• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

طالبان د ایران د رژیم د احتمالي سقوط له امله اندېښمن شوي دي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۹ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۳۵ GMT+۱

د ایران او اسراییل ترمنځ د پوځي نښتو له زیاتېدو سره هممهاله باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو استخباراتو پرون یوه محرمه لوړپوړې غونډه ترسره کړې او د ایران د سقوط په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

سرچینو د طالبانو له قوله ویلي، چې دوی د ایران اسلامي جمهوریت نسکورېدل او د یوه لوېدیز‌پلوه دیموکراتیک حکومت رامنځته کېدل د خپلو ایډیولوژیکو او ستراتیژیکو موخو لپاره یوه ننګونه بولي.

طالب چارواکو ویلي که په ایران کې له امریکا سره هم‌نظره نوی حکومت رامنځته شي، طالبان به تر دې هم زیات منزوي شي.

طالبان اندېښنه لري چې که د ایران رژیم سقوط وکړي، د افغانستان اقتصادي وضعیت به نور هم خراب شي او روان اقتصادي بحران به ژور شي ځکه د افغانستان کمزوری اقتصاد د ایران پر وارداتو، لکه سون‌توکو، خوراکي موادو او ساختماني توکو، سخته تکیه لري.

له هغه راهیسې چې د ایران او اسرایل ترمنځ جګړه پیل شوې، په افغانستان کې د ایراني وارداتي توکو، په ځانګړې توګه د سون‌توکو بیې ډېرې لوړې شوې دي.

ایران؛ د طالبانو ضد ځواکونو لپاره خوندي ځای؟

د طالبانو له نورو اندېښنو څخه یوه دا ده چې ایران به د طالبانو ضد ډلو لپاره خوندي ځای وګرځي.

طالبان اندېښنه لري چې که په ایران کې یو لوېدیزپلوه حکومت واک ته ورسېږي، د طالبانو ضد ډلو ته به هلته د فعالیت پراخ امکانات برابر شي.

په یاده محرمه غونډه کې یو بل بحث دا هم و، چې ښايي د طالبانو او تهران ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې او ډیپلوماتیک تعاملات قطع شي.

که څه هم اسلامي جمهوریت دا مهال د طالبانو رسمي متحد نه ګڼل کېږي، خو د لوېدیځ د تسلط پر ضد په مخالفت کې له طالبانو سره همنظر بلل کېږي.

د طالبانو استخباراتو یو بله محتمله انګېرنه دا هم یاده کړې چې که په تهران کې یو سیکولر او لیبرال حکومت واک ته ورسېږي، نو ښايي د افغان کډوالو په اړه سخت دریځ غوره کړي او د طالبانو فعالیتونه تر جدي څار لاندې راولي.

د دې سناریو تحقق د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د طالبانو د سیاسي مشروعیت لپاره «خطرناک» بلل شوی دی.

د سپاه پاسداران د غړو پناه اخیستل په افغانستان کې

سرچینې د طالبانو د استخباراتي چارواکو له قوله وایي، چې که د ایران اسلامي جمهوریت نسکور شي، امکان لري د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي لوړپوړي قوماندانان له ایران نه ووځي او افغانستان ته پناه یوسي.

طالب استخباراتو په دې غونډه کې ویلي چې ښايي دا کسان له طالبانو د ملاتړ غوښتنه هم وکړي.

یو شمېر ناتایید شوي راپورونه ښيي چې د القاعدې ځینې لوړپوړي مشران دا مهال په ایران کې حضور لري.

طالب استخباراتو له خپل مشرتابه غوښتي چې لارښوونه ورته وکړي، چې که رژیم سقوط وکړي او د القاعدې مشران افغانستان ته راشي، ایا باید هغوی ته پناه ورکړي که نه؟

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د روسیې د فوټبال ملي لوبډله د دوستانه لوبې لپاره کابل ته بللې

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۹ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱

طالبانو د روسیې د فوټبال ملي لوبډلې ته بلنه ور کړې، چې د یوې دوستانه لوبې لپاره کابل ته ورشي. ریا نووستي سپورټ رپوټ ورکړی، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد ویلي چې دوی ددې دوستانه سیالۍ معلومات د روسیې د فوټبال فدراسیون او د ورزش وزارت ته سپاري.

نوموړي زیاته کړې، « موږ به د خپلو هېوادونو ترمنځ د دوستانه سیالۍ د ترسره کېدو د نوښت په اړه معلومات د سپورت وزارت او د فوټبال فدراسیون ته وسپارو. موږ د دې احتمالي سیالۍ هرکلی کوو».

نوموړي ویلي، چې افغانستان ددې نظر ملاتړ کوي، چې لوبه په روسیه کې ترسره شي، خو زیاته کړې یې ده، چې « موږ ستاسې د راتګ هیله هم لرو او تاسې افغانستان ته رابولو».

د فوټبال نړیوال فدراسیون او د اروپا د فوټبال اتحادیې پر اوکراین د مسکو له برید راهیسې د روسیې ملي لوبډلې او کلبونه له نړیوالو سیالیو بند کړي دي.

روسیه یوازې دوستانه لوبې ترسره کوي، چې ډېری یې له کمزورو یا لږ پېژندل شویو لوبډلو سره دي.

روسیې د منځنۍ اسیا له یو شمېر هېوادونو سره هم سیالۍ کړې دي، خو دوه ځلې یې د منځنۍ اسیا د فوټبال اتحادیې د جام په سیالیو کې له ګډون انکار کړی، چې افغانستان هم پکې ګډون لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده:د طالبانو حکومت به په مناسب وخت کې په رسمیت وپېژندل شي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۹ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې پرېکړه به د روسیې مشرتابه «په خپل وخت» وکړي. نوموړې وايي، « تر اوسه پورې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی».

زاخارووا د پیټرسبورګ نړیوال اقتصادي فورم پر مهال له ریا نووستي سره په مرکه کې وویل، چې « روسي لوري د افغانستان چارواکو [طالبانو] ته خبر ورکړی چې په مسکو کې د افغانستان د دیپلوماتیکې استازولۍ کچه د سفیر تر کچې لوړه شوې ده. موږ د افغان [طالب] سفیر د راتګ په تمه یو».

هغې زیاته کړه، چې«تر اوسه پورې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او موږ باور لرو چې دا پرېکړه به د روسیې مشرتابه له خوا په مناسب وخت کې وشي».

د روسیې د سترې محکمې له خوا د طالبانو پر ډله د بندیز د ځنډولو پرېکړه د ۲۰۲۵ کال د می پر۲۰مه نېټه نافذه شوه.

د قرغیزستان ولسمشر: د سیمې د ثبات لپاره په افغانستان کې د وضعیت دوامدار څار اړین دی

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۹ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف ویلي،‌ چې د سیمې د ثبات او ګډو همغږو اقداماتو لپاره اړینه ده، چې په دوامداره توګه په افغانستان کې د روان وضعیت څارنه وشي.

جباروف د ډله ییز امنیت تړون سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا ګانو (منځنۍ اسیا ـ روسیې) د غړو په ګډه ناسته کې ویلي، چې د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده، چې په افغانستان کې د روان وضعیت دوامداره څارنه وشي.

جباروف ویلي:«دا ضروري ده، چې د وضعیت تغییرات په هوښیارۍ وڅارل شي او د وقايې ګډ اقدامات ترسره شي څو د سیمي ثبات خوندي پاتې شي. د امنیتي ګواښونو لپاره یو موثر، جامع او منظم لیدلوری به د هېوادونو د خلکو پر ژوند مثبت اغېز ولري.»

نوموړي ویلي، چې نړیوال وضعیت لا هم له پیچلو او نامعلومو ګواښونو سره مخ دی او تروریزم لا هم د سیمې لپاره یو جدي خطر دی.

په دې ناسته کې د امنیت شوراګانو سکرترانو هم د تروریزم، افراطیت، او سایبري جرمونو پر وړاندې پر ګډو هڅو ټینګار کړی.

متقي د ناروې هېواد له‌خوا د طالب ډیپلوماټ منل یو ښه پرمختګ وباله

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۹ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي وایي، د ناروې هېواد له‌خوا د دغې ډلې د ډیپلوماټ منل د اړيکو او باور جوړونې په برخه کې یو ښه پرمختګ دی.

نوموړي دغه څرګندونې د ناروې هېواد شارژدافير پير البرت الساس سره په لیدنه کې کړې دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې لیدنه کې په يو لړ دوه اړخيزو او سیمه‌ييزو مسايلو هم خبرې شوې دي.

ښاغلي متقي دارنګه په سيمه کې د روان وضعيت په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغانستان حکومت په اسلامي او انساني بنسټونو د ايران ولس سره همکارۍ ته چمتووالی لري.

د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلي پير هم د سيمې پر وروستيو تحولاتو او پر افغانستان يې د احتمالي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي پير په حواله راغلي، چې نږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو د اړیکو ارزونې په موخه يې د هېواد يو پلاوی افغانستان ته راشي.

که څه هم د سیمې په ګډون ګڼ هېوادونه د طالبانو سره ښه راشه، درشه لري؛ خو بیا هم هیڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبان: د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل د بې‌وزلۍ او بیکارۍ لامل شوي دي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۹ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزیر وایي، د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل پاتې کېدل په هېواد کې د بېوزلۍ او وزګاري د زیاتوالي لامل شوي دي. هغه په افغانستان کې د ناروې له شارژدافیر پیر البرټ الساس سره په لیدنه کې د بندیزونو د لرې کولو او د هېواد د اسعارو د زېرمو د خلاصولو غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د نږدې څلورو کلونو په تېرېدو سره په افغانستان کې فقر او لوږه زياته شوې ده.

نړۍوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان د یوې بشري فاجعې له ګواښ سره مخ دی او شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان اقتصاد له نړۍوالو بازارونو څخه قطع شوی او د بندیزونو له امله نشي کولی بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.

طالبانو په دې موده کې هڅه کړې، چې د کانونو په سکټور تمرکز وکړي ترڅو د کورنیو عوایدو او کارموندنې ستونزه حل کړي؛ خو تر اوسه په افغانستان کې د کانونو شرکتونو له خوا پانګونه محدوده ده او د لویو کانونو پروژو د پایلو ترلاسه کولو لپاره وخت نیسي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د صنعتي او خدماتي سکتورونو په پراختیا کې پاتې راغلی او د پراخې بېکارۍ ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

وزګاري د دې لامل شوې، چې یو شمېر افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي.

طالبانو ژمنه کړې وه، چې د فارس خلیج هېوادونو کې به د افغان کارګرانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي؛ خو دغو هېوادونو د طالبانو غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

امریکا د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۳.۵ میلیارده ډالره د «افغان صندوق» په نوم اماني صندوق ته چې په سویس کې دی، انتقال کړي دي.

د دې شتمنیو د لاسرسي لپاره د طالبانو هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي.

دا صندوق د افغانستان د اقتصادي ثبات د ملاتړ او د طالبانو د دې مالي سرچينو د لاس رسي د مخنيوي لپاره جوړ شوی.

دغه صندوق د یوه پلاوي له خوا څارل کېږي، چې غړي یې د امریکا، سویس او د افغانستان د پخواني حکومت دوه چارواکي انورالحق احدي او شاه محمد محرابي دي.

د نورو ۳.۵ میلیارد ډالرو برخلیک په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو له خوا د خسارې د ادعاوو له امله په شک کې دی.

دوی طالبان له القاعدې سره د دوی د ملګرتیا مسوول ګڼي، چې په نیویارک کې د نړۍوال سوداګریز مرکز په برجونو د بریدونو تر شا و.

د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې د دوی وزير دین محمد حنیف د ناروې له ډیپلومات سره د کتنې په جریان کې د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا او بشري مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.

هغه له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارو وغوښتل، چې د پراختیایي مرستو چمتو کولو، د راستنیدونکو کډوالو د ستونزو حل او د اقلیم د بدلون او طبیعي پېښو له ګواښونو سره د مقابلې پر برخو تمرکز وکړي.

حنیف د اقتصادي زېربناوو رامنځته کول او د پراختیایي پروژو پلي کول هم د بشري مرستو په اړه د افغانستان د انحصار کمولو او د خلکو د اقتصادي او معیشتي ستونزو د حل لپاره خورا مهم وګڼل.

د خبرپاڼې له مخې، د ناروې شارژدافیر ویلي چې هېواد به یې په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان سره د ۸۰ میلیون ډالرو مرسته وکړي.