ټرمپ: ایران به جګړه ونه ګټي او له ډېر ناوخته کېدو مخکې دې خبرې پیل کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "جي ۷" سرمشریزې پر مهال وویل، ایران به په روانه جګړه کې بریالی نهشي او باید د ډېرو زیانونو تر تجربه کولو مخکې د مذاکراتو مېز ته راوګرځي.
ټرمپ ټینګار وکړ:"ایرانیان غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي او باید همداسې وشي. که نه دا وضعیت به لا خراب شي."
هغه وویل: "دا شخړه د دواړو خواو لپاره دردناکه ده. ښه به دا وي چې د خبرو له لارې حللار وموندل شي."
ټرمپ په داسې مهال د خبرو غوښتنه کوي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ پوځي تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو دی او نړۍوالې ټولنې هم پر دواړو غاړو د زغم او سیاسي حل تاکید کړی دی.
