نتنیاهو: د تهران اسمان زموږ تر کنټرول لاندې دی

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د دوی هوايي ځواک د تهران اسمان تر خپل کنټرول لاندې راوستی او د ایران پر حکومتي هدفونو دقیق بریدونه کوي.

نتنیاهو دغه څرګندونې د تل‌نوف هوايي اډې څخه د لیدنې پر مهال کړې دي، چېرته چې هغه د اسراییل د هوايي ځواکونو د وروستیو عملیاتو ستاینه وکړه.

نوموړي ټینګار وکړ چې اسراییلي پوځ یوازې حکومتي او نظامي اهداف په نښه کوي؛ خو برعکس د ایران رژیم ملکي وګړي هدف ګرځوي.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ اساسي موخه د ایران اټومي او توغندیز ظرفیتونه له منځه وړل دي او وروستي بریدونه د دغو اهدافو په تحقق کې مهم رول لري."

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې سیمه د ایران او اسراییل ترمنځ د پراخ جنګ له خطر سره مخ ده او نړۍوالې ټولنې د دواړو لوریو ترمنځ د تاوتریخوالي د مهار غوښتنه کړې ده.