بقایي: پر اسراییل زموږ بریدونه «د اخلاقي اصولو پر بنسټ دي»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، چې د اسراییل خلاف د ایران بریدونه «دقیق، محدود او د اخلاقي اصولو پر بنسټ وو، چې یوازې پکې پوځي اهداف په نښه شوي دي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، چې د اسراییل خلاف د ایران بریدونه «دقیق، محدود او د اخلاقي اصولو پر بنسټ وو، چې یوازې پکې پوځي اهداف په نښه شوي دي.»
نوموړي همدا راز ویلي، چې ایران هېڅکله ملکي موخې او سیمې نه دي په نښه کړې او نړۍوالو قوانیونو ته ژمن دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران او اسراییل یو پر بل بریدونه پراخ او چټک کړي چې له کبله یې د پوځیانو د مرګ ژوبلې سربېره؛ ملکي وګړو او ځایونو ته هم د اوښتو زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ایران پر نطنز، فردو او اصفهان اټومي تاسیساتو د متحده ایالاتونو تر لویو بریدونو وروسته ایران خبرداری ورکړی، چې له امریکا نه به غچ واخلي. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ؛ ایران ښايي د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.
د دغه اژانس د راپور لهمخې، د منځني ختیځ او شمالي افریقا په ۱۲ هېوادونو کې لږترلږه ۳۴ امریکایي پوځي اډې شته. په دې اډو کې هوايي، ځمکني، سمندري او رادار تاسیسات شامل دي.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي اډو موقعیت
سعودي عربستان
د سعودي عربستان پاچاهي چې په سیمه کې د ایران یو له اصلي سیالانو نه دی؛ په لږ تر لږه شپږو پوځي اډو کې د ۲ زره او ۳۲۱ امریکایي سرتېرو کوربهتوب کوي.
امریکایي ځواکونه د سعودي عربستان په ریاض، مدینه، جده او تبوک ښارونو کې په درېیو هوايي اډو، دوو سمندري اډو او یوه ځمکنۍ اډه کې حضور لري.
رویټرز د سپینې ماڼۍ د اسنادو په حواله لیکلي، چې دا ځواکونه د سعودي له حکومت سره په همغږۍ کې د هوايي او توغندیو دفاعي وړتیاوو د برابرېدو او د امریکا د پوځي الوتکو د عملیاتو د ملاتړ په برخو کې کار کوي.
همداراز یو شمېر امریکايي ځواکونه د ریاض ښار په سوېل کې د شهزاده سلطان په هوایي اډې کې ځای پر ځای شوي، چې د امریکا د پوځ د هوايي دفاعي سیسټمونو لکه پاټریوټ توغندیو او ټاډ دفاعي سیستم ملاتړ کوي.
عراق
سره له دې چې له عراق نه د ډېرو امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته یو شمېر امریکايي ځواکونه لاهم په دغه هېواد کې دي، اوسمهال په عراق کې یوه ځمکنۍ اډه او درې هوايي اډې فعالې دي.
امریکا د عراق په لوېدیځ کې د انبار سیمې په عین الاسد هوايي اډه کې پوځي حضور لري.
رویټرز د سپینې ماڼۍ له قوله ویلي، چې دغه اډه د عراقي امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او د ناټو په ماموریت کې هم برخه اخلي.
دا اډه په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په هوايي برید کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته، د ایران تر توغندیزو بریدونو لاندې هم راغلې ده.
د عین الاسد سربېره، د عراق په شمال کې د کردستان په نیمه خپلواکه سیمه کې د اربیل هوايي اډه د امریکا او اېتلافي ځواکونو لپاره د عملیاتي مرکز په توګه کار کوي. دغه اډه د پوځي روزنې او جنګي مانورونو لپاره کارول کېږي.
کويټ
متحده ایالات په کویټ کې دوه هوايي اډې او یوه ځمکنۍ اډه لري. عریفجان کمپ، علي السالم او بیورینګ کمپ په دغه هېواد کې د امریکا مهمې اډې بلل کېږي.
بحرین
متحده ایالات په بحرین کې دوه هوايي اډې او یوه سمندري اډه لري. دغه هېواد د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ مرکزي دفتر هم په دغه هېواد کې دی.
قطر
په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لویه اډه العدید نومېږي، چې د قطر پلازمېنې دوحې ته نږدې موقعیت لري. دغه اډه شاوخوا ۱۰ زره امریکایي سرتېري لري او په سیمه کې د امریکا د عملیاتو مرکزي قومنداني ده.
متحده عربي امارات
د الظفره هوايي اډه د ابوظبي په سوېل کې موقعیت لري او له متحده عربي اماراتو سره شریکه ده. په دوبۍ کې د جبل علي بندر هم د امریکا د سمندري ځواکونو لپاره یو له مهمو بندرونو نه دی.
عمان
متحده ایالات په عمان کې پنځه پوځي اډې لري، چې څلور هوايي اډې او یوه سمندري اډه پکې شامله ده.
اردن
امریکا په اردن کې دوه پوځي اډې لري، چې یوه یې هوايي او بله یې ځمکنۍ ده.
اسرايیل
امریکا په اسراییل کې دوه اډې لري، چې یوه یې ځمکنۍ بله یې رادار ده.
مصر او جیبوتي
امریکا په دې دوو شمالي افریقایي هېوادونو کې دوه سمندري اډې لري.
ترکیه
هداراز امریکا په ترکیه کې هم دوه هوايي اډې لري.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ایران او اسراییل تر منځ روانې جګړې د افغانستان پر بازارونو او سوداګرۍ هیڅ اغېز نه دی کړی.
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان ملي راډیو ته ویلي: «د توکو واردات، ټرانزیټ او بازار ته عرضه عادي روانه ده او د لومړنیو توکو نرخونه نه دي بدل شوي. خلک باید اندېښنه ونه لري».
نوموړي زیاته کړه، د خوراکي توکو د کمښت په اړه خپاره شوي راپورونه یوازې د خلکو شخصي نظرونه دي او د رسمي معلوماتو جنبه نه لري؛ خو له دې مخکې د طالبانو د کرنې وزیر عطاالله عمري د روسیې په اقتصادي کنفرانس کې ویلي و، چې دوی له روسیې سره د ځینو خوراکي توکو د وارداتو په اړه خبرې پیل کړې دي.
د دغه اقدام لامل یې دا ښوولی، که د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه اوږده او پراخه شي؛ نو دا به د افغانستان پر وارداتو هم اغېز وکړي.
عمري ویلي و: «موږ لا هم پر هغو توکو تکیه لرو، چې له ایران نه راځي. که هلته ستونزه پېښه شي، پر موږ به هم اغېز وکړي».
ایران افغانستان ته لبنیات او نور خوراکي توکي صادروي او د جګړې د دوام له امله دا وېره شته، چې په دغه سوداګرۍ کې ځنډ و خنډ رامنځته شي.
روسیه په نړۍ کې د غنمو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی، چې قزاقستان او مسکور دواړه د افغانستان د اوړو اصلي تامینوونکي دي.
روسیه له دې ور هاخوا غوړي او بوره هم افغانستان ته صادروي.

رویټرز خبري اژانس د اوکرایني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې تېره شپه پر کیف ښار او شاوخوا سیمو د روسیې د توغندیزو او بېپېلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د دغو بریدونو له امله په استوګنیزو سیمو کې اورلګېدنه رامنځته شوې، څو ودانۍ یې زیانمنې کړې دي او د مېټرو تم ځای د بمونو ضد دروازه یې هم لهمنځه وړې ده.
چارواکي وايي، چې یو شمېر خلک لا هم د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.
همداراز د کیف په ګڼه ګوڼه شیوچینکیفسکي ښار کې هم د برید له امله یوه لوړپوړیزه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
د دغه ښار په نورو سیمو کې هم د مرګژوبلې او زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.
روسیې تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي. که څه هم دواړه خواوې ادعا کوي، چې دوی ملکیان نه په نښه کوي؛ خو د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې زرګونه ملکيان چې ډېری یې اوکراینیان دي، وژل شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې روزا اوتنبایوا به د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲مه) د دغه سازمان د امنیت شورا ناستې ته وینا وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ناسته د امریکا په نیویارک ښار کې جوړېږي او ټاکل شوې اوتنبایوا د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.
تر دې دمخه هم نوموړې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ویناوې کړې وې او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یې د بشري حقونو په برخه کې په سرغړونو تورن کړی دی.
همدا راز یاد سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو ډېرېدو په تړاو هم خبرداری ورکړی دی.
طالبانو په وار وار د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د بېلابېلو سازمانونو او استازو هغه څرګندونې رد کړې دي، چې ګوندې هېواد له ناورین سره مخ دی.
خو هممهاله یو شمېر افغان سیاستوال او د مدني ټولنو فعالان هم نیوکې کوي، چې د ملګرو ملتونو سازمان هغه ډول چې په کار ده د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان اصلي واقعیتونه نړۍوالو ته نه وړاندې کوي.

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري خبرداری ورکړی، چې د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ د اوربند سربېره د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې ګواښ تر بل هر وخت لوړ دی.
زرداري له «سنډې ټایمز» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي، د وروستیو نښتو پرمهال هند د دوهکروز توغندي ځای پر ځای کړي وو چې د اټومي سرګلولو د لېږدولو وړتیا لري او دغه وضعیت پاکستان اړ کړ؛ څو بېړنۍ پرېکړه وکړي.
نوموړي زیاته کړې: «موږ اوربند ته رسېدلي یو؛ خو سوله لا نه ده ټینګه شوې. د پوځي شخړې ګواښ لاهم خورا ریښتینی دی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا تر منځګړیتوب وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی کم شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هند سره د جګړې د مخنیوي لپاره د پاکستان د پوځ مشر ته د سپینې ماڼۍ بلنه ورکړه.
بلاول ویلي، پاکستان د اوربند هوکړه کړې ځکه چې د کشمیر د ستونزې د حل لپاره د یوې نړۍوالې غونډې ژمنه ورسره شوې وه؛ خو لا تر اوسه دا غونډه نه ده شوې.
هغه همداراز وايي، چې پاکستان د پهلګام په برید کې هېڅ رول نه لاره او د هند حکومت تر اوسه د عاملانو په اړه کوم کره معلومات نه دي ورکړي.
د ده په وینا؛ پاکستان د باور جوړونې په برخه کې له ننګونې سره مخ دی.
