د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه: طالبان په بدخشان کې د کوکنارو د کرکېلې مخنیوي کې ناکام و

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي، چې په بدخشان کې د نشه يي توکو له کرکېلې د مخینوي په برخه کې د طالبانو هڅې له ماتې سره مخ شوې دي. د راپور له مخې، په یاد ولایت کې سیمه ییز طالبان د دغې ډلې د رهبر د امر پر خلاف د کوکنارو له کرکېلې مخنیوی نه کوي.