• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له سختو لاریونونو وروسته؛ د ټرمپ په امر سمندري ځواکونه د امریکا لاس انجلس ته رسېدلي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۰۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر سلګونه امریکايي سمندري سرتېري لاس انجلس کې ځای پر ځای شوي چې د ۴ زره ملي ګارډ ځواکونو ملاتړ وکړي. دا ګام د ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو پر ضد د لاریونونو له سختېدو وروسته اخېستل شوی.

د کالیفورنیا والي ګیون نیوسم او د لاس انجلس ښاروالې کارن باس له فدرالي مداخلې سره مخالفت ښودلی.

دوی ویلي، چې زیاتره لاریونونه سوله‌ییز ول.

سمندري ځواکونه په ځانګړي توګه د فدرالي ملکیتونو او کارکوونکو ساتنه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د سمندري ځواکونو لېږل یو نادره امر ګڼل کېږي.

د ټرمپ ادارې له‌خوا د کډوالۍ سیاستونو له سختولو وروسته، لاریونونه د ټېکزاس ایالت ډالاس او اسټین ښارونو ته هم وغځېدل.

د فاکس نیوز د راپور له مخې؛ د دوشنبې په ماښام (د غبرګولي ۱۹مه) لسګونه خلک په ډالاس کې د «مارګارېټ هانټ هېل» پل ته څېرمه سره راټول شوي وو او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي اقداماتو پر ضد یې شعارونه ورکول.

دارنګه په اسټین ښار کې هم سلګونه لاریون کوونکي سړکونو ته راوتي وو او په لاس انجلس کې یې له لاریونوالو سره د پیوستون اعلان وکړ.

دغو لاریونوالو د ټرمپ ادارې له‌خوا د ناقانونه کډوالو پر وړاندې د ځپونکو عملیاتو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

که څه هم په ډالاس او اسټین کې لاریونونه سوله‌ییز بلل شوي خو په نورو ښارونو کې بیا دغه لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

اسراییل یو ۱۳ کلن هلک ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۱

د تل ابیب پولیسو او د اسراییل استخباراتي ادارې یو ۱۳ کلن هلک نیولی دی، چې ګومان کېږي د ایران له خوا یې ځینې دندې منلې وې. اسراییل وايي، دغه هلک اعتراف کړی چې د ایران استخباراتي کسانو د ټیلیګرام له لارې ورسره اړیکه نیولې او د محدودو دندو لپاره یې د مالي انعام وړاندیز ورته کړی و.

د اسراییلي چارواکو په وینا، په یادو دندو کې یوه مهمه غوښتنه د اسراییل د هوايي دفاعي سیستم ایرن دوم عکسونو اخیستل وو.

چارواکي وايي چې هلک دغه دنده نه ده ترسره کړې، خو له تورنو سره یې اړیکه او خبرې تایید شوې دي.

د امنیتي چارواکو په وینا، دا پېښه ښيي چې دښمن هېوادونه اوس هڅه کوي ان کم‌عمره ماشومان د خپلو استخباراتي اهدافو لپاره وکاروي.

امریکا کې یوه چینایي وګړي شمالي کوریا ته د وسلو صادرولو په جرم اعتراف کړی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا د عدليې وزارت وايي، یوه چینایي وګړي چې شنګ‌هوا وین نومیږي او په ناقانونه توګه په متحده ایالاتو کې اوسېده، منلې ده چې د شمالي کوریا د حکومت په غوښتنه یې وسلې، مهمات او نور پوځي توکي دغه هېواد ته صادر کړي.

وین، چې د کلیفورنیا ایالت د اونټاریو ښار اوسېدونکی دی، د نړیوالو بیړنیو اقتصادي صلاحیتونو له قانون نه په سرغړونې او د یوه بهرني حکومت د ناقانونه استازي په توګه د فعالیت په تور اعتراف کړی.

د امریکا عدليې وزارت وايي، وین ته د شمالي کوریا چارواکو له خوا په چین کې د دې پلان لارښوونه شوې وه او شاوخوا دوه میلیونه ډالر هم ورکړل شوي وو.

د نوموړي محاکمه به د روان کال په اګست میاشت کې ترسره شي.

بریتانیا د اسراییل دوه وزیران بن ګویر او سموتریچ تحریموي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۲۶ GMT+۱

ټایمز د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې بریتانیا او نور نړیوال متحدین به د غزې جګړې په تړاو د اسراییل دوه خورا ښي اړخي وزیران، ایتامار بن ګویر او سموتریچ، په رسمي ډول تحریم کړي. د رویټرز د رپوټ له مخې، د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت ددغه رپوټ په اړه ځواب نه دی ویلی.

رویټرز د ټایمز له قوله وایي، لندن به له کاناډا، استرالیا، نیوزیلینډ او نورو هیوادونو سره یوځای شي چې د اسراییل د ملي امنیت وزیر بن ګویر او د مالیې وزیر سموتریچ شتمنۍ کنګل کړي او د سفر بندیزونه پرې ولګوي.

بریتانیا د نورو اروپايي هیوادونو په څیر د اسراییل پر صدراعظم بنیامین نتانیاهو فشار زیات کړی چې غزې ته د مرستو پر لاریو بندیز پای ته ورسوي.

لندن تیره میاشت له اسراییل سره د "ځوروونکو سیاستونو" د تعقیب له امله په اشغال شوې لویدیزه تړانګه او غزه کې د ازاد تجارت خبرې وځنډولې، خپل سفیر یې وغوښت او د لویدیزې غاړې پر میشت ځایونو یې نور بندیزونه اعلان کړل.

جاپان د لومړي ځل لپاره په ارام سمندر کې دوې چینایي الوتکه وړونکې بېړۍ لیدلې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۱

د رویټرز د راپور له مخې، د جاپان دفاع وزارت ویلي چې د چین دوې الوتکه وړونکې بیړۍ «لیاونینګ» او «شاندونګ»د لومړي ځل لپاره په یوه وخت کې د ارام سمندر په بېلابېلو برخو کې لیدل شوې دي.

د جاپان د دفاع وزیر جن ناکاتاني ویلي، دغه عملیات ښيي چې چین غواړي خپلې پوځي وړتیاوې له خپلو پولو نه ورهاخوا پراخې کړي. نوموړي ټینګار کړی چې جاپان به د چین د سمندري ځواکونو حرکات له نږدې وڅاري او خپلې هوايي دفاعي وړتیاوې به نورې هم پراخې کړي.

بل لور ته د چین د سمندري ځواک ویاندې ویلي چې دا عملیات «معمولي روزنیز تمرینونه» دي او کوم هېواد یې هدف نه دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم ټینګار کړی چې د دوی فعالیتونه د نړیوالو قوانینو مطابق دي.

د جاپاني چارواکو په وینا، له می میاشتې راهیسې چین د ختیزې اسیا په اوبو کې د خپلو سمندري او ساحلي ځواکونو حضور زیات کړی، چې دغه کار د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر: د پاکستان ۸ اصلي هوایي اډې مو له کاره غورځولې دي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۰۰ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس. جې شنکر خبرداری ورکړی چې هند به د پاکستان په هره برخه کې د ترهګرۍ خلاف غبرګون وښيي. جې شنکر پاکستان تورن کړ، چې ترهګري د دولتي پالیسۍ په توګه کاروي. هغه پولیټیکو ته په مرکه کې وویل، چې هند د پاکستان اته اصلي اډې له کاره غورځولې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس. جې شنکر د بروکسل په سفر کې، چې له اروپایي اتحادیې سره د لوړې کچې سوداګریزو خبرو لپاره ترسره شوی و، له پولیټیکو سره په مرکه کې وویل، « پاکستان داسې هېواد دی چې ترهګري یې د دولتي پالیسۍ وسیله ګرځولېاو همدا اصلي موضوع ده».

نوموړي د ترهګریزو هڅو پر ضد د خبرداري په توګه ځل بیا ټینګار وکړ چې هند به په ځواب ویلو کې هېڅ ډول تردید و نه کړي.

کله چې له جې شنکر وپوښتل شول چې ایا هغه شرایط لا هم شته چې د تېرې میاشتې د نښتو لامل شول، نوموړي وویل: «که تاسې ترهګرۍ ته ژمنتیا د شخړې سرچینه ګڼئ، نو هو، دا اوس هم شته».

جې شنکر دا هم وویل چې د هند جنګي الوتکو او توغندیو د پاکستان هوایي ځواک ته پراخ زیان رسولی او اسلام‌اباد یې سولې ته اړ ایستی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د هند او پاکستان په جګړه کې یوه میراج او یوه رافایل الوتکه، چې دواړې فرانسوۍ ساخت دي، ویجاړې شوې دي. امریکایي او فرانسوي چارواکو څو رسنیو ته ویلي چې پاکستان لږ تر لږه یوه فرانسوۍ جنګي الوتکه د چینایي ټکنالوژۍ په وسیله غورځولې ده.

کله چې جې شنکر په دې اړه د وضاحت لپاره تر فشار لاندې راغی، د هند د هوایي ځواک د الوتکو ویجاړېدل یې رد نه کړل، خو ویې ویل چې اړوند چارواکي به په خپل وخت پوره معلومات ورکړي.

هغه زیاته کړه، « تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم، رافایل څومره اغېزناکه وه، یا نور سیسټمونه څومره موثر ول ، زما لپاره د شواهدو معیار دا دی چې د پاکستان اړخ ته هوایي ډګرونه ویجاړ او له کاره لوېدلي دي».

نوموړی زیاتوي، « جګړه د مې پر۱۰ مه پای ته ورسېده او دا یوازې د یوه دلیل له امله وه، ځکه موږ د همغې ورځې په سهار د پاکستان ۸ اصلي هوایي اډې وویشتلې او له کاره مو وغورځولې. دا یوازې زما خبرې مه ګڼئ، دا انځورونه د ګوګل له لارې هم موجود دي، هلته تاسې لیدلی شئ چې ځغل لیکه او هنګرونه څومره زیانمن شوي».

پاکستان تازه په غیر رسمي ډول اعلان کړی، چې له چین نه نوې جنګي الوتکې او توغندي پېري او خپله دفاعي بودجه لوړوي.

جې شنکر، چې له اروپایي اتحادیې سره د سوداګریزو خبرو لپاره بروکسل ته تللی و، دا هم وویل چې پاکستان په ښکاره ډول «زرګونه ترهګر روزي» او دا ترهګر پر خپل «جنوبي ګاونډي» ور خوشي کوي.

هغه زیاته کړه، « موږ نه غواړو له دغه حالت سره عادي شو. زموږ پیغام ورته دا دی: که تاسې د اپرېل د برید په څېر وحشیانه کړنې بیا تکرار کړئ، نو ځواب به مو خامخا ووینئ او دا غچ به له ترهګرو سازمانونو او د هغوی له مشرتابه وي، موږ ته دا مهمه نه ده چې هغوی چیرې دي. که هغوی د پاکستان په ژورو برخو کې وي، موږ به هم په پاکستان کې ژور لاړ شو».