• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل پوځ وایي، د حزب‌الله د پېسو د لېږد مسوول یې وژلی

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۱۳ GMT+۱

د اسراییل پوځ وایي، جنګي الوتکو یې د سې شنبې په ورځ د «الصادق» صرافۍ شبکې مشر هیثم عبدالله بکري چې د حزب‌الله د پېسو د لېږد مسوول و؛ په هوايي برید کې وژلی دی.

د حزب‌الله ډلې بیا تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۴

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

په سوډان کې پر یوه روغتون برید؛ تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۳۳ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې په سوډان کې پر یوه روغتون د برید په ترڅ کې د ماشومانو او روغتیايي کارکوونکو په ګډون تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي دي. دا برید تېره شنبه د سوډان پوځ او د چټکو ملاتړو ځواکونو تر منځ د نښتو پرمهال په کوردوفان ښار کې شوی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي مشر تدروس ادهانوم د پېښې عامل له یادونې پرته پر ټولو خواوو غږ کړی، چې پر روغتیايي مرکزونو بریدونه پای ته ورسوي.

په سوډان کې د روغتیا نړۍوال سازمان دفتر په یوه بیان کې زیاته کړې، چې په المجلد روغتون د برید په ترڅ کې شپږ ماشومان او پنځه روغتیايي کارکوونکي وژل شوي او یاد روغتون ته سخت زیان رسېدلی دی.

دې سره جوخت، د بشري حقونو سازمانونو د دغه هېواد پوځ پر دغه روغتون د ډرون برید پر ترسره کولو تورن کړی دی.

سوډان له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د دغه هېواد د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ملېشو ترمنځ د یوې جګړې شاهد دی.

د مېلشې ځواک په پیل کې د نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره رامنځته شوی و؛ خو له ۲۰۱۳ کال راهیسې دغه ځواکونه د سوډان پوځ پر وړاندې راپورته شوي او دواړو خواوو د پلازمېنې او نورو لویو ښارونو د کنټرول په موخه خونړۍ جګړه روانه کړې ده.

د متحده عربي اماراتو په ګډون یو شمېر هېوادونه د سوډاني وسله‌‌والو پر ملاتړ تورن شوي؛ خو متحده عربي امارات بیا دا تورونه رد کړي دي.

طالبان: تر ۵۰ ډېر افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شول

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۵۶ افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسانو له یوې تر اوو ورځو پورې د بند موده تېره کړې ده.

دغه وزارت ادعا کوي، چې له دې ډلې ډېری کسان د قانوني اسنادو په لرلو سره هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان له‌خوا د پي او ار کارت لرونکو افغانانو ته هم د ټاکل شوي ضرب الاجل یوازې څو ورځې پاتې دي.

اردوغان او ټرمپ د ناټو غونډې په څنډه کې د ایران او اسراییل د اوربند پر ټینګښت ټینګار وکړ

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هالنډ په هاګ کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د یوې لیدنې پرمهال د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند پر ټینګښت او د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د ترکیې دولتي رسنۍ اناډولو چهارشنبه (د چنګاښ ۳مه) په یوه راپور کې زیاته کړې، دواړه ولسمشران د ترکیې او امریکا ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو حالاتو او نړۍوالو پرمختګونو په اړه غږېدلي دي.

اردوغان د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ فرصتونو او په ځانګړې توګه انرژۍ او پانګونې ته په اشارې، د دفاعي صنعت په برخه کې د متحده‌ایالتونو د همکارۍ او پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

د ترکیې ولسمشر وايي، چې دا بهیر کولای شي د انقرې او واشنګټن تر منځ د سوداګرۍ د کچې د ۱۰۰ مېلیارده ډالرو تر موخې رسېدو بهیر لا اسانه کړي.

اردوغان همداراز د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند په ټينګښت کې د ټرمپ د رول هرکلی کړی او هیله‌مندي یې ښودلې، چې دا اوربند دې دوامداره پاتې شي.

ورته مهال نوموړي ویلي، چې په غزه کې د بشري ناورین د پای ته رسېدو او د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د سوله‌ییز حل لپاره خبرې‌اترې او نږدې همکاري ډېره اړینه ده.

اردوغان او ټرمپ د ناټو د دوو مهمو متحدانو په توګه د دغه پوځي سازمان د وړتیا پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

په غزه کې د خوراکي مرستو د وېش پر مهال لږترلږه ۲۵ تنه وژل شوي

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د فلسطیني عیني شاهدانو او روغتون د چارواکو په وینا، اسراییلي ځواکونو او بې‌پیلوټه الوتکو د سه شنبې په سهار پر هغو سلګونو کسانو ډزې کړې دي، چې د غزې په منځنۍ برخه کې د خوراکي مرستو موټرو ته په تمه وو. په پېښه کې لږترلږه ۲۵تنه وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان دي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د امریکا او اسراییل له لوري د خوراکي مرستو د وېش نوي مرکزونه فعال شوي، خو دغه مرکزونه له پیل راهیسې د تاوتریخوالي او ګډوډۍ له پېښو سره مخ دي.

اسوشیېټدپرس خبري اژانس ته عیني شاهدانو ویلي، پېښه هغه مهال وشوه چې خلک د خوړو پر لوري ورمات شول، خو اسراییلي ځواکونو پر هغوی ډزې وکړې.

یو تن شاهد احمد حلاوه وویل: « دا ډلوژنه وه. ټانکونو او ډرون‌ الوتکو پر خلکو ډزې کولې، حتا کله چې دوی تښتېدل. ډېر کسان ووژل شول یا ټپیان شول».

حسام ابو‌شهاده بل فلسطیني شاهد وویل چې ډرونونو د سیمې پر سر الوتنې کولې او د خلکو څارنه یې کوله، بیا ناڅاپه هم له ټانکونو او هم له ډرونونو ډزې پیل شوې. نوموړي صحنه «وینلړلې او ګډه وډه» وبلله.

د غزې په نصیرات کمپ کې «عوده» روغتون تایید کړې چې ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان دي، چې له دې ډلې ۶۲ تنه د سختو ټپونو له امله نورو روغتونونو ته انتقال شوي دي. په دیرالبلاح ښار کې هم «شهدای الاقصی» روغتون ویلي چې د همدغه برید له امله یې د شپږو کسانو مړي ترلاسه کړي دي.

د سیمې عیني شاهدان او طبي چارواکي وايي، اسراییلي ځواکونو په وروستیو اونیو کې څو ځله پر هغو خلکو ډزې کړې چې د خوراکي مرستو اخیستو ته راټول شوي وو، چې له امله یې سلګونه کسان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، دوی یوازې پر هغو کسانو د خبرداري ډزې کوي چې په "مشکوک ډول" ځواکونو ته نږدې کېږي. خو د بشري حقونو بنسټونه او سیمه‌ییز روغتیایي سرچینې دا ادعاوې ننګوي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له هغه وخته چې اسراییل پر غزه برید پیل کړی، تر دې دمه لږترلږه ۵۶ زره او ۷۷تنه وژل شوي او تر ۱۳۱ زره زیات ټپیان شوي دي. د دغه وزارت په وینا، له وژل شویو څخه ډېری ښځې او ماشومان دي.

اسراییلي چارواکو بیا ادعا کړې چې په بریدونو کې یې له ۲۰ زرو زیات د حماس جنګیالي وژلي، خو تر اوسه یې اسناد نه دي وړاندې کړي او حماس هم د خپلو تلفاتو په اړه رسمي نظر نه دی ورکړی.

د ناټو له سرمشریزې سره هممهاله؛ د روسیې توغندیز برید ۹ اوکراینیان وژلي

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۲ GMT+۱

د اوکراین پر سویل ختیزه سیمه نیپروپیتروفسک د روسیې په یوه توغندويي برید کې نهه تنه وژل شوي دي. د سې شنبې ورځې په دغه برید کې د ملکي خلکو ځایونه ویجاړ شوي او په یوه اورګاډي کې ناست لسګونه مسافر هم ټپیان شوي.

د سیمې والي سیرهي لیساک رویټرز ته ویلي، چې د لومړي برید له امله د سیمې په مرکز دنیپرو کې اووه کسان ووژل شول. دغو چاودنو د اورګاډ‌ي د ډبو ښیښې ماتې کړې او د مسافرو خوا ته یې د ښیښو تېرې ټوټې ورشیندلې دي.

سیرهي لیساک زیاته کړه، « په برید کې د لسو ماشومانو په ګډون نږدې ۷۰ کسان ټپيان شوي او کېدای شي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي».

د اوکراین د دولتي بیړنيو خدمتونو ادارې ویلي، چې له دنیپرو څخه لس کیلوميتره لرې په سامار ښارګوټي کې هم دوه کسان وژل شوي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندریي سبیها د دغه برید په غبرګون کې له خپلو لوېدیزو ملګرو وغوښتل چې د روسیې پر ضد اقدام وکړي.

د ناټو مشران دا مهال په هاګ کې سرمشریزه لري او ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هیله من دی چې د روسیې د یرغل پر وړاندې پوځي مرستې راغونډې کړي.

سبیها پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، « دا زموږ د متحدینو لپاره د اعتبار وړ موضوع ده چې له دې لارې پر مسکو فشار ډېر شي».

هغه زیاته کړې چې په دنیپرو کې ښوونځیو، وړکتونونو او یوه روغتون ته هم زیان اوښتی، خو چارواکو د سامار د زیانونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

روسیې په دې وروستیو کې پر اوکراین، په تېره پلازمېنه کیېف باندې هوایي بریدونه ډېر کړي دي.

د جون پر ۱۷مه په کیېف کې ۲۸ کسان ووژل شول چې دا په روان کال کې تر ټولو خونړی او وژونکی برید بلل کېږي.

د دوشنبې په ورځ کیېف ته نږدې سیمه کې یو بل هوايي برید هم وشو، چې لس کسان پکې ووژل شول.