سوداګریزو اړیکو ځانګړی استازی، سفیر جېمیسن ګریر، به د دوشنبې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د جون په ۹مه، په لندن کې د چین له استازو سره د سوداګریزو خبرو په موخه وګوري.

ټرمپ ویلي، دا لیدنه د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریزو تفاهماتو د پراختیا لپاره ده او تمه لري چې دا خبرې "ډېرې ښې پر مخ لاړې شي."

د اسوشيټيډ خبرياله وايي په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون د سيمې امنیت ته ننګونه ده

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۱

د افغانستان او پاکستان لپاره د اسوشيټيډ خبري اژانس خبرياله او د خبر مدیره ګيټي ګينن وايي، په افغانستان کې د بېلابېلو وسله والو ډلو شتون د سيمې امنیت ته یوه ننګونه ده. پر ګيټي ګينن په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د راپور ورکولو پر مهال برید شوی او پکې ټپي شوې وه.

د افغانستان او پاکستان لپاره د اسوشيټيډ خبري اژانس خبریالې او د خبر مديرې ګيټي ګينن د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) په اسلام اباد کې د سیمه ييزو مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه غونډه کې وویل: «که څه هم افغانستان ممکن ټولې وسله والې ډلې په خپله خاوره کې ونه غواړي او نه هم کابل ټولو ته بلنې ورکړي؛ خو بیا هم هغوی هلته شته.»

دغه غونډه د جيوپوليټيکي بدلونونه او امنيتي ننګونو» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د دغه مرکز د خبرپاڼې له قوله لیکلي، چې ګینن د پاکستان او افغانستان ترمنځ د باور بېرته راژوندي کولو پر اهمیت ټینګار کړی او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د وروستیو مثبتو پرمختګونو ستاینه یې کړې.

هغې ويلي: «که پاکستان له افغانستان سره د برابر شریک په توګه چلند وکړي، نو کولای شي پر افغان حکومت ښه نفوذ یا اغېز ولري.»

په خبر کې ویل شوي، چې هغې له اسلام‌اباد څخه وغوښتل څو د خپلو داخلي امنیتي ستونزو د حل لپاره، د یوې همغږې او اوږدمهاله ستراتیژۍ له لارې د ټولو ترهګریزو ډلو پر ضد اقدام وکړي.

د ګينن په خبره، چې پر افغانستان د چين د نفوذ د زياتېدو او ددې هېواد د کانونو د شتمنۍ اهمیت له کبله لا هم دغه هېواد د امریکا د پاليسي جوړونکو لپاره مهم دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني په دې ناسته کې افغانستان او پاکستان دوه ورورونه بللي، چې هر وخت یې یو د بل سره د اړتیا پر مهال مرسته کړې.

دراني وویل د پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ د وروستۍ درې اړخیزې غونډې پر مهال دریو هېوادونو موافقه کړې، چې د ترهګرۍ په وړاندې به مبارزه کوي، د سیمې د هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې به هوښیار پاتې کېږي او د سیمې سوله او امنیت به خوندي ساتي.