• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زېلېنسکي: پوتين د اوکراین د بشپړ ماتولو په لټه کې دی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سولې غوښتونکی نه دی او د اوکراین د بشپړ ماتولو په لټه کې دی. نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې روسیې وویل ټانکونه یې د اوکراین د دونیڅک سیمې لوېدیځې پولې ته رسېدلي دي.

د روسیې دفاع وزارت وايي، چې د دوی د ټانک ۹۰یمه لوا د اوکراین د دونیڅک سیمې لوېدیځې پولې ته رسېدلې او د ډنيپروپتروفسک سیمې پر لور یې بریدونه پیل کړي دي.
له دې سره، د اوکراین رسنیو بیا د یکشنبې په ماښام راپور ورکړی چې د روسیې د احتمالي هوایي بریدونو له امله د اوکراین په شپږو ولایتونو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ایران ولسشمر: پلټنو ته چمتو یو، خو له اټومي ټکنالوژۍ تېرېدونکي نه یو

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۲۶ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، چې د «IAEA» لخوا د خپل سوله ییز اټومي پروګرام په اړه ډاډ ورکولو لپاره چمتوالی لري، خو په هیڅ ډول د خپلو اټومي حقونو او لاسته راوړنو څخه نه تېرېږي.

د ایرو اېشیا خبري وېب پاڼې د راپور پر بنسټ، دا څرګندونې پزشکیان په تهران کې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیو سره په یوه ګډه غونډه کې کړي دي.

مسعود پزشکیان د ایران او امریکا ترمنځ د اپرېل میاشتې راهیسې غېر مستقیمو خبرو اترو ته په اشارې سره ویلي، مقابل اړخ په داسې حال کې د بهانو په لټه کې دی چې تهران د سوله ییز اټومي پروګرام ژمنې ثابتې کړي دي.

هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د اټومي ادارې د اعتراف سره سم د ایران اټومي پروګرام شفاف دی، د پزشکیان په خبره: «موږ به هیڅ هېواد د پوهې، ساینسي ټیکنالوژیو او لاسته راوړنو څخه محروم نه کړو».

د ایران ولسمشر ټینګار کړی، چې ایران تل د منطقي او پر ځای خبرو اوریدو ته چمتو دی، مګر هیڅکله ځورونو ته غاړه نه ږدي.

ازبکستان طالبانو سره د اړیکو او تعامل لپاره ځانګړې پاملرنه کړې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۵۴ GMT+۱

د ایرو اېشیا ویب پاڼې د یوې مقالې له مخې، اوس مهال ازبکستان له طالبانو سره د اړیکو پراختیا او تعامل ځانګړې پاملرنه کړې. مقاله کې زیاته شوې، چې د انرژۍ، اقتصاد او امنېتي برخو کې دغه پراخې اړیکې پالل شوي دي.

دغه اړیکې به له ازبکستان سره مرسته وکړي، تر څو نویو بازارونو ته لاسرسی او د سیمې په ثبات کې لازمې همکارۍ رامنځته کړي. د ایرو اېشیا وېب پاڼې د شننې پر بنسټ، د ازبکستان په تاشکند کې د مرکزي اسیا لپاره د نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ سفیر جاولون واخابوف دا هڅه «د اتصال له لارې ثبات» ګڼي.

همدا راز ویل شوي،‌ ازبکستان د طالبانو د منزوي کولو پرتله عملي چلند او داسې تګلارې غوره کړې چې بشري ملاتړ او د سیمه ایز امنیت انډول وساتي.

ایرو اېشیا زیاتوي، د ازبکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه د مخه پیل شوې وې.

په ۱۹۹۷ زېږدیز کال کې، د ازبکستان پخواني ولسمشر اسلام کریموف د افغانستان لپاره د «شپږ او دوه» ډلې وړاندیز کړی و، چې موخه یې د خبرو اترو او سیاسي هوکړو له لارې د سولې راوړل وو.

په ۲۰۱۸ کې، ازبکستان د تاشکند کنفرانس کوربه و، چې د طالبانو او د افغانستان مخکني اسلامي جمهوریت تر منځ د بې شرطه سولې خبرو اترو غوښتنه یې کړې وه، خو طالبانو بیا هلته دریځ ونیوه، چې یوازې د امریکا سره خبرې کوي. هم مهاله یادې ډلې د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه هم کړې وه.

ایرو اېشیا زیاتوي، په ۲۰۲۲کال کې، تاشکند د افغانستان په اړه د ۳۰ هیوادونو استازو سره د یوه ګډ کنفرانس کوربتوب وکړ. دغه غونډه د نړیوالې ټولنې لپاره د طالب چارواکو سره د خبرو اترو یوه موقعه ګڼل شوې، څو په افغانستان کې د پانګونې تر څنګ د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو لخوا د کنګل شویو افغان شتمنیو د خوشې کولو د غوښتنې فرصت برابر کړي.

ازبکستان د طالبانو حکومت لا په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د اوبو او سرحدي سرچینو په تړون کې د دواړو هیوادونو اړیکې لا بنسټیزې کیږي.

په دغه شننه کې راغلي، تاشکند د اوبو د سرچینو په اړه خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي او د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې یې له افغانستان سره د اوبو شراکت لپاره یوه ګډه هوکړه هم لاسلیک کړې. همدا راز ازبکستان په افغان خاوره کې د شته ترهګرو ډلو د ګواښ پر وړاندې مبارزه هم کوي.

ایرو اېشیا وایي، چې ازبکستان د اقتصادي فرصتونو د زیاتولو او د ترهګرۍ د مخنیوي سربېره هڅه کوي چې د اوبو د شراکت په برخه کې د افغانستان سره همکاري وکړي.

ازبکستان په راتلونکي کې د افغانستان د کليدي کانونو په پراختیا کې هم مهم رول لري.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو سره د تاشکند د تجارت حجم په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۱ میلیارد ډالر ته ورسید، چې تر ډیره یې ازبکستاني صادرات و.

ازبکستان نه یوازې د سوداګرۍ لپاره بلکې افغانستان د سیمه ایز پله په توګه کارول غواړي.

ایران په تېرو اته میاشتو کې «یو میلیون افغان کډوال» اېستلي دي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۱

د ایران په ولسي جرګه کې د کورنیو چارو کمېسیون غړی علي اصغر نخايي راد وایي، چې په تېرو اتو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون بې اسناده افغان کډوال له ایران څخه اېستل شوي دي.

د ایرانۍ دیدبان وېب پاڼې د د نوموړي له قوله لیکلي، چې له دغه هېواده د یو میلیون افغان کډوالو اېستل به په ټولیزه توګه احساس نه شي، ځکه دغه کډوال پر قانوني پاسپورټونو یا هم په ناقانونه لارو بېرته ایران ته ورشي.

علي اصغر نخايي راد دا هم وویل، چې د ایران حکومت د ملي کډوالۍ سازمان اړوند قانون یې د ایران پارلمان ته وړاندې کړی دی. د هغه په ​​وينا، د دې لايحې له مخې، په ايران کې د اوسنيو افغان کډوالو نيمايي برخه بايد له یاد هېود واېستل شي.

نوموړي زیاته کړې، هغه افغان کډوالو ته چې اسناد لري د کار کولو جوازونه به هم ورکړل شي، خو که دوی قناعت ونه کړي، نو بیا به واېستل شي.

نخايي راد په خبره: «د قانون له مخې، افغانان حق نه لري چې په ډېری دندو کار وکړي، دوی یوازې د کارګرانو په توګه د کار جوازونه ترلاسه کولی شي».

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني له دې تر مخه اعلان کړی و، چې اسناد لرونکي کډوال په ایران کې د اوسېدو اجازه لري، خو هغه کسان چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري له دې هېواد به یې وباسي.

مهاجراني ویلي و، حکومت به حتمي د هغو افغانانو مساله چې اسناد لري له هغو نورو جلا کړي چې هېڅ ډول اسناد نه لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان تېره ورځ اعلان کړی و چې یوازې د روان کال په مې میاشت کې «۱۵۶۷۵افغان کورنۍ» په زور له ایران څخه افغانستان ته ستنې کړای شوي چې د اپرېل پرتله نږدې دوه برابره دا شمېر زیات دی.

د رسمي شمېرو له مخې په ایران کې شاوخوا اته میلیونه افغان کډوالو اوسېږي چې له ډلې یې څلور میلیونه د استوګنې قانوني اسناد نه لري او یا یې هم موده پای ته رسېدلې ده.

کولمبیا کې د ولسمشرۍ احتمالي نوماند په ډزو وویشتل شو

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۰۵ GMT+۱

میګویل اوریب توربي کولمبیایي سناتور او د دغه هیواد د ۲۰۲۶کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالي ښي اړخی نوماند په بوګوټا کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال د شا لخوا درې مرمۍ په ډزو ویشتل شوی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، میګویل اوریب توربي اوس د روغتون په بېړنۍ څانګه کې په جدي حالت کې تر درملنې لاندې دی.

په راپور کې راغلي، چې د کولمبیا اپوزیسیون محافظه کار ډیموکراJیک ګوند په یوې خبرپاڼه کې د غندنې ترڅنګ دا برید ډیر جدي بللی، خو د ښاغلي اوریب د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه ندي ویلي.

بلخوا د اوریب توربي مېرمن ماریا کلاوډیا تارازونا د خپل خاوند د اېکس خواله رسنۍ په حساب لیکلي: « خاوند مې د خپل ژوند لپاره مبارزه کوي». د کولمبیا د دفاع وزیر پیدرو سانچز رسنیو ته وویل، چې د پېښې په تړاو یې یو شکمن کس نیولی او څېړنې روانې دي، ترڅو دا معلومه کړي چې په یاده پېښه کې نور څوک لاس لري.

د اختر په مناسبت؛‌ ازبکستان له طالبانو سره نږدې «۲۰۰سوه ټنه» بشري مرسته کړې

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۸ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۵۰ GMT+۱

ازبکستان د اختر په مناسبت له طالبانو سره د خوراکي توکو په ګډون «۱۸۳زره ټنه بشري» مرسته کړې ده. د طالبانو تر ادارې لاندې د بلخ ملي راډیو ټلوېزیون خبر ورکړی، چې دا مرستې شنبه د (غبرګولي ۱۷مه) په حیرتانو بندر کې کې د ازبکستاني چارواکو له لوري طالبانو ته سپارل شوې دي.

د مرستو د سپارلو په دې مراسمو کې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله اله اېرګاشیف او د یاد هېواد د یو شمېر نورو چارواکو تر څنګ په بلخ کې د طالبانو د والي مرستیال نور الهادي هم ګډون درلود.

په ترمز ښار کې د ازبکستان سرحدي چارواکو رسنیو ته وویل، چې دا مرستې یې د ولسمشر شوکت میرضیاییف په لارښوونه بلخ ته استولي دي. په دې بشري مرستو کې اوړه، وریجې، بوره، پاستا، غوړي، لوبیا او یوشمیر نور خواږه شامل دي.

تر دې پخوا ازبکستان د تېر کوچني اختر او نوروز په مناسبتونو کې هم له افغانستان سره د شاوخوا دوه سوه ټنه خوراکي موادو مرستې کړې وې.