د نړۍوالې اټومي انرژۍ اداره: د ایران ځمکني اټومي تاسیسات ویجاړ شوي دي

د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي خبر ورکړی، چې د اسراییل په بریدونو کې هغه تاسیسات چې ایران په کې تر ۶۰ سلنې غني شوي يورانیم تولیدول ویجاړ شوي دي.

د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي خبر ورکړی، چې د اسراییل په بریدونو کې هغه تاسیسات چې ایران په کې تر ۶۰ سلنې غني شوي يورانیم تولیدول ویجاړ شوي دي.
ګروسي زیاتوي، چې د ایران په نطنز کې د یورانیمو د غني کولو د ځمکې لاندې سالونونو کې د برید کومه نښه نه لیدل کيږي؛ خو پر برېښنايي تاسیساتو برید ممکن سانتریفیوژونه زيانمن کړي.
هغه زياته کړې: «په نطنز تاسیساتو کې راډيولوژيکي (اتومي) او کيمياوي ککړتيا موجوده ده.»
ګروسي ویلي، چې ایراني چارواکو خبر ورکړی، چې د اصفهان اټومي تاسیسات د اسراییل لخوا تر برید لاندې راغلي دي.