د ایران د ځمکني پوځ قوماندان: پر اسراییل مو په نویو او پرمختللو وسلو برید کړی

د ایران د ځمکني پوځ قوماندان اعلان وکړ چې سلګونه اوږدواټنو ارش بېپيلوټه الوتکو د اسراییل په تل ابیب او حیفا کې مهم ستراتیژیک او د وسلو مرکزونه هدف ګرځولي او ویجاړ کړي دي. امیر کیومرث حیدري وايي، په راتلونکو ساعتونو کې به د بریدونو شدت نور هم زیات شي.
د ایران د ځمکني پوځ قوماندان امیر کیومرث حیدري وايي، چې دغه الوتکې هدف ولي او تخریبي ځواک یې ډېر دی.
حیدري زیاته کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې له ارش بېپيلوټه الوتکو استفاده کړې ده.
د ایران د ځمکني پوځ قوماندان ټینګار کړی چې وسله والو ځواکونو، په ځانګړي توګه ځمکني پوځ په نویو او پرمختللو وسلود سختو بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې او په راتلونکو ساعتونو کې به یې شدت نور هم زیات شي.
د ایران ارش بېپيلوټه الوتکې تر۲۰۰۰ کیلومترو پورې د واټن وهلو وړتیا لري او ویل کیږي تخریبي ځواک یې ډېر دی.
