سعودي عربستان پر ایران د اسراییل برید وغانده

سعودي عربستان پر ایران د اسراییل بریدونه غندلي او دا یې د دغه هېواد له «ځمکنۍ بشپړتیا او نړۍوال قانون نه سرغړونه» بللې ده.
سعودي عربستان دغه څرګندونې تر هغې وروسته وکړې، چې نن سهار وختي تلابیب پر تهران پرلهپسې هوايي بریدونه وکړل او په ترڅ کې یې ایران ته پوځي او ځاني زیانونه ورسول.
دا په داسې حال کې ده، چې اسراییل د ایران سپاهپاسداران لوی مشر حسین سلامي، د ازاد پوهنتون رییس او د فزیک استاد محمد مهديطهرانچي، د «خاتم الانبیاء» پوځي څانګې مهم قوماندان غلامعلي رشید او د دغه هېواد د اټومي انرژۍ سازمان پخوانی مشر فریدون عباسي هم وژلي دي.
د اسراییل تر بریدونو وروسته، د ایران لوی مشر علي خامنهيي ټینګار کړی، چې د ایران پوځ اسراییل ته په ټول قوت سره به ځواب ورکړي.
