ټرمپ: واشنګټن ته زما راستنېدل د تهران او تلابیب له اوربند سره هیڅ تړاو نهلري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشر اېمانوېل مکرون د وروستیو څرګندونو په غبرګون ویلي، چې له کانادا نه واشنګټن ته د ده بېرته ستنېدل د اسراییل او ایران ترمنځ د اوربند له هڅو سره هېڅ تړاو نهلري.
ټرمپ په «ټروټ» ټولنیزهپاڼه کې ولیکل: «د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ناسم ویلي، چې ګواکې زه د اسراییل او ایران ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره واشنګټن ته بېرته ستون شوی یم. دا خبره سمه نه ده! هغه هېڅ نه پوهېږي، چې زه ولې واشنګټن ته روان یم؛ خو بېشکه چې دا موضوع له اوربند سره هېڅ تړاو نه لري.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړې، هغه موضوع چې دی یې بېرته ستنېدو ته اړ کړی، «د اوربند له موضوع څخه ډېره لویه» ده.
نوموړي همداراز وویل: «که قصداً وي که د ناپامۍ له امله، مکرون تل تېروتنه کوي. انتظار وباسئ!»
دا په داسې حال کې ده، چې مکرون تر دې مخکې د جي۷ هېوادونو له غونډې نه د ټرمپ بېرته ستنېدل، د منځني ختیځ د کړکېچ د کمښت د هڅو په رڼا کې یو مثبت اقدام بللی و.
