اسراییلي کارپوهان: د ایران استخباراتي ادعاوې رواني جګړه ده

د اسراییل امنیتي کارپوهانو د ایراني چارواکو د وروستیو څرګندونو چې ګواکي د اسراییل محرم معلومات او اسناد یې ترلاسه کړي، مبالغهامېزه بللې او دا یې د رواني جګړې د عملیاتو یوه برخه ګڼلې ده.
د اسراییل امنیتي کارپوهانو د ایراني چارواکو د وروستیو څرګندونو چې ګواکي د اسراییل محرم معلومات او اسناد یې ترلاسه کړي، مبالغهامېزه بللې او دا یې د رواني جګړې د عملیاتو یوه برخه ګڼلې ده.
د اسراییل د انټرپول پخواني مشر اشر بن- ارتزي د یکشنبې په ورځ په دې تړاو یوې مرکه کې وویل: «په دې پوهېږم چې د اسراییل اړوند معلوماتو کلکه ساتنه کېږي او زه فکر نه کوم چې هکران وتوانېږي دې اسنادو ته لاسرسی پیدا کړي.»
د نوموړي په وینا، ښایي ترلاسه شوي معلومات په هغه کچه هم مهم نه وي، چې ایران یې په اړه ادعاوې کوي.
بن- ارتزي زیاته کړې: «ایران غواړي نړۍ ته ووايي چې د دوی استخباراتي ځواکونه مسلکي دي، خو ښايي دا فکر کوي چې د ناسمو معلوماتو په کارولو سره کولی شي خپلې لاسته راوړنې لویې وښيي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران صدا و سیما تېره ورځ راپور ورکړ چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې د اسراییل له دننه یو ستر شمېر ستراتیژیک او محرم معلومات او اسناد ترلاسه کړي، چې پکې د دغه هېواد د اټومي پروژو او تاسیساتو زرګونه اسنادونه شامل دي.
دې حکومتي رسنۍ په دې اړه هېڅ سند نه دی وړاندې کړی.
خو د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب بیا ویلي، چې ډېر ژر به دا محرم اسناد افشا کړي.