ایران وايي په قم کې یې دوه اسراییلۍ ډرون الوتکې وویشتلې

د قم ولایت سیاسي او امنیتي مرستیال مرتضی حیدري ایرنا اژانس ته ویلي چې د اسراییل دوه بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) د ایران د پوځ له خوا د قم په اسمان کې ویجاړې شوې دي. دا پیښه نن د شنبې په ورځ په ځايي وخت مازدیګر ۵:۴۵ او ۶:۴۵ بجې شوې ده.
هغه وویل: « دغه دوه ډرونونه د حضرت معصومې هوايي دفاعي واحد له خوا وپېژندل شول، هدف وګرځول شول او په بریالیتوب سره ویجاړ شول».
نوموړی وايي، چې دا درېیم ځل دی چې د قم ولایت په فضا کې اسراییلي ډرونونه نسکورېږي.
