د یوناما مشره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په تړاو وینا کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې روزا اوتنبایوا به د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲مه) د دغه سازمان د امنیت شورا ناستې ته وینا وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې روزا اوتنبایوا به د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲مه) د دغه سازمان د امنیت شورا ناستې ته وینا وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ناسته د امریکا په نیویارک ښار کې جوړېږي او ټاکل شوې اوتنبایوا د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.
تر دې دمخه هم نوموړې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ویناوې کړې وې او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یې د بشري حقونو په برخه کې په سرغړونو تورن کړی دی.
همدا راز یاد سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو ډېرېدو په تړاو هم خبرداری ورکړی دی.
طالبانو په وار وار د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د بېلابېلو سازمانونو او استازو هغه څرګندونې رد کړې دي، چې ګوندې هېواد له ناورین سره مخ دی.
خو هممهاله یو شمېر افغان سیاستوال او د مدني ټولنو فعالان هم نیوکې کوي، چې د ملګرو ملتونو سازمان هغه ډول چې په کار ده د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان اصلي واقعیتونه نړۍوالو ته نه وړاندې کوي.

د ایران او اسراییل تر منځ د جګړې او د سیمې د سوداګریزو لارو د احتمالي ځنډ و خنډ په ترڅ کې طالبانو اعلان کړی، چې له روسیې سره د خوراکي توکو د وارداتو په برخه کې خبرې روانې دي.
هممهاله ایران افغانستان ته د خوراکي توکو مهم صادرونکی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د روسیې په سن پترزبورګ کې د اقتصادي فورم په یوې څنډه کې وویل: «افغانستان بې له شکه د کرنیزو تولیداتو په برخه کې د ځان بساینې هڅه کوي؛ خو لا هم پر ځینو هغو خوراکي توکو تکیه لري، چې له ایران واردېږي. که هلته کومه ستونزه رامنځته شي؛ نو دا به پر موږ مستقیم اغېز وکړي.»
ایران د افغانستان د خوراکي توکو له مهمو صادرونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي او د لبنیاتو صادرات یې تر ټولو مهم هغه دي؛ خو د ایران او اسراییل ترمنځ د یوې اوونۍ جګړې پر دوام اندېښنې زیاتې شوې دي، چې له امله یې طالبان د بدیلو تامینوونکو هېوادونو په لټه کې دي.
اوسمهال روسیه او قزاقستان د افغانستان د غنمو او اوړو اصلي تأامینوونکي دي.
روسیه همداراز بوره او غوړي هم افغانستان ته صادروي. د طالبانو د کرنې وزیر وویل، کابل غواړي چې نور د وړو پر ځای مستقیم غنم له روسیې وارد کړي.
د ورکړل شوو شمیرو له مخې؛ افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د روسي اوړو تر ټولو ستر واردوونکی هېواد و او د خپلو کورنیو غنمو تولید یې تېر کال ۱۰سلنه زیات کړی، چې دا شمېر ۴.۸۳ مېلیونه ټنو ته رسېدلی دی.
په داسې حال کې چې کلنی مصرف شاوخوا ۶.۸ مېلیون ټنه اټکل شوی.
عمري زیاته کړه: «په تېرو څلورو کلونو کې له هغه وروسته چې امریکایان ووتل؛ موږ هڅه کړې چې خپلې اساسي اړتیاوې له داخلي سرچینو پوره کړو. پاتې اړتیاوې لکه اوړه او غنم هر کال له روسیې واردوو. اوس مو له مسکو غوښتي، چې مستقیم غنم راواستوي، نه اوړه».
رویټرز د نوموړي له قوله لیکلي، چې افغانستان ته د نورو روسي توکو د وارداتو بهیر هم په ښه ډول روان دی.
روسیې د روان کال د اپرېل په میاشت کې پر طالبانو د بندیزونو پخوانی حکم لغوه کړ.
دغه ډله له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې په روسیه کې د ترهګر سازمان په توګه ګڼل کېده؛ خو اوس مسکو د طالبانو له حکومت سره د اړیکو عادي کولو هڅې پیل کړې دي.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې، افغانستان له روسیې څخه د تېلو، ګازو او غنمو واردات پيل کړي چې دا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنی پراخ اقتصادي تړون بلل کېږي. د طالبانو حکومت تر ډېره د نړۍوالې انزوا له ستونزې سره مخ و.
د طالبانو د کرنې وزیر همداراز د ایران د افغان مهاجرینو په اړه ژوره اندېښنه وښوده او ویې ویل، که جګړه پراخه شي؛ نو دا خلک به له ګواښونو سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اټکل له مخې؛ نږدې ۴.۵ مېلیونه افغانان دا مهال په ایران کې ژوند کوي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي، چې په بدخشان کې د نشه يي توکو له کرکېلې د مخینوي په برخه کې د طالبانو هڅې له ماتې سره مخ شوې دي. د راپور له مخې، په یاد ولایت کې سیمه ییز طالبان د دغې ډلې د رهبر د امر پر خلاف د کوکنارو له کرکېلې مخنیوی نه کوي.
دغه څېړنیز مرکز په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکېلې او تولید په تړاو په خپل راپور کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شوی لیکلي، د کوکنار د بدیل کښت د برابرولو په برخه کې د طالبانو د ناکامۍ له امله په ځینو ولایتونو او په ځانګړې توګه په بدخشان کې کروندګر د کوکنارو د کرکېلې دوام ته اړ کړي دي.
په بدخشان کې د طالبانو ناکامي:
د یاد راپور پر بنسټ، په بدخشان کې کروندګر له مرکزه د لرېوالي، د نا هوارو ځمکو او سیاسي لیدلوري له امله پر دې بریالي شوي، چې د کوکنارو د کرکېلې ممنوعیت ته شا کړي.
طالبانو پروسږکال په بدخشان کې د کوکنارو د بوټو د له منځه وړلو لپاره یو کمپاین پیل کړ؛ خو د ځايي خلکو له کلک مقاومت سره مخ شول او په دې اخ و ډب کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله هم واوښته.
سږکال هم په دغه ولایت کې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ نښتې شوې دي. د دغو نښتو له پراخېدو د مخنیوي لپاره د طالبانو لوړپوړي چارواکي دې ته اړ شول چې، د وضعیت د راکابو کولو لپاره بدخشان ته ولاړ شي.
د کرکېلې پټې لارې چارې:
کروندګرو په ځینو سیمو کې له طالبانو سره د نه مخ کېدو له امله په پټه د کوکنارو کرلو ته مخه کړې ده.
په دې پټ پټوني کې په نورو محصولاتو کې د کوکنارو پټول، په محصورو ځمکو کې کرکېله، په لرو سیمو کې کرکېله، د ځمکې اجاره کول او یا هم له سیمه ییزو خلکو سره په شراکت کار کول شامل دي.
دغې څېړنیزې شبکې د سیمه ییزو سرچینو له قوله لیکلي، طالب چارواکي لږ تر لږه په سیمه ییزه کچه د کوکنارو د کرکېلې د ممنوعیت امر پلي کولو ته چندان لېوالتیا نه لري.
په بدخشان کې "ارګو" ولسوالۍ یوه له هغو ولسوالیو ده، چې د کوکنارو د کرکېلې او تولید مرکز ګڼل کېږي.
په دې ولسوالۍ کې یوه طالب قومندان ویلي: «سږکال د تخار- بدخشان د لویې لارې په شاوخوا ځمکو کې کوکنار نه دي کرل شوي؛ خو په نورو سیمو لکه بڼونو او خصوصي ځایونو یا حویلیو کې د کوکنارو کرکېله روانه ده. په لرو پرتو سیمو کې هم د کوکنارو کرکېله په معمول ډول روانه ده.»
هغه زیاته کړه: «د ارګو ولسوالۍ خلک د طالبانو پر وعدو اعتبار نه لري.»
طالبانو په وار-وار له خلکو غوښتي، چې د کوکنارو له کرلو ډډه وکړي او ژمنه یې کړې چې بدیل کښت به ورته برابر کړي؛ خو دغه ژمنه تراوسه نه ده عملي شوې.
دغې سیمه ییزې سرچینې همداراز په ډاګه کړه: «پروسږکال موږ ته وویل شول، له بدیلو کښتونو او محصولاتو ملاتړ کېږي؛ خو هېڅ داسې څه ونشول، اوس د بدخشان خلک پر دغه ډول څرګندونو باور نه لري. سږکال هم طالبانو اعلان وکړ، چې د بهرنیو مرستو د نشتوالي او د بودجې د کسر له امله نشي کولی بدیل کښت وړاندې کړي.»
کروندګر بیا وايي، په لرې پرتو سیمو کې د دولت یا د کاني سرچینو له ملاتړ پرته د ژوندي پاتې کېدو لپاره د کوکنارو له کرلو پرته بله لاره نه لري.
کروندګرو زیاته کړې، سیمه ییز طالبان سره له دې چې د کوکنارو له کرکېلې سره مخالفت نه لري له خلکو ملاتړ هم کوي.
د هغوی په وینا، سیمه ییز طالبان د دغې ډلې له مرکزي حکومته د ځينو مسایلو او په ځانګړې توګه د کوکنارو د کرکېلې، د کانونو د اېستنې او د نورو ورته مسایلو په تړاو ناراضه دي.
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په ډاګه کړې، چې د بدخشان ولایت په ډېریو ولسوالیو کې سیمه ییزو طالبانو خلکو ته سپارښتنه کړې، چې ځانونه مسلح کړي.
دغې شبکې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، که چېرې فشارونه زیات شي، کانونه تصرف شي او کوکنار هم له منځه یوړل شي؛ نو په ټول ولایت کې د وسله وال پاڅون احتمال ډېر قوي دی.
په ارګو ولسوالۍ کې د طالبانو یوه سیمه ییز قومندان هم دغه موضوع تایید کړې او ویلي یې دي، «په بدخشان کې ټول سیمه ییز طالبان د کوکنارو له لمنځه وړلو سره مخالف دي او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارو له مسوولینو پرته نور ټول سیمه ییز طالبان له دغې چارې ملاتړ نه کوي.»
د لویو قاچاق کوونکو رول:
د دې راپور یو شمېر مرکه کوونکو ادعا کړې، د بدخشان لوړپوړي ولایتي مسوولین تاجکستان، کابل، کندهار او هلمند ولایتونو ته د نشه يي توکو په قاچاق کې رول لري.
دوی زیاته کړې، د تریاکو سوداګري په ټوله کې د کندهاري او هلمندي سوداګرو په لاس کې دي او هغوی هم د بهرنیو اړیکو او له طالب چارواکو سره د اړیکو او یا هم پانګو له لارې خپله دغه سوداګري اداره کوي.
د دغه راپور له مخې، د طالبانو له فشارونو سره-سره د افغانستان په سوېل او په ځانګړې توګه په هلمند کې لا هم کروندګر د کوکنارو کرکېلې ته دوام ورکوي.
ځینو نورو سرچینو بیا د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته ویلي، چې ځینو هلمندي کروندګرو بلوچستان ته پناه وړې؛ څو هلته د کوکنارو کرکېلې ته دوام ورکړي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان استازو په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو روغتیايي وضعیت ارزولی او ژمنه یې کړې، چې د روغتیايي خدمتونو پراختیا به دوام ووکړي. دغه سازمان وایي، په دې خدمتونو کې به ښځو او ماشوماتو ته ځکه لومړیتوب ورکړل شي، چې تر ټولو ډېر زیانمنېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه سازمان استازي ډاکټر اډوین سینیزا سالوادور او د روغتیا د بېړني حالتونو د څانګې مشر ډاکټر جمشید تنولي په ګډه د تورخم سرحدي سیمې ته ځانګړې کتنه کړې، څو د راستنېدونکو کډوالو په کمپ او د تګ راتګ په مهمو ځایونو کې د روغتیايي وضعیت ارزونه وکړي.
دا سفر د روغتیايي اړتیاوو پېژندلو، د خدماتو کمښتونو معلومولو او د روغتیايي همکارانو سره د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره ترسره شوی دی.
دوی د مستقیمو لیدنو له لارې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره لارښوونې او پلانونه هم جوړ کړي دي.
د روغتیايي خدمتونو پراختیا او لاسته راوړنې
د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د روغتیا په سیسټم کې د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.
د دې سازمان په مرسته په ټول هېواد کې ۱۳۱ ابتدايي روغتیايي مرکزونه فعال دي، چې په ۲۰ ولایتونو کې خدمات وړاندې کوي.
همدارنګه، دوه تخصصي روغتونونه چې پکې پنځه رواني روغتیایي څانګې دي، په اوو ولایتونو کې شاملې دي، چې په روغتیايي خدمتونو کې مهم رول لري.
د نشه يي توکو د درملنې لپاره هم په ۱۳ ولایتونو کې ۱۸ مرکزونه فعالیت کوي، چې د زیانمنو کسانو دوامداره او مسلسله مراقبت تضمینوي. دغه مرکزونه د نشه يي توکو اعتیاد لرونکو لپاره عصري درملنه برابروي.
په بېړنیو روغتیايي خدمتونو کې هم پراختیا راغلې
د بېړني ټپيانو مرکزونه او د رواني روغتیا بېړنۍ څانګې په اوو ولایتونو کې فعاله دي، چې په تېرو وختونو کې یې خلکو ته په بېړنیو حالاتو کې ژغورونکي خدمات وړاندې کړي دي.
د بشري ظرفیت لوړول او تجهیزاتو برابرول
د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل راپور کې زیاتوي، چې د ظرفیت لوړولو لپاره ۵۵۵ روغتیايي کارکوونکي په بېلابېلو ولایتونو کې روزي، څو د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ او دوامدار شي. سربېره پر دې، د بېړنیو پېښو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۵۲ ټنه طبي او غېر طبي تجهیزات، دوا او مواد د اړوندو سیمو روغتیایي مرکزونو ته انتقال شوي دي.
د ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړی پام
د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ډاکټر اډوین سینیزا سالوادور په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې په ځانګړي ډول به د ښځو او ماشومانو روغتیا ته ځانګړی پام وشي، ځکه دوی په کړکېچونو او بشري ناورینونو کې تر ټولو زیات اغېزمنېږي.
د نوموړي په وینا، یاده اداره هڅه کوي چې د ژوند ژغورنې خدماتو پراختیا په ټولو برخو کې په خاصه توګه دغو زیانمنو ډلو ته ورکړي.
د همکارانو او شریکانو رول
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په افغانستان کې د ۹ غېر دولتي سازمانونو سره همکاري کوي چې په ګډه د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو کې مرسته وکړي.
د همکارۍ دا شبکه د ابتدايي، ثانوي او درېیمه کچه روغتیایي خدمات وړاندې کوي او د ناورین په حالتونو کې چټک ځواب ورکوي.
پایله او راتلونکي پلانونه
د ډیلیو اېچ او په راپور کې راغلي، دا اقدامات ژمنتیا ښيي چې هر افغان په هر ځای کې باید د باکیفیته او ژوند ژغورنې روغتیايي خدماتو څخه برخمن شي،
یاد سازمان وایي، ډبلیو اېچ او ژمن دی چې په ګډه له خپلو شریکانو سره کار ته دوام ورکړي تر څو د روغتیايي خدمتونو پراختیا او لاسته راوړنې په هېواد کې نورې هم اغېزمنې او دوامداره شي.

د خوست یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د منځنۍ مېرمنې د دوو وروڼو احمد او اسامه له چلند او زورواکۍ شکایت کوي. د احمد او اسامه مشر ورور حافظ عمر په عمان هېواد کې د افغان سفارت د سرپرست په توګه کار کوی.
د خوست ولایت ځینو اوسېدونکو نن یکشنبه د چنګاښ لومړی نېټه وویل چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د منځنۍ مېرمنې ورورڼو، چې احمد او اسامه نومیږي، له یاد وزارت څخه د وسلو ګرځولو او د تورو شیشو موټرو جوازونه اخیستي دي، خو له دغو وسایلو نه په استفادې په خوست کې له ځايي خلکو سره ناوړه چلند کوي.
احمد او سامه خپل انځورونه بشپړ نه خپروي بلکې د ځان د پټولو لپاره ماسک کاروي او یا هم پر خپلو مخونو نښې لګوي.

د خوست یوه اوسېدونکي وویل:« په مارېکس ډوله موټر سره، چې تورې شیشې لري او وسلې هم ورسره وي، هېڅ ښاري اصول نه مراعتوي ځکه چې د سراج الدین حقاني اوښي دي او څوک ورته څه نشی ویلی.»
د خوست ځینې نور اوسېدونکي وايي چې دوی د خوست ښار د متون په تپه کې ولاړ وي او په موټر کې قیلون او نشه یي توکي کاروي او ځینې سندرې په لوړ غږ خپروي.
افغانستان انڼرنشنل د احمد او اسامه ځینې انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې هم وموندل چې بې نمبرپلېټه موټر او وسلې له ځانونو سره لېږدوي.
د خوست یوه بل اوسېدونکي چې د امنیتي ګواښونو له امله یې نوم نه شو په ډاګه کولی، وویل:«د سراج الدین حقاني یو اوښی چې احمد نومیږي، په سپین مارکس موټر کې روان وي او شاته یې موټر ځان پسې قطار کړي وی او بیا دا انځورونه او ويډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپروي چې ټول خوست یې ویني.»

د سراج الدین حقاني له یوه بل اوښي اسامه سره، چې تور مارکس موټر ورسره دی او لوړ انټن یې هم پرې لګولی، په موټر کې معمولا درې مېله وسلې وي.
د خوست د صبریو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وویل چې که څه هم طالبانو په ډزو بندیز لګولی خو د تېر اختر په ورځ اسامه له څو نورو ملګرو سره په عام محضر کې ډزې وکړې خو کله چې د طالبانو د ولسوالۍ ځواکونه سیمې ته ورسېدل او ویې لیدل چې ډزې کوونکی د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني اوښی دی، له پوښتنې پرته یې سیمه پرېښوده او لاړل.

یو ځايي اوسېدونکی وايي، « پر دوی د طالبانو د خوست والي او امنیه قوماندان خبر دي، چې دا ډله په خوست کې عامه نظم ګډوډوي خو بیا هم د سراج الدین حقاني له وېرې غږ نشي کولی او خپلو امنیتي ځواکونو ته یې ویلي چې له دوی سره کار مه لرئ.
د حقاني اوښی په عمان کې سفیر دی
په خوست کې ځایي سرچینو افغانستان انڼرنشنل ته وویل چې د سراج الدین حقاني مشر اوښی او د احمد او اسامه مشر ورور حافظ عمر په عمان کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی، خو حافظ عمر د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې په دې ډله کې غړیتوب نه درلود.

د جمهوریت پر چارواکو نیوکې دا وې، چې نژدې خپلوان په لوړو څوکیو ګماري خو اوس لیدل کېږي چې د طالبانو د څو چارواکو زامن او نژدې خپلوان د حکومت په لوړو څوکیو کې کار کوي.
ځینې هغه خوست میشتي چې له اسامه او احمد سره نژدې پاتې شوي دي، وايي چې د کورنیو چارو وزارت او د کابل د پاسپورټ ریاست کې برلاسي دي او ځینې کارونه د پیسو په بدل کې کوي.
یوه ځايي اوسېدونکي وویل:« پاسپورټونو ته مو اړتیا درلوده او دوی د پنځه زره ډالرو په بدل کې په یوه ورځ کې اته پاسپورټونه واخېستل.»

دغو خوست میشتو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني څخه وغوښتل، چې د خپلو اوښيو د خپلسریو مخه ونیسی او اچازه ورنه کړي چې د زور له لارې عامه نظام ګډوډ او د خلکو ژوند خراب کړي.

د زلالې هاشمي خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو پر دوی فشار راوړی څو ووايي، چې افغانه سندرغاړې زلاله هاشمي تښتول شوې نه ده، بلکې له کوره خپله تښتېدلې ده. دوی همدراز نیوکه کوي، چې د طالبانو اداره ورسره د زلالې هاشمي په راپېدا کولو کې هېڅ راز مرسته نه کوي.
د افغان سندرغاړې زلالې هاشمي د کورنیو غړو نن شنبه د چنګاښ پر لومړۍ نېټه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی په عریضه کې لیکلي، چې زلاله هاشمي تښتول شوې ده خو د طالبانو امنیتي مسوولینو ورته ویلي چې تاسې به په عریضه کې د هغې لپاره «فرار از منزل» لیکئ.
د زلالې هاشمي د کورنۍ یوه غړي وویل:«په لومړیو ورځو کې مو د طالبانو کورنیو چارو وزارت او اوولسمې حوزې ته مراجعه وکړه خو تر دې دمه بیا دوی موږ ته کوم احوال نه دی راکړی خو دوی د پیدا کولو پرځای فشار اچوي چې موږ ومنو هغه له کوره په خپله خوښه وتلې ده.»
د مېرمن زلالې کورنۍ نیوکه کوي چې طالب مسوولینو ورته ویلي چې دا موضوع باید رسنیزه نه شي او تاسې له هېواده بهر رسنیو سره خبرې مه کوئ.
د افغان سندرغاړې زلالې هاشمي کورنۍ غړو هغه ویډیو جعلي وبلله، چې په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او ادعا شوې چې په دې کې زلاله هاشمي له کوره د وتلو پرمهال لیدل کېږي.
د کورنۍ یوه بل غړي یې افغانستان انټرنشنل ته وویل:«که چېرې زلاله هاشمي له کوره پخپله وتلې وای نو هغې به خپل موبایل او پاسپورټ هم له ځان سره درلود او خپل څلور کلن زوی به یې هم له ځان سره وړی و.»
دوی همدراز د افغان سندرغاړې زلاله هاشمي د پاسپورټ او د الکترونیکي تذکرې یوه کاپي له افغانستان انټرنشنل سره شریکه کړې ده.
د افغانې سندرغاړې زلاله هاشمي خاوند سید محسن هاشمي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) په یوه لېږلې ویډيو کې ویلي، چې زلاله هاشمي ۱۵ ورځې وړاندي په کابل کې تښتول شوې.
هاشمي ویلي، چې تر اوسه د هغې د ژوند او مرګ په اړه معلومات نشته او د پیدا کېدو ټولې هڅې يې ناکامه شوي دي.
د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند هم په خپل اېکسپاڼه کې ویلي و، چې مېرمن زلاله په خپله خوښه خپل کور پرېښی او تښتول شوې نه ده.
زلاله یو ۴ کلن زوی لري، چې کورنۍ يې وایي روغتیايي حالت يې ښه نه دی.
"زلاله هاشمي" په افغانستان کې د "طلوع" خصوصي ټلویزیون د "افغان ستوري" په سندريز پروګرام کې د ګډون او وروستي پړاو ته د رسېدو له امله مشهوره وه.
