اسلامي هېوادونه: تهران او تلابیب باید جګړه ودروي

یو شمېر اسلامي او عربي هېوادونو په یوه ګډ بیان کې د اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې د زیاتېدو په تړاو اندېښنه ښودلې او د روان تاوتریخوالي د سملاسي پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
دغه هېوادونو ټینګار کړی، چې د روان ناورین یوازینۍ حل لاره د مذاکراتو مېز ته راستنېدل دي.
په دې اعلامیه کې د ترکیې، مصر، قطر، عمان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، بحرین، عراق، کویټ، پاکستان او څو نورو هېوادونو پر ایران د اسراییل بریدونه غندلي او خبرداری یې ورکړی، چې د دې شخړو دوام کولای شي د سیمې سولې او ټیکاو ته جدي ګواښ رامنځته کړي.
همداراز یادو هېوادونو د سیمې له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د اټومي وسلو د مخنیوي په تړون کې شامل شي.
دوی ټینګار کړی، چې منځنی ختیځ باید د اټومي وسلو او نورو ډلهییزو ویجاړونکو وسلو نه پاک شي.
په اعلامیه کې راغلي، چې خبرو اترو ته راستنېدل د ایران د اټومي پروګرام په اړه د تلپاتې هوکړې ته د رسېدو یوازینۍ عملي لاره ده او ټینګار یې کړی چې جګړه او پوځي لارې نهشي کولای د ناورینونو دایمي حل وګرځي.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د اسراییل او ایران ترمنځ جګړه پنځمې ورځې ته ننوځي او دواړه خواوې یو پر بل د توغندیزو بریدونو ادعاوې کوي.
