ایرانی چارواکی: هېڅ ځای به د اسراییلو لپاره خوندي نه وي

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي چې نوم یې ندی یاد شوی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسراییل به د خپلو بریدونو دروند تاوان ورکوي.
نوموړي زیاته کړې: «هېڅ ځای به په اسراییلو کې خوندي نه وي، زموږ غچ به سخت، دردوونکی او بېسارې وي.»
دغه چارواکي دا هم ویلي: «اسراییل به زموږ د قوماندانانو، ساینسپوهانو او ولسي وګړو د وژل کېدو لوړه بیه پرې کړي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ایران د اسراییل له برید وروسته د اسراییلو پر وړاندې د
(وعده صادق سه) په نامه عملیات پيل کړي دي.