طالبان: په تېرو څلورو کلونو کې له پنځو میلیونو ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی، چې پر افغانستان د دې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې له ۵ میلیونو ډېر کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي، دغه کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې اېستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.