• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوربند له اعلان سره د سرو زرو بیې هم راټیټې شوې دي

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۳۷ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ټرمپ له لوري د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند تر اعلان وروسته په بازارونو کې د سرو زرو بیې راټیټې شوې دي.

د راپورنو له مخې؛ د سې شنبې په ورځ د سرو زرو بیه ۰.۵ سلنه راټیټه شوې ده.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

•
•
•

نور کیسې

پر تل‌ابیب د تهران د برید نوې څپه؛ اسراييل وايي دفاعي سېسټم د ټولو توغندیو مخه نه‌شي نیولی

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۱۸ GMT+۱
پر تل‌ابیب د تهران د برید نوې څپه؛ اسراييل وايي دفاعي سېسټم د ټولو توغندیو مخه نه‌شي نیولی
100%

اسراییلي پوځ د ایران له توغندیزو بریدونو سره جوخت؛ د اسراییل په شمال کې د خلکو د خبرتیا لپاره د خطر ټالۍ غږولې او ټولو خلکو ته یې سپارښتنه کړې، چې په پټن‌ځایونو کې اوسي.

اسراییلي پوځ په یوه بیان کې خبرداری ورکړی، چې دفاعي سېسټم یې د ټولو توغندیو مخه‌ نه‌شي نیولی.

د اسراییل پوځ په خپل بیان کې له خلکو غوښتي، چې د دوی د خوندیتوب لارښوونې عملي کړي.

یاد پوځ وايي، چې دوی لګیا دي او د ایران توغندي شنډوي.

پر کیف د مسکو د بریدونو دوام؛ ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۴۰ GMT+۱
پر کیف د مسکو د بریدونو دوام؛ ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
100%

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د توغندیزو او بې‌پېلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي. رویټرز د اوکرایني چارواکو په حواله لیکلي، چې دغه بریدونه پر استوګنیزو ودانیو شوي او په ترڅ کې یې اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د برید ډېری قربانیان په «شیوچینکیوسکي» سیمه کې وو؛ هغه ځای چې د امریکا له سفارت نه یوازې څو سوه متره لرې ده.

د ژغورنې ډلو وکړای شول چې مړي له ړنګو ودانیو راوباسي.

د سیمې یوې اوسېدونکې والیري مانکوټا چې له یوې ویجاړې شوې ودانۍ څخه تښتېدلې وه، رویټرز ته ویلي چې د برید په وخت کې نوموړې د ودانۍ لاندې بنده وه او په ډېرې سختۍ سره یې ځان ژغورلی دی.

د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي، چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۴ کسان ټپیان شوي دي.

ورته مهال، د اوکراین هوايي ځواک ادعا کړې، چې د روسیې له توغول شويو ټولټال ۳۵۲بې‌پېلوټه الوتکو او ۱۶ توغندیو له ډلې نه یې ۳۳۹بې‌پېلوټه الوتکې او ۱۵ توغندي شنډ او له‌منځه وړي دي.

همداراز، د اوډیشا په سوېلي بندر کې ځایي چارواکو ویلي چې په یوه جلا توغندیز برید کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې سبا په هاګ کې د ناټو کلنۍ سرمشریزه جوړېږي او ورسره جوخت د اوکراین ولسمشر د امنیتي خبرو اترو لپاره برېتانیا ته سفر کړی دی.

د اوکراین جګړې له پیل راهیسې زرګونه ملکيان وژل شوي، په داسې حال کې چې دواړه خواوې وايي چې دوی ملکيان نه په نښه کوي.

روسیې تر اوسه د نویو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.

په سویډن کې د امریکا سفارت د ایران اړوند عناصرو د احتمالي ګواښ خبرداری ورکړ

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۳ GMT+۱
په سویډن کې د امریکا سفارت د ایران اړوند عناصرو د احتمالي ګواښ خبرداری ورکړ
100%

په سویډن کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې له ایران سره تړلي اشخاص یا ډلې ښايي په سویډن کې د امریکا او امریکایانو پر ګټو د بریدونو هڅې وکړي.

دغه خبرداری دوشنبه (د چنګاښ په ۲مه) د یوه بیان له لارې په ستکهلم کې د امریکا سفارت له‌خوا خپور شوی دی.

په دغه بیان کې له امریکایي وګړونه غوښتل شوي، چې ډېر احتیاط وکړي او امنیتي تدابیر ونیسي.

د سویډني رسنیو د راپورونو له مخې؛ ایران ښايي په سویډن کې د امریکا پر اهدافو د بریدونو لپاره سیمه‌ییزې ترهګرې ډلې وکاروي، چې له همدې امله د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری خپور کړی دی.

یو شمېر ډېموکراټان غواړي چې د ایران په اړه د ټرمپ واک محدود کړي

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۵۳ GMT+۱
یو شمېر ډېموکراټان غواړي چې د ایران په اړه د ټرمپ واک محدود کړي
100%

د امریکا په کانګرس کې د لوړپوړو ډېموکراټانو یوه ډله د ایران په اړه د ډونالډ ټرمپ د واکونو د محدودولو لپاره د یوې پرېکړې مسوده چمتو کوي.

د سي اېن اېن خبري شبکې د راپور له مخې، دا استازي پلان لري چې د «جنګي واکونو پرېکړه لیک» یوه نسخه معرفي کړي او د متحده ایالاتو له ولسمشر څخه به وغواړي، چې د ایران په جګړه کې د متحده ایالاتو مداخله پای ته ورسوي.

د جګړې د واکونو پرېکړه لیک په متحده ایالاتو کې یو فډرالي قانون دی، چې د ولسمشر واک محدودوي ترڅو د کانګرس له رضایت پرته په یوه نظامي شخړه کې مداخله وکړي.

دوو باوري سرچینو سي اېن اېن ته وویل، چې د استازو جرګې د استخباراتو کمېټې ډېموکراټ مشر جېم هیمز او د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر ګریګ میکس د اډم سمیت (د وسله والو خدماتو کمېټې رییس) سره یوځای د دې پرېکړه لیک مسودې په جوړولو کار کوي.

عراقي پوځي چارواکی: پر تاجي پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۱۷ GMT+۱
عراقي پوځي چارواکی: پر تاجي پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی
100%

د عراق دولتي خبري اژانس د یوه پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې نن سهار وختي یوې ناپېژندې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) د بغداد شمال کې په تاجي پوځي اډې یوه موخه ویشتلې ده.

په راپور کې راغلي، په برید کې یوه ځانګړې موخه په نښه شوې، خو په پېښه کې د مرګ‌ژوبلې کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د دغه پوځي چارواکي په وینا، امنیتي ځواکونه د پېښې په اړه څېړنې کوي او هڅه روانه ده چې د برید بڼه او سرچینه معلومه شي.

د یادونې وړ ده، چې تاجي پوځي اډه پخوا هم د بېلابېلو بریدونو موخه ګرځېدلې او په دې پوځي اډه کې امریکایي او عراقي ځواکونه مېشت دي.