ملا هبت الله دا ځل هم په کندهار کې د لوی اختر د لمانځه امامت خپله کړی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، نن شنبه د (غبرګولي ۱۷مه) لوی اختر په مناسبت د کندهار په عیدګاه جومات کې د دغه ډلې مشر ملا هبت الله په امامت د اختر لمونځ شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، نن شنبه د (غبرګولي ۱۷مه) لوی اختر په مناسبت د کندهار په عیدګاه جومات کې د دغه ډلې مشر ملا هبت الله په امامت د اختر لمونځ شوی.
مجاهد پر اېکس پاڼه زیاته کړې، چې زرګونه کسان د اختر لمانځه لپاره د کندهار عیدګاه ته ورغلي وو. د طالبانو مشر معمولا په لوی اخترونو کې لمونځ کوونکو ته ویناوې هم کوي، خو لا تر اوسه یې د نن ورځې وینا نه ده رسنیزه شوې.
نن شنبه د افغانستان په ګډون پاکستان او ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. خو د سعودي عربستان په ګډون ډېری هېوادونو بیا پرون د جمعې ورځ د (غبرګولي ۱۶مه) د اختر لومړۍ ورځ نمانځلې وه.

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام پخواني مرستیال محمد کریم خلیلي د لوی اختر په مناسبت په یو پېغام کې ویلي، دا ځل بیا یو بل اختر په داسې وخت کې راځي چې افغانان د یو مشروع نظام له لرلو څخه بې برخې دي.
هغه زیاته کړې، چې واکمن طالبان د خپل ناقانونه موجودیت په درک کولو سره، هڅه کوي چې له مذهب څخه د وسیلې په توګه کار واخلي. نوموړی په دې باور دی چې په افغانستان اوس مهال د داسې یو ډلې له لوري اداره کېږي چې د خلکو په رایه نه دي راغلي.
په پېغام کې راغلي، طالبانو د خلکو د لمنځه وړلو او ګواښلو کرغېړنې تګلارې پلي کړي دي. همدا راز یې ویلي، افغانستان اوس مهال له نړۍ والې ټولنې څخه جلا دی.
خلیلي، د نجونو پر زده کړو بندیز ، له سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي برخو څخه د هغوی محرومیدو ته هم اشاره کړې ده او دا یې لوی ظلم بللی دی.
د مخکني جمهوري نظام پخواني مرستیال په وینا، په هیواد کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو روانې سرغړونې په پراخه کچه لا هم دوام لري. هغه د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان لخوا په زوره د افغان کډوالو اېستل د یو بل ناورین د پیل کیدو لامل ګني.
کریم خلیلي د افغانانو د یووالي د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی او د ټولنیزو رسنیو له فعالینو یې غوښتي چې د کرکې د کرلو پر ځای یووالي ته وده ورکړي.
هغه په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د طالبانو سره د رضایت تګلاره بس کړي او له افغانانو سره د یو ډېموکراټیک او مشروع نظام په جوړولو کې مرسته وکړي.
د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم وايي، د طالبانو واکمني به یو ځل بیا ړنګه شي او خبرداری یې ورکړی، چې دا ډله به شمالي ولایتونو څخه د وتو پر وخت بیا له سختو ګواښونو سره مخ شي. هغه دا څرګندونې د ترکیې په انقره ښار کې د لوی اختر د لمانځه پر مهال کړي دي.
نوموړي د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۱۶مه) زیاته کړې: «طالبان په شمال کې مات شوي، او بېرته د تګ ته لاره نه لري». مارشال دوستم طالبانو ته په خطاب کې وویل: «په تېر وخت کې به یې ویل د لیلې دښته کې څه وشول، خو دا ځل دې نه وایي د سالنګ دښته کې څه پېښ شول. دا دې هم نه وایی، چې د بادغیس دښتو کې به یې څه حال وي؟».
هغه ټینګار کړی، چې طالبان به لکه د خپلې لومړۍ دورې په څېر یو ځل بیا له منځه ولاړ شي. د دوستم په خبره:«وطنوالو ډاډه اوسئ، طالبان به هماغسې لاړ شي لکه څنګه چې راغلي وو. زه ټوکې نه کوم».
د جنبش ګوند مشر ټینګار وکړ چې طالبان دا ځل د تېښتې هېڅ لاره نه لري. همدا راز مارشال دوستم د جمعې په ورځ د لوی اختر په مناسبت د اسلامي وحدت ګوند له مشر محمد محقق او له خپلو یو شمېر نورو پلویانو سره په انقره کې کتلي دي.
د مقاومت جبهې ملاتړ
مارشال دوستم په خپلو خبرو کې د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود څخه کلک ملاتړ اعلان کړ. د نوموړي په خبره: «موږ به له نظامي او مالي اړخه د د ځوان امر صاحب تر څنګ ودرېږو او هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ تر منځ بې اتفاقي رامنځته کړي».
هغه د طالبانو پر ضد ټولې سیاسي او نظامي ډلې یووالي ته راوبللې او زیاته یې کړه: «نه ټرمپ، نه پوتین او نه د افغانستان ګاونډیان نور په طالبانو باور لري. د افغانان باید ډاډه وي، طالبان به همداسې اړ شي، لکه څنګه چې راغلي وو».
مارشال عبدالرشید دوستم په تېرو دوو لسیزو کې له طالبانو سره د اوږدې جګړې مخینه لري او اوس یې یو ځل بیا ژمنه کړې چې د هغوی پر وړاندې به ودریږي.
د طالبانو د بلخ د والي ویاند وايي، چې د دغه ډلې والي یوسف وفا د امنیت د خوندیتوب په موخه د بلخ پر فضا د ښار پر زړه د هلیکوپټر ګزمې وکړې. یو شمېر کسانو د طالبانو د بلخ پر والي نیوکه کړې، چې د خپل واک ښودلو په خاطر د خپل مشر له امره هم سرغړونه کوي.
په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) پر اېکس پاڼه د دغه ولایت د والي یوسف وفا د عکسونو په خپرولو سره لیکلي: «د شمال زړه کې د اختر تیاری»
نوموړي زياته کړې: « زړه سوانده رهبري د خپلو مومنو پرګنو د امنیت د لا خوندي کېدو او ښه ثبات په موخه د ښار پر زړه د هلیکوپټر په مټ مانورې.»
پر طالبانو په خاص ډول هبت الله ته پر نژدې کس یوسف وفا نیوکې کيږي، چې د خپل واک ښودلو لپاره له مسولیت او بیت المال څخه ناسمه ګټه اخلي.
عام خلک په دې باور دي، چې ټولنه د اقتصادي ستونزو، لوږې، بېکاري، او ابتدایي خدمتونو له نشتوالي کړېږي، خو طالبان د بیتالمال هلیکوپټرې د خپل واک ښودلو او سیاسي مانورو لپاره کارولي.
د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د کنايي په ډول ویلي، چې د ټرمپ ادارې څخه د ایلن ماسک وتل موږ ته یوه پښېماني ده. نوموړي ویلي هغه ونه توانېد چې پر طالبانو د هرې اونۍ شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالره مرسته بندې کړي.
د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) پر اېکس پاڼه د کنایې په ډول د ویوک راماسوامي یادونه کړې او ويلي يې دي: «ویوک راماسوامي هوښیار و، چې ځان يې د ژورې لوبې څخه مخکي وژغوره.»
امرالله صالح لیکلي: «د ټرمپ له ادارې څخه د ایلن ماسک وتل موږ ته یواځي یوه پښېماني ده.»
نوموړي ویلي، چې دا زموږ لپاره یو افسوس دی.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایلان ماسک تر منځ لفظي شخړه د رسنيو سرټکي جوړ شوي.
ټرمپ د اېبيسي نیوز له خبریال سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې له ایلن ماسک سره خپله وروستۍ لفظي شخړه بېاهمیته وبلله.
د امریکا د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال جېنټنر ډرامونډ ویلي، ټول هغه افغان کډوال چې په ۲۰۲۱ کال کې په دغه ایالت کې مېشت شوي، باید و ایستل شي. هغه ادعا کړې چې د دې کسانو په سمه توګه ارزونه نه ده شوې او ښايي د عامه خوندیتوب لپاره ګواښ وي.
ډرامونډ چې د یاد ایالت مشرۍ ته نوماند دی، ویلي چې د مالیهورکوونکو د پیسو کارول د دې کډوالو مېشتېدو لپاره ناسم کار و. هغه همداراز، د افغانانو د مېشتېدو لپاره د د دغه ایالت د مخکېني مشر کوېن سټیټ پر پرېکړې نیوکه کړې ده.
ورته مهال،کوېن سټیټ بیا د ډرامونډ په ځواب کې کې زیاته کړې، هغه افغانان چې اوکلاهوما ته راغلي، په ډېر سختو شرایطو کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او اوس د ملاتړ مستحق دي، نه دا چې و ایستل شي.د ده په وینا، څوک چې د سياسي موخو لپاره داسې څرګندونې کوي، په حقيقت کې له ناسمو احساساتو او وېرې نه ګټه پورته کوي.
دې سره جوخت هغه بنسټونو چې د افغان کډوالو په مېشتېدو کې یې مرسته کړې، د امریکا د اوکلاهوما ایالت لوی څارنوال جېنټنر ډرامونډ دا څرګندونې غندلي او د اندېښنې وړ یې بللي دي.
د دې ترڅنګ د اوکلاهوما د کاتولیکانو خیریه بنسټ مشر د پاټریک راګلو وايي چې دا افغانان د تاوتریخوالي نه امریکا ته راغلي، نه دا چې دلته تاوتریخوالی راوړي. د هغه په وینا، د ډرامونډ خبرې غېرواقعي دي او یوازې د کرکې د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
د «کیر اوکلاهوما» یوه بنسټ ویرونیکا لیزور چې د مسلمانانو د حقونو لپاره مبارزه کوي، ویلي چې افغان کډوال له سختو امنیتي ارزونو نه تېر شوي دي. هغه زیاته کړې چې د څو کسانو د کړنو له امله باید د ټول قوم یا ټولنې په اړه قضاوت ونه شي.
هغه همداراز ټینګار کړی، ډېری هغه افغانان چې امریکا ته راغلي، له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله له جدي ګواښونو سره مخ وو او اوس په متحدهایالاتو کې د یوه خوندي ژوند په لټه کې دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان په لاسلیکولو سره د افغانانو په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو دغه هېواد ته د سفر بندیز ولګاوه. په دغه بندیز کې ایران، چاډ، د کانګو جمهوریت، استوايي ګینه، اریتریا، هایټي، میانمار، لېبیا، سومالیا، سوډان او یمن هېوادونه شامل دي.