عراقچي: ایران هېڅکله هم د یورانیمو د غني کولو بهیر نه دروي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له "ان، بي، سي" شبکې سره په مرکه کې ویلي، " ایران به هېڅکله هم د یورانیمو د غني کولو له بشپړ درولو سره موافقت ونه کړي او اسراییل هم باید له امریکا سره له هر ډول مذاکراتو مخکې خپل یرغل ودروي. "