طالبانو د کمپنۍ بازار د اورلګېدنې د تاوانونو له جزیياتو پرته، د ۱۳۹ هټیو د ژغورلو خبر ورکړ

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د کابل پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ بازار کې د لیلامي توکو یوه سرای کې د اور لګېدنې د تاوانونو په اړه د پوره معلوماتو له ورکړې پرته وایي، چې ۱۳۹ هټۍ له سوځېدو ژغورل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دا اورلګېدنه د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د حاجي امانالله او حاجي نورالله په مارکېټ کې شوې ده، چې له امله یې یو شمېر هټۍ سوځېدلي دي.
قانع په دې اړه چې په یاده پېښه کې دقیق څومره هټۍ سوځېدلي دي او څومره مالي تاوانونه هټۍوالو ته رسېدلي دي، څه نه دي ویلي.
نوموړي د اورلګېدنې اصلي لامل برېښنايي ستونزه ښودلې ده.