اسراییل د سوېلي پارس پر یوې برخې هوايي برید کړی

فارس خبرې اژانس د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې څو شېبې وړاندې اسراییل پر «سوېلي پارس ۱۴مې» برخې هوایي برید کړی. سرچینو زیاته کړې، دغه برید د ایران د سوېلي برخې د انرژۍ تاسیساتو ته نږدې شوی.
فارس خبرې اژانس د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) په یوه خبر کې ویلي، چې د اسراییل تر هوایي برید وروسته د (سوېلي پارس ۱۴م) برخې اور اخیستی.
سرچينو همداراز زياته کړې، چې اور وژونکې ډله سيمې ته رسېدلې او د اور په کابو کولو بوخته ده.
سیمه ييزو سرچينو فارس خبرې اژانس ته ویلي، چې برید د کوچنۍ ډرون الوتکې په ذریعه شوی.
ایراني چارواکو تر اوسه د زیان په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.
