• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اچکزی: لوی اختر دې زموږ په وطن کې د ملي یووالي لامل شي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي د لوی اختر مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې دا اختر دې په وطن کې د قامي یووالي سبب وګرځوي. هغه لیکلي: «دا اختر دې زمونږ وطن کې د زغم، ورورګلوۍ، د قامي یووالي او د وطن د سوکالۍ اختر شي.»

پښتون سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي د نړۍ مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغان وطن ټولو اوسېدونکو ته د اختر مبارکي ویلې ده.

په افغانستان او پاکستان کې نن د اختر لومړۍ ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې د مکې او بیت المقدس په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو کې د جمعې په ورځ اختر پیل شوی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتین په اختریز پېغام کې د ظالم پر وړاندې پښتنو ته د بري دوعا کړې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۱ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپل اختریز پېغام کې پښتانه محکوم او مظلوم بللی دي. هغه هیله څرګنده کړې چې دغه قوم د ظالمانو پر وړاندې یووالی غوره کړي، څو پرې بریالي شي.

هغه د (غبرګولي ۱۶مه) په خپل پېغام کې زیاته کړې: «د الله تعالی څخه دوعا غواړو چې پښتنو ته د ظالم پر وړاندې اتحاد، تنظیم او داسې عمل ور نصیب کړي چې مظلوم بریالی او‌ ظالم نسکور شي». د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پښتون قوم د حقونو غوښتلو په لاره کې وژل شویو کسانو او د زندانیانو کورنیو ته د اختر ځانګړي مبارکي ویلې ده.

پېښور کې نن (جمعه) د افغان کډوالو د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۲۸ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې یو شمېر خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې نن د جمعې ورځ د (غبرګولي ۱۶مه) د افغان کډوالو له لوري د لوی اختر لومړۍ ورځ نمانځل شوې او لمونځونه یې هم ادا کړي دي.

د معلوماتو له مخې؛ کارخانو، بورډ بازار، تاج اباد، دانش اباد او څمکنۍ هغه سیمې دي، چې نن په کې افغان کډوالو د قربانۍ اختر لومړۍ ورځ نمانځلې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو او پاکستان د نورو اسلامي هېوادونو برعکس سبا د شنبې ورځ د (غبرګولي ۱۷مه) د ستر اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

په خواله رسنیو کې د طالبانو دغه پرېکړې د افغانانو ترمنځ سخت غبرګونه راپارولي او له اسلامي نړۍ څخه یې دغه ډول جلا والی غندلی دی.

له دې سره، سره د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغانانو نن د (جمعې ورځ) د لوی اختر د لومړۍ ورځې لمونځونه ادا کړي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د سعودي عربستان د اعلان برعکس اخترونه لمانځلي دي؛ خو د افغانستان مخکیني جمهوري نظام د سعودي عربستان او نړۍ نورو هېوادونو سره په ګډه د اختر ورځې نمانځلې.

علي امین ګنډاپور: د عمران خان د خوشې کېدو هیڅ نښه نشته

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۲۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، چې دوی له زندانه د تحریک انصاف ګوند د بنسټ اېښودونکي عمران خان د خوشې کېدو کومه نښه نه ویني. هغه زیاته کړه، چې دوی د احتجاج حق لري او په خپل ځواک سره به اوسنی نظام مات کړي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ له اډیاله زندانه بهر د عمران خان سره تر لیدنې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.

هغه ویلي:« اوسنی نظام باور لري، چې دوی کولای شي د زور په کارولو سره ملت غلام کړي.دوی باید پوه شي، چې موږ به د زور په وړاندې د زور او د ګولیو په وړاندې د ګولیو ځواب ورکړو. که څوک په ما ډزې وکړي، هغه کسان چې زما ساتنه کوي ځواب به یې ورکړي.»

هغه د عمران خان د خوشې کېدو په تړاو ویلي:« موږ داسې کومه نښه نه وینو، چې خان صاحب به خوشې شي. موږ د اعتراض حق لرو او موږ به په خپل ځواک سره دا نظام مات کړو.»

د پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د یوې څاه په سر شخړه کې د یوې ښځې په ګډون ۴ کسه وژل شوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۱

د پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په ګودر سیمه کې د اوبو یوې څاه د کارولو په سر د دوو ګاونډیانو په شخړه کې د یوې ښځې او دوو وروڼو په ګډون ۴ کسه وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا؛ د شخړې پرمهال د دواړه خواوو ترمنځ ډزې تبادله شوې، چې پکې درې کسان ووژل شول او یوه مېرمنه سخته ټپي شوه.

پولیس وایي، ټپي شوې مېرمنه د درملنې لپاره د جمرود روغتون ته ولېږدول شوه؛ خو هغې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو زیاتوي، چې په دغه پېښه کې ښکېل کسان له سیمې څخه په تېښته بریالي شول؛ خو دوی د دغه کسانو د نیولو په اړه پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.

پښتونخوا کې یوې نیا په «زهرو» سره د خپلو درېیو لمسیانو ژوند پای ته ورساوه

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۱۶ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خېبرپښتونخوا د نوشېره سیمې په «ازاخېل بالا» سیمه کې یوې نیا خپلو درېیو لمسیانو ته «زهرجن مواد» ورکړي، چې له امله یې مړه شوي دي.

د پاکستان اېچ‌ډي ۲۴ ټلوېزیون د چهارشنبې په ورځ (د جون ۴مه) په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د ماشومانو پلار بخت‌شېر پولیسو ته خبر ورکړی چې د حریم، مریم او یمن په نومونو د هغه درې ماشومان د زهرجنو موادو د خوړولو له امله مړه شوي دي.
په پیل کې دا پېښه د یوې شکمنې مړینې په توګه ثبت شوې وه، خو وروسته د ماشومانو مور او پلار په محکمه کې شاهدي ورکړې، چې د یادو ماشومانو نیا او د محمدشېر مور شاهین بي‌بي د دغه مسمومیت مسووله بلل شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې د ماشومانو مور ماریا هم همدا ماده خوړلې وه، خو هغه ژوندۍ پاتې شوې ده.
پاکستاني پولیسو د پېښې انګېزه د خواښې او نږور ترمنځ د اوږدې مودې احتمالي شخړه بللې او په وینا یې، شاهین بي‌بي اوس مهال له هغوی سره په بند کې ده او څېړنې ترې روانې دي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې دا پېښه ډېره حساسه ده او دوی هڅه کوي څو د شواهدو په کره ارزونې سره عدالت تأمین کړي.

خېبرپښتونخوا په ځانګړې توګه په نوشېره سیمه کې دا ډول پېښې لومړنۍ نه‌دي، بلکې تر دې مخکې هم د کورني تاوتریخوالي او جنايي پېښو په ترڅ کې ګڼ کسان وژل شوي دي.

څه موده مخکې د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې په «نوشېره» سیمه کې یوه سړي خپله ۸۲ کلنه عمرخوړلې مور، یوه خور او یو ورور وژلي او بیا له سیمې تښتېدلی دی.

تر دې وړاندې هم په دې سیمه کې په «ملالۍ» مشهور د لایق‌خان په نوم یو نرښځی د خپل نږدې ملګري له‌خوا وژل شوی و.