• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لکي مروت کې د پاکستاني طالبانو درې وسله وال وژل شوي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۱۳ GMT+۱

له پاکستاني طالبانو سره تړلي درې وسله وال د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت کې له پولیسو او د امن کمېټې له غړو سره په نښته کې وژل شوي. د پاکستاني طالبانو اړوند سرچینو ویلي چې وسله وال یې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی، چې د وژل شویو کسانو په منځ کې «چوټا وسیم» هم شامل دی چې د تحریک طالبان پاکستان سیمه‌ییز قوماندان ګڼل کیږي.

په پیل کې د پاکستاني طالبانو اړوند یو شمېر رسنیو ویلي و، چې پنځه وسله وال د بې پيلوټه الوتکې د برید په نتیجه کې وژل شوي، خو پولیسو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دغه کسان د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

دغه نښته هغه وخت رامنځته شوه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په سیمه کې عملیات پیل کړل.

رپوټونه وايي، چې پولیسو دغه عملیات د سیمې د امن کمیټې په همکارۍ ترسره کړي او یو تن پولیس هم پکې وژل شوی.

لکي مروت له تېرو میاشتو راهیسې د طالبانو د بیا فعالیدو شاهد دی.

تر دې دمه د پولیسو او ځايي امنيتي ځواکونو له لوري کومه مرګ ژوبله نه ده رپوټ شوې.

تحریک طالبان پاکستان په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۴

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

علي امین ګنډاپور: مرکزي حکومت دې له طالبانو سره په خبرو کې د ایالتي جرګې غړي هم شامل کړي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۳۱ GMT+۱

د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، چې د پاکستان مرکزي حکومت له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې دي. هغه د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د ایالتي جرګې غړي دې هم په دغه خبرو اترو کې شامل کړي.

څه موده وړاندې ګنډاپور په یوه خبري غونډه کې ویلي و، چې د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یوه جرګه کابل ته استوي؛ خو د ګنډاپور دغه څرګندونې د پاکستان د مرکزي حکومت د نیوکو سره مخامخ شوې.

هغه مهال د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا ویلي و، چې د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور او والي فیصل کریم کنډي ته به دا اجازه ورنه کړي چې له طالبانو سره په خپلواک ډول معامله وکړي.

نوموړي زیاته کړې وه: «د دفاع او بهرنیو چارو مسایل په قانون کې ډېر روښانه دي؛ نو پر دې اساس د حقوقي او قانوني پلوه له طالبانو سره د خبرو اترو موضوع یوه فدرالي موضوع ده.»

د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته تر دې وړاندې ګېله کړې وه، چې افغانستان ته یې په خپل سفر کې د پښتونخوا حکومت نه دی شامل کړی. هغه ویلي و، د پاک-افغان خبرو اترو تر ټولو لوی اړخ پښتونخوا ایالت دی؛ چې له دې خبرو پاتې کړل شوی.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز د ښاغلي ګنډاپورپه حوالې راپور ورکړی، چې پښتونخوا اوس کولای شي د خپلو عوایدو څخه د دغه هېواد فدرالي حکومت ته هم پورونه ورکړي.

د لوی اختر په مناسبت طالبانو او د پاکستان پوله ساتو ځواکونو یو بل ته خواږه ډالۍ کړي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۳۱ GMT+۱

د لوی اختر په مناسبت د ډیورنډ په کرښه انګور اډه کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو او طالبانو یو بل ته خواږه ډالۍ کړي دي.

د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو سیمه‌ییز قوماندان طالبانو ته د اختر مبارکۍ ویلو پر مهال طالب ځواکونو ته خواږه ورکړي او طالبانو یې هم په بدل کې پاکستاني ځواکونو ته خواږه ډالۍ کړي دي.

د پاکستاني رسنۍ د راپور له مخې؛ دغه اقدام داسې مهال شوی، چې په تېرو څلورو کلونو کې د دواړه خواوو پوله ساتو په ډیورنډ فرضي کرښه په وار، وار نښتې کړې او په پایله کې یې د دواړو خواوو یو شمېر ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

شنونکي په دې باور دي، چې په وروستیو ورځو کې د چین په منځګړتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې شوې دي.

چین په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې کوربه‌توب وکړ او تر ناستې وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دواړه خواوې به خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې د شارژدافیر څخه سفیر ته لوړې کړي.

له دې اعلان وروسته، طالبانو او اسلام اباد د سفیرانو په کچه خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې.

منظور پښتین په اختریز پېغام کې د ظالم پر وړاندې پښتنو ته د بري دوعا کړې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۷ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۱ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپل اختریز پېغام کې پښتانه محکوم او مظلوم بللی دي. هغه هیله څرګنده کړې چې دغه قوم د ظالمانو پر وړاندې یووالی غوره کړي، څو پرې بریالي شي.

هغه د (غبرګولي ۱۶مه) په خپل پېغام کې زیاته کړې: «د الله تعالی څخه دوعا غواړو چې پښتنو ته د ظالم پر وړاندې اتحاد، تنظیم او داسې عمل ور نصیب کړي چې مظلوم بریالی او‌ ظالم نسکور شي». د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پښتون قوم د حقونو غوښتلو په لاره کې وژل شویو کسانو او د زندانیانو کورنیو ته د اختر ځانګړي مبارکي ویلې ده.

پېښور کې نن (جمعه) د افغان کډوالو د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۲۸ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې یو شمېر خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې نن د جمعې ورځ د (غبرګولي ۱۶مه) د افغان کډوالو له لوري د لوی اختر لومړۍ ورځ نمانځل شوې او لمونځونه یې هم ادا کړي دي.

د معلوماتو له مخې؛ کارخانو، بورډ بازار، تاج اباد، دانش اباد او څمکنۍ هغه سیمې دي، چې نن په کې افغان کډوالو د قربانۍ اختر لومړۍ ورځ نمانځلې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو او پاکستان د نورو اسلامي هېوادونو برعکس سبا د شنبې ورځ د (غبرګولي ۱۷مه) د ستر اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

په خواله رسنیو کې د طالبانو دغه پرېکړې د افغانانو ترمنځ سخت غبرګونه راپارولي او له اسلامي نړۍ څخه یې دغه ډول جلا والی غندلی دی.

له دې سره، سره د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغانانو نن د (جمعې ورځ) د لوی اختر د لومړۍ ورځې لمونځونه ادا کړي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د سعودي عربستان د اعلان برعکس اخترونه لمانځلي دي؛ خو د افغانستان مخکیني جمهوري نظام د سعودي عربستان او نړۍ نورو هېوادونو سره په ګډه د اختر ورځې نمانځلې.

علي امین ګنډاپور: د عمران خان د خوشې کېدو هیڅ نښه نشته

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۲۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، چې دوی له زندانه د تحریک انصاف ګوند د بنسټ اېښودونکي عمران خان د خوشې کېدو کومه نښه نه ویني. هغه زیاته کړه، چې دوی د احتجاج حق لري او په خپل ځواک سره به اوسنی نظام مات کړي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ له اډیاله زندانه بهر د عمران خان سره تر لیدنې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.

هغه ویلي:« اوسنی نظام باور لري، چې دوی کولای شي د زور په کارولو سره ملت غلام کړي.دوی باید پوه شي، چې موږ به د زور په وړاندې د زور او د ګولیو په وړاندې د ګولیو ځواب ورکړو. که څوک په ما ډزې وکړي، هغه کسان چې زما ساتنه کوي ځواب به یې ورکړي.»

هغه د عمران خان د خوشې کېدو په تړاو ویلي:« موږ داسې کومه نښه نه وینو، چې خان صاحب به خوشې شي. موږ د اعتراض حق لرو او موږ به په خپل ځواک سره دا نظام مات کړو.»