• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران او اسراییل د پوځونو پرتله: ځواک، تاکتیک او ظرفیت

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۴ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۰۱ GMT+۱

که څه هم د ایران او اسراییل پوځونه له عددي پلوه نږدې برابر دي، خو د دوی تر منځ ستر توپیر د جګړې په تاکتیکونو او وسلو کې ښکاري.

ایران یو لوی منظم پوځ لري، خو ډېری وخت پر نیابتي (لکه حزب‌الله، حوثیان او نور ملېشه‌ ډلې) او پټو عملیاتو تکیه کوي. خو دا ډول فعالیتونه په تېرو میاشتو کې د امریکا او اسراییل له خوا سخت کمزوري شوي دي.

بل‌ لور ته، اسرايیل نه یوازې د استخباراتي عملیاتو پراخ ظرفیت لري، بلکې منظم، قوي ځمکني او هوايي ځواکونه لري، چې په سیمه کې بې ساري دي.

اوس‌مهال لا معلومه نه ده چې ایران تر کومې اندازې کولای شي پرله‌پسې سلګونه بالسټیک توغندي پر اسراییل توغوي، خو د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د "ایرن ډوم" د هر یوه توغندي نیولو لګښت شاوخوا ۵۰زره امریکايي ډالر دی، پداسې حال کې چې نور پرمختللي دفاعي سیستمونه د هر توغندي د نیولو لپاره تر ۲ میلیونه ډالرو پورې لګښت لري.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

روسیه د طالبانو د پوځي تجهیزاتو د ترمیم هوکړه عملي کوي

•
•
•

نور کیسې

چټم هاوس: نړۍواله ټولنه باید د لا زیاتې شخړې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۳۴ GMT+۱
چټم هاوس: نړۍواله ټولنه باید د لا زیاتې شخړې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي
100%

د چټم هاوس یو لوړپوړی غړی یوسي میکلبرګ وایي چې دا د ملګرو ملتونو، امریکا او نورو هېوادونو پورې اړه لري چې پر اسراییل او ایران فشار راوړي ترڅو وضعیت کنټرول شي.

میکلبرګ الجزیرې ته ویلي: «دا پېښه لا هم تازه ده، له ۲۴ساعتونو څخه کمه پخوانۍ ده او داسې هیڅ نښه نشته چې دواړه خواوې د ښکته کیدو لپاره چمتو وي.»

هغه څرګنده کړه چې که چیرې تاوتریخوالی کم نه شي، نو د اسراییل او ایراني ځواکونو ترمنځ به د اونیو لپاره پر یو بل بریدونه وکړي.

میکلبرګ وویل: «په اسراییل کې عمومي نظر دا دی چې ایران یو موجود ګواښ دی، په ځانګړې توګه که چیرې اټومي وسلې ولري.»

امریکا: اسراییل له ځان څخه د دفاع لپاره پر ایران برید اړین ګاڼه

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۱۲ GMT+۱
امریکا: اسراییل له ځان څخه د دفاع لپاره پر ایران برید اړین ګاڼه
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي مک‌کوی پیټ، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې بیړنۍ غونډې ته ویلي، چې اسراییل له ایران د نن ورځې برید څخه مخکې واشنګټن ته ویلي و، چې دغه بریدونه یې د ځان‌ساتنې لپاره ضروري دي.

پیټ زیاته کړه: «هر خپلواک هېواد د ځان د دفاع حق لري، او اسراییل هم له دې قاعدې مستثنا نه دی.»

هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، هغه خبرداری هم تکرار کړ چې پکې ویلي و واشنګټن په دې برید کې لاس نه لري، خو که ایران د امریکا پر منافع یا پر پرسونل برید وکړي، پایلې به یې دروند قیمت ولري.

پیټ زیاته کړه: «ولسمشر ټرمپ د امریکايي ولس له‌خوا له دې لپاره منتخب شوی چې سوله تامین کړي او له هغو تېرو لویو تېروتنو مخنیوی وکړي چې امریکا یې اوږدمهالو جګړو ته راکاږله.»

نوموړي ټینګار وکړ چې امریکا به لا هم هڅه کوي له ایران سره یوه داسې ډېپلوماټیکه حل‌لاره ومومي، چې د تهران د اتومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي او د منځني ختیځ ثبات ته ګواښ پېښ نه کړي.

هغه وویل: «د ایران مشرتابه ته دا وخت یو ښه فرصت دی چې د خبرو مېز ته کښېني.»

پوتین د ایران او اسراییل مشرانو سره په تیلیفوني خبرو کې د ډېپلوماسۍ پر اړتیا ټینګار کړی

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۳۰ GMT+۱
پوتین د ایران او اسراییل مشرانو سره په تیلیفوني خبرو کې د ډېپلوماسۍ پر اړتیا ټینګار کړی
100%

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په جلا تیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماسۍ په اړتیا ټینګار کړی.

د انټرفېکس خبري اژانس د راپور له مخې، کریملین ماڼۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د روسیې ولسمشر د اسراییل د بریدونو په پایله کې د ملکي وګړو په ګډون د ګڼ شمیر انساني تلفاتو په اړه د ایران مشرتابه او خلکو ته خواخوږي څرګنده کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، روسیه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون څخه په سرغړونه کې د اسراییل د اقداماتو غندنه کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، روسیې اړخ د ایران د اټومي پروګرام شاوخوا وضعیت په سوله ایز ډول د حل کولو لپاره د هڅو بشپړ ملاتړ کوي، او همدا راز د ایران او اسراییل ترمنځ د شخړې د کمولو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د نړۍوالې اټومي انرژۍ اداره: د ایران ځمکني اټومي تاسیسات ویجاړ شوي دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۰۶ GMT+۱
د نړۍوالې اټومي انرژۍ اداره: د ایران ځمکني اټومي تاسیسات ویجاړ شوي دي
100%

د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي خبر ورکړی، چې د اسراییل په بریدونو کې هغه تاسیسات چې ایران په کې تر ۶۰ سلنې غني شوي يورانیم تولیدول ویجاړ شوي دي.

ګروسي زیاتوي، چې د ایران په نطنز کې د یورانیمو د غني کولو د ځمکې لاندې سالونونو کې د برید کومه نښه نه لیدل کيږي؛ خو پر برېښنايي تاسیساتو برید ممکن سانتریفیوژونه زيانمن کړي.

هغه زياته کړې: «په نطنز تاسیساتو کې راډيولوژيکي (اتومي) او کيمياوي ککړتيا موجوده ده.»

ګروسي ویلي، چې ایراني چارواکو خبر ورکړی، چې د اصفهان اټومي تاسیسات د اسراییل لخوا تر برید لاندې راغلي دي.

په تل‌ابیب کې د توغندي له لګېدو وروسته دوه کسان ژغورل شوي؛ څو ودانیو ته زیان رسېدلی

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۴۳ GMT+۱
په تل‌ابیب کې د توغندي له لګېدو وروسته دوه کسان ژغورل شوي؛ څو ودانیو ته زیان رسېدلی
100%

د اسراییل د اوروژنې او ژغورنې ادارې ویلي، هغوی دوه کسان له هغې ودانۍ ژغورلي چې د ایران د بالیسټیک توغندي له امله د تل‌ابیب په سیمه کې زیانمنه شوې وه.

ادارې زیاته کړې چې یو بل توغندی د تل‌ابیب په یوه لوړپوړي برج لګېدلی، چې د ودانۍ ښکته برخو ته یې پراخ زیان اړولی دی.

همداراز، د اسراییل په شمال کې توغندي یوه کور ته زیان رسولی او هلته وښو اور اخیستی.

په ټوله کې شاوخوا ۱۵تنه روغتونونو ته انتقال شوي، چې یو تن‌یې سخت ټپي دی.