• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تل‌ابیب کې د توغندي له لګېدو وروسته دوه کسان ژغورل شوي؛ څو ودانیو ته زیان رسېدلی

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۴۳ GMT+۱

د اسراییل د اوروژنې او ژغورنې ادارې ویلي، هغوی دوه کسان له هغې ودانۍ ژغورلي چې د ایران د بالیسټیک توغندي له امله د تل‌ابیب په سیمه کې زیانمنه شوې وه.

ادارې زیاته کړې چې یو بل توغندی د تل‌ابیب په یوه لوړپوړي برج لګېدلی، چې د ودانۍ ښکته برخو ته یې پراخ زیان اړولی دی.

همداراز، د اسراییل په شمال کې توغندي یوه کور ته زیان رسولی او هلته وښو اور اخیستی.

په ټوله کې شاوخوا ۱۵تنه روغتونونو ته انتقال شوي، چې یو تن‌یې سخت ټپي دی.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

•
•
•

نور کیسې

اسراییلی چارواکی: ایران به پر ملکي سیمو د توغندیزو بریدونو 'نه زغملېدونکې بیه' ورکړي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۱
اسراییلی چارواکی: ایران به پر ملکي سیمو د توغندیزو بریدونو 'نه زغملېدونکې بیه' ورکړي
100%

په داسې حال کې چې ایران د اسراییل پر مختلفو برخو د شاوخوا ۲۰۰ توغندیو بریدونه ترسره کړي، د اسراییل د ۱۲ خبري چینل ته یوې سیاسي سرچینې ایران ته د بریدونو د پراختیا ګواښ کړی دی.

دغه سرچینه چې نوم یې نه دی خپور شوی وايي: «ایران به د ملکي سیمو باندې د بریدونو نه زغملېدونکې درنه بیه ورکړي.»

دغه چارواکی زیاتوي: «موږ پوهیږو چې اسراییل څه په خپلو بریدونو کې په ایران کې وځپل، او هم پوهیږو چې څه یې پرېښودل. او دا به راتلونکی ګام وي.»

دا څرګندونې د ایران د انرژۍ او زیربنایي تاسیساتو احتمالي اسراییلي بریدونو ته اشاره ګڼل کېږي.

ایرانی چارواکی: هېڅ ځای به د اسراییلو لپاره خوندي نه وي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۵۴ GMT+۱
ایرانی چارواکی: هېڅ ځای به د اسراییلو لپاره خوندي نه وي
100%

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي چې نوم یې ندی یاد شوی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسراییل به د خپلو بریدونو دروند تاوان ورکوي.

نوموړي زیاته کړې: «هېڅ ځای به په اسراییلو کې خوندي نه وي، زموږ غچ به سخت، دردوونکی او بې‌سارې وي.»

دغه چارواکي دا هم ویلي: «اسراییل به زموږ د قوماندانانو، ساینسپوهانو او ولسي وګړو د وژل کېدو لوړه بیه پرې کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ایران د اسراییل له برید وروسته د اسراییلو پر وړاندې د
(وعده صادق سه) په نامه عملیات پيل کړي دي.

روغتیایي مسولین: د تهران له لورې د توغندیو له برید وروسته په تل‌ابیب کې څو تنه ټپیان شوي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۴۳ GMT+۱
روغتیایي مسولین: د تهران له لورې د توغندیو له برید وروسته په تل‌ابیب کې څو تنه ټپیان شوي
100%

د اسراییل د بیړني روغتیایي خدماتو ادارې "ماګن داوید ادوم" راپور ورکړی چې د تل‌ابیب په شاوخوا کې له اوو ځایونو څخه د ایراني بالیستیک توغندیو د لګېدو راپورونه ترلاسه شوي، او د دوی روغتیایي ډلې ددې ځایونو پلټنه کوي.

د راپورونو له مخې، څو تنه ټپيان شوي دي خو کره نده چې څومره کسان ټپیان شوي دي.

پولیس وايي چې دغه بریدونه د سیمې پر یو شمېر ودانیو هم زیان اړولی دی، او امنیتي ځواکونه د سیمې ارزونه کوي.

اسراییل د فلسطین لویدیځ غاړه (ویسټ بانک) تړلې ده

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۰۶ GMT+۱
اسراییل د فلسطین لویدیځ غاړه (ویسټ بانک) تړلې ده
100%

یو اسراییلي پوځي چارواکي اسوشیېټېډ پرېس ته ویلي، اسراییل د ایران پر ضد له برید سره هم‌مهاله په لویدیځې غاړه کې ټول تګ راتګ بند کړی او دغلته یې سیمه‌ییز بندیز لګولی دی.

د دغه اقدام له مخې، اوس هېڅ فلسطینی د ځانګړې همغږۍ پرته نه‌شي کولای له سیمې ووځي یا بېرته ورستون شي، او د سیمې دننه او بهر هر ډول تګ‌راتګ محدود شوی دی.

چارواکي دا څرګندونې د نوم نه‌اخیستنې په شرط کړي، ځکه چې د پوځ له لورې ورته دا ډول سپارښتنه شوې وه.

په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې شاوخوا درې میلیونه فلسطینیان ژوند کوي، چې د اسراییلي پوځ تر مستقیم نظامي واک لاندې دي.

مکرون: د ملګرو ملتونو د اسراییلو–فلسطین شخړې په اړه کنفرانس وځنډول شو

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۴۶ GMT+۱
مکرون: د ملګرو ملتونو د اسراییلو–فلسطین شخړې په اړه کنفرانس وځنډول شو
100%

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون تایید کړې چې د ملګرو ملتونو هغه نړیوال کنفرانس چې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د دوو دولتونو حل‌لارې لپاره پلان شوی و، ځنډول شوی دی.

دغه پرمختګ وروسته له هغه راځي چې اسراییل پر ایران پوځي برید وکړ او د سیمې امنیتي وضعیت نور هم ترینګلی شو.

دغه کنفرانس د فرانسې او سعودي عربستان په شریک کوربتوب ترسره کېده.

مکرون خبریالانو ته ویلي، دا کنفرانس چې ټاکل شوې وه د جون له ۱۷مې تر ۲۰مې پورې په نیویارک کې ترسره شي، د لوژستیکي ستونزو له امله وځنډول شو، ځکه د فلسطین د خپلواک ادارې غړي نه‌و توانېدلي چې سفر وکړي.

هغه زیاته کړې: "موږ دا کنفرانس ژر تر ژره بېرته تنظیموو، ځکه چې دا د سیمې د سولې او ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري."