• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کابل کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار: تېر کال افغانستان د ایران پنځم سوداګریز شریک و

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۱

کابل کې د ایران د سوداګرۍ مشاور حسین روستایي وایي، تېر کال افغانستان د ایران پنځم سوداګریز شریک و. د ایران د ګمرک د رسمي شمېرو له مخې، ایران تېر کال افغانستان ته له دوه میلیارده او ۴۰۰ میلیون ډالرو زیات صادرات کړي دي.

ایران د نږدېوالي، ژبنیو او کلتوري مشترکاتو له امله د افغانستان لومړنی سوداګریز ملګری پاتې شوی، خو کارپوهان په دې باور دي چې دا به تل داسې نه وي، ځکه افغانستان د تولید په لور حرکت کړی او سیالان یې په افغان بازار کې فعال شوي دي.

کابل کې له صدا و سیما خبري اژانس سره په مرکه کې ایراني اقتصادي فعال یعقوب واحد ویلي، چې چین د افغانستان اقتصاد ته ننوتی. دلته یې ټولګي او ښوونځي پرانیستي، افغانان ډېر ځېرک خلک دي، که افغانان چینایي ژبه زده کړي نور نو له ایران سره د سوداګرۍ برخه کې همکاري نه کوي.

افغان تجار نجیب الله نظیفي وایي، د افغانستان معادن وزارت سره امریکا، برېتانیا، هند، پاکستان، ایران او ټول هېوادونه پانګونه لري، بازار خلاص دی خو ایران دغه بازار له لاسه ورکوي.

طالب چارواکي وایي، په تېرو ورستیو کلونو کې افغانستان د ۱۶۰ توکو په صادراتو کې ځان بسیاینې ته رسیدلی دی.

د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وایي امریکا او اروپایي هېوادونو ته د افغانستان صادرات پیل شوي.

نوموړی زیاتوي، د دغو صادراتو حجم کوچنی ولی لوړ کیفیت لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د فاریاب لاریون کوونکو "زنده باد دوستم" شعارونه ورکړل

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۰ GMT+۱

څلورو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې په فاریاب کې طالبانو لسګونه کسان د دولت اباد ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پر ضد د اعتراض په تور نیولي دي. د سرچینو په وینا، لاریون کوونکو د "زنده باد دوستم" شعارونه ورکول او د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته ننوتل.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د اختر په دویمه ورځ د نجونو د ځورونې پر سر د ځوانانو د یوې ډلې تر منځ له نښتې وروسته طالبانو یو شمېر کسان نیولي او له ځانه سره بیولي دي.

د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې، د غبرګولي په ١٩مه، د دولت اباد د امنيه قوماندانۍ پر وړاندې د يادو ځوانانو د خلاصون په موخه لاريون وشو، چې یوشمېر نور لاريون کوونکي هم ونیول شول.

دوو نورو سرچينو هم تاييد کړې، چې لاريون کوونکي د لاريون په ترڅ کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ ودانۍ ته ننوتلي دي.

د سرچينو په وينا، وسله وال طالبان په شخصي جامو کې لاريون کوونکي لټوي.

یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالب ځواکونو کور په کور تلاشي پیل کړې او لسګونه نور کسان یې نیولي دي.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، خلک د نيول کېدو له وېرې له خپلو کورونو څخه وتلي دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رارسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د ځایي اوسیدونکو یوه لویه ډله د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ د ودانۍ شاوخوا راټول شوي دي.

د بندیانو دقیق شمېر لا نه دی څرګند، خو سرچینې مختلفې شمېرې ورکوي.

یوې سرچینې د بندیانو شمېر شاوخوا سل تنه ښودلی، په داسې حال کې چې طالبانو ته نږدې یوې بلې سرچینې دا شمېر ۳۵ ښودلی.

طالبانو تر دې دمه په رسمي ډول د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د روانو لاریونونو او د کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د سلواکیا لومړی وزیر: ازبکستان افغانستان او سیمې ته زموږ دروازه ګرځېدای شي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۱

د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیتسو وايي، چې ازبکستان د افغانستان او نورو هېوادونو پر لور د سلواکیا لپاره د دروازې حیثیت خپلولی شي. هغه دغه خبرې په تاشکند کې خبریالانو ته کړې دي.

رابرټ فیتسو د دوشنبې په ورځ په تاشکند کې خبریالانو ته وویل، چې « که موږ سلواکان هوښیار و اوسو، نو ازبکستان زموږ لپاره افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته د دروازې حیثیت پیدا کولی شي».

رابرټ فیتسو وايي، چې سلواکیا له ازبکستان سره د اټومي انرژۍ او کاري مهاجرت په برخو کې د ګډو پروژو لیوالتیا لري.

د ازبکستان ګزیټه د رپوټ له مخې، فیتسو د یوه شرکت یادونه وکړه چې د وریژو کرلو لپاره یې د ازبکستان ۵۰۰ هېکټاره کرنیزه ځمکه کرایه کړې.

د فیتسو په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې سلواکیا نږدې درې زره کاري ویزې ورکړي چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله درې چنده زیاتې دي.

نوموړي د قانوني مهاجرت پر اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل، «موږ باید قانوني مهاجرت ته لومړیتوب ورکړو».

شهباز شریف: هند نه پرېږدو چې پاکستان ته د را روانو اوبو مخه ونیسي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي چې هند ته به اجازه ورنه کړل شي چې له دغه هېواده پاکستان ته د ور روانو اوبو مخه ونیسي. تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خبرداری ورکړی و، چې پاکستان ته به یو څاڅکی اوبه هم ور نه کړي.

د پاکستان دولتي راډیو د راپور پر بنسټ، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دا څرګندونې نن د سې شنبه په اسلام اباد کې د راتلونکي مالي کال د بودجې وړاندیزونو د بیاکتنې لپاره د فدرالي کابینې غونډه کې وکړې.

شهباز شریف څرګنده کړه:«هند ته به اجازه ورنه کړل شي چې پاکستان ته د اوبو د راتګ مخه ونیسي.»

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې غونډه کې ویلي چې پاکستان په دودیزه جګړه کې هند ته ماته ورکړه او ټینګار یې وکړ چې په اقتصادي ډګر کې هم په ګډه د پرمختګ اړتیا ده.

پاکستان تر دې وړاندې هم هند تورن کړی و، چې نیلم سیند ته یې د کشن ګنګا بند څخه بهېدونکې اوبه بندې کړې دي.

رسنیو راپور ورکړی و، چې د هند د دغه اقدام له امله په نیلم سیند کې د اوبو بهیر د معمول په پرتله ۴۰ سلنه کم شوی دی.

پاکستان ادعا کوي، چې هند د اوبو د بشپړ بندښت په موخه له چناب سیند سره د بیاس او راوي سیندونو د نښلولو پروژو چارې ګړندۍ کړې دي.

د ایران د نطنز فولادو په فابریکه کې یو افغان کارګر مړ شوی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۹ GMT+۱

د ایران د نطنز فولادو په فابریکه کې د ګازو د یوې زېرمې چاودېدو له امله یو تن افغان مړ شوی او اووه کسان نور ټپیان دي. د مړ شوي افغان هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د نطنز د بیړنیو پېښو او عاجلو طبي خدماتو د مرکز د عامه اړیکو مسوول ایرنا اژانس ته ویلي، چې د نطنز د شریف خالداباد د فولاد جوړونې په کمپلکس کې اووه کسان ټپیان شوي او یو تن افغان مړ شوی.

حسن علي صالحیان د دوشنبې په ماښام وویل، چې یاد کمپلکس ته له پېښې سره سم درې ۱۱۵ بیړني روغتیایي ټیمونه واستول شول.

د مړ شوي افغان هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

طالبانو د خوست ادمامد تفريحي سيمه په قرارداد ور کړې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د خوست والي ویاند وایي چې د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ اړوند غرنۍ، تفريحي او سیاحتي ادمامد سیمه یې د یوې میاشتې لپاره په قرارداد ورکړې ده. طالب چارواکي وايي، د سيلانيانو لپاره د اړينو اسانتیاوو برابرولو په موخه یې له يوه افغان پانګوال سره قرارداد لاسلیک کړی.

د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز نن سه شنبه د غبرګولي ۱۹مه وویل، چې په دې وروستیو کې د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ اړوند غريزې، تفريحي او سیاحتي ادمامد سیمې د کورنیو او بهرنیو سيلانيانو پام ځان ته اړولی او ورځ تر بلې د خلکو تګ راتګ ورته زياتېږي.

مستغفر ګربز د شوي قراراد په اړه هېڅ معلومات نه دي خپاره کړي.

د طالبانو دغه ولایتي ویاند ټینکار کوي چې د تفریح او سیا‌حت په برخو کې به د يادې سيمې تر څنګ په ټولو تفريحي او سیاحتي سيمو کې د سيلانيانو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي او د دوی د استقبال او جذب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.