د ایران د استخباراتو وزیر وايي چې د اسراییل پټ اسناد به زر افشا کړي
د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب وايي، چې ډېر ژر به هغه محرم اسراییلي اسناد افشا کړي، چې د ایران استخباراتي ادارو ترلاسه کړي دي. هغه دا اسناد یوه"قیمتي خزانه" وبلله او ویې ویل، چې دا به د ایران د دفاعي او تهاجمي وړتیاوو پیاوړتیا ته لاره هواره کړي.
خطیب د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل، چې دغه اسناد د اسراییلي اټومي تاسیساتو، له امریکا، اروپا او نورو هېوادونو سره د اسراییل د اړیکو او د دوی د دفاعي سیستمونو په تړاو دي.
د رویټرز راپور وايي، لا تر اوسه اسراییلي چارواکو کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
خطیب زیاته کړه، « دا اسناد له امنیتي پلوه په لوړه کچه انتقال شول. د انتقال څرنګوالی به پټ پاتې شي. خو ډېر ژر به دا اسناد خپاره شي. د زرګونو اسنادو یادونه کافي نه ده، شمېر تر دې ډېر دی».
دا اسناد داسې مهال افشا کیږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی و چې که ایران له واشنګټن سره هوکړې ته ونه رسېږي، نو نظامي اقدام به وکړي. خو راپورونه وايي، په اپرېل کې ټرمپ د اسراییل له خوا پر ایراني اټومي تاسیساتو برید رد کړی و او پر ځای یې د یوې هوکړې لپاره هڅې پیل کړې.
د ایران مشر علي خامنهيي تېره اونۍ وویل چې له یورانیم بډاینې لاس اخیستل د ایران له ملي ګټو سره ۱۰۰ سلنه تضاد لري.
پر همدغه مهال د طالبانو مشر د شنبې په ورځ د لوی اختر د خطبې پرمهال د امریکا له لوري د ۱۲ هېوادونو پر وګړو بندیز وغنده او دایې د «نسلي تعصب» نښه وبلله. نوموړي وویل، چې امریکا نه یوازې په افغانستان کې ظلم کړی، بلکې اوس په فلسطین کې هم د اسراییل له لوري د مسلمانانو د وژنې ملاتړ کوي.
په ورته مهال د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم د اختر وینا کې ویلي:«هغه افغانان چې د امریکا له بندیز وروسته نهیلي دي، ورته وایم چې خپل هېواد ته راستانه شئ، که څه هم له امریکایانو سره مو ۲۰ یا ۳۰ کاله کړی وي او د اسلامي نظام پر ضد مو خدمت کړی وي.»