وسله والو د نایجېریا په شمال کې ۱۷ پوځیان وژلي

په نایجېریا کې امنیتي سرچینو او سیمه ییزو چارواکو رویټرز ته ویلي، چې د دغه هېواد په شمالي سیمه کې د وسله والو له لوري پر درېو پوځي اډو برېدونو کې ۱۷ امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

په نایجېریا کې امنیتي سرچینو او سیمه ییزو چارواکو رویټرز ته ویلي، چې د دغه هېواد په شمالي سیمه کې د وسله والو له لوري پر درېو پوځي اډو برېدونو کې ۱۷ امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې وسله والو کسانو د دغه هېواد د نایجر او کادونا ایالتونو په کوانر دتسه ماریګا، بوکا په ګډون دریو پوځې اډو باندې برېدونو کې ۱۷ پوځیان وژلي دي.
د ماریګا ولسوالۍ مشر عباس کسوو ګربا ویلي، چې ټول۱۷ پوځیان د کوانر دتسه ماریګا په اډه کې وژل شوي دي.
یو نایجېريايي پوځي افسر ویلي:« دا یو کمین و. وسله وال یو ناڅاپه راڅرګند شول او د درندو وسلو برېد بې وکړ.»
د نایجېریا پوځ د سې شنبې په ورځ دغه برېدونه تایید کړي، خو جزییات یې نه دي ورکړي.
د نایجېریا د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي:« په خواشینۍ سره ځینو زړورو سرتېرو د ورځنیو جګړو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.»
پوځ ویلي، چې له یادو برېدونو وروسته یې په سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې څو وسله وال هم وژلي دي.
د یاد برېد مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د اسرايیل د پوځ ویاند وویل چې د چهارشنبې په ورځ د غزې په جنوبي برخه کې د یوې چاودنې له امله د دوی اووه سرتېري وژل شوي دي. د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، سرتېري په خان یونس کې وژل شوي. یادسرتېري د هغه ټیم غړي وو چې د وسله والو مخالفانو پټ تونلونه یې لټول او بیا یې ویجاړول.
دا د مارچ له میاشتې راهیسې د حماس او اسرايیل تر منځ جګړه کې د اسراييلي پوځ لپاره تر ټولو ډېر تلفات بلل کېږي. دا پېښه د اسرايیل او ایران ترمنځ تر جګړې وروسته یو ځل بیا د غزې جګړې ته د نړیوالو پام ور اړوي.
د اسرايیلي پوځ ویاند جنرال ايفي ډيفرین وویل چې دا سرتېري د هغه بم په چاودنه کې ووژل شول چې دوی ته نژدې ایښودل شوی و. هغه سهار مهال وویل چې دا د ټول اسراييل لپاره یو دردوونکی سهار دی، خو په دې اړه پلټنې روانې دي.
د حماس پوځي څانګې القسام پر خپله ټیلیګرام پاڼه لیکلي، چې دوی د سې شنبې په ورځ په خان یونس کې د اسرايیل سرتېري په نښه کړي دي، خو دا لا څرګنده نه ده چې د دې ادعا هدف همدا اووه سرتېري دي که نورو عملیاتو ته اشاره کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې په سوډان کې پر یوه روغتون د برید په ترڅ کې د ماشومانو او روغتیايي کارکوونکو په ګډون تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي دي. دا برید تېره شنبه د سوډان پوځ او د چټکو ملاتړو ځواکونو تر منځ د نښتو پرمهال په کوردوفان ښار کې شوی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي مشر تدروس ادهانوم د پېښې عامل له یادونې پرته پر ټولو خواوو غږ کړی، چې پر روغتیايي مرکزونو بریدونه پای ته ورسوي.
په سوډان کې د روغتیا نړۍوال سازمان دفتر په یوه بیان کې زیاته کړې، چې په المجلد روغتون د برید په ترڅ کې شپږ ماشومان او پنځه روغتیايي کارکوونکي وژل شوي او یاد روغتون ته سخت زیان رسېدلی دی.
دې سره جوخت، د بشري حقونو سازمانونو د دغه هېواد پوځ پر دغه روغتون د ډرون برید پر ترسره کولو تورن کړی دی.
سوډان له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د دغه هېواد د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ملېشو ترمنځ د یوې جګړې شاهد دی.
د مېلشې ځواک په پیل کې د نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره رامنځته شوی و؛ خو له ۲۰۱۳ کال راهیسې دغه ځواکونه د سوډان پوځ پر وړاندې راپورته شوي او دواړو خواوو د پلازمېنې او نورو لویو ښارونو د کنټرول په موخه خونړۍ جګړه روانه کړې ده.
د متحده عربي اماراتو په ګډون یو شمېر هېوادونه د سوډاني وسلهوالو پر ملاتړ تورن شوي؛ خو متحده عربي امارات بیا دا تورونه رد کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هالنډ په هاګ کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د یوې لیدنې پرمهال د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند پر ټینګښت او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د ترکیې دولتي رسنۍ اناډولو چهارشنبه (د چنګاښ ۳مه) په یوه راپور کې زیاته کړې، دواړه ولسمشران د ترکیې او امریکا ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییزو حالاتو او نړۍوالو پرمختګونو په اړه غږېدلي دي.
اردوغان د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ فرصتونو او په ځانګړې توګه انرژۍ او پانګونې ته په اشارې، د دفاعي صنعت په برخه کې د متحدهایالتونو د همکارۍ او پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
د ترکیې ولسمشر وايي، چې دا بهیر کولای شي د انقرې او واشنګټن تر منځ د سوداګرۍ د کچې د ۱۰۰ مېلیارده ډالرو تر موخې رسېدو بهیر لا اسانه کړي.
اردوغان همداراز د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند په ټينګښت کې د ټرمپ د رول هرکلی کړی او هیلهمندي یې ښودلې، چې دا اوربند دې دوامداره پاتې شي.
ورته مهال نوموړي ویلي، چې په غزه کې د بشري ناورین د پای ته رسېدو او د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د سولهییز حل لپاره خبرېاترې او نږدې همکاري ډېره اړینه ده.
اردوغان او ټرمپ د ناټو د دوو مهمو متحدانو په توګه د دغه پوځي سازمان د وړتیا پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د فلسطیني عیني شاهدانو او روغتون د چارواکو په وینا، اسراییلي ځواکونو او بېپیلوټه الوتکو د سه شنبې په سهار پر هغو سلګونو کسانو ډزې کړې دي، چې د غزې په منځنۍ برخه کې د خوراکي مرستو موټرو ته په تمه وو. په پېښه کې لږترلږه ۲۵تنه وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان دي.
دا برید په داسې حال کې شوی چې د امریکا او اسراییل له لوري د خوراکي مرستو د وېش نوي مرکزونه فعال شوي، خو دغه مرکزونه له پیل راهیسې د تاوتریخوالي او ګډوډۍ له پېښو سره مخ دي.
اسوشیېټدپرس خبري اژانس ته عیني شاهدانو ویلي، پېښه هغه مهال وشوه چې خلک د خوړو پر لوري ورمات شول، خو اسراییلي ځواکونو پر هغوی ډزې وکړې.
یو تن شاهد احمد حلاوه وویل: « دا ډلوژنه وه. ټانکونو او ډرون الوتکو پر خلکو ډزې کولې، حتا کله چې دوی تښتېدل. ډېر کسان ووژل شول یا ټپیان شول».
حسام ابوشهاده بل فلسطیني شاهد وویل چې ډرونونو د سیمې پر سر الوتنې کولې او د خلکو څارنه یې کوله، بیا ناڅاپه هم له ټانکونو او هم له ډرونونو ډزې پیل شوې. نوموړي صحنه «وینلړلې او ګډه وډه» وبلله.
د غزې په نصیرات کمپ کې «عوده» روغتون تایید کړې چې ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان دي، چې له دې ډلې ۶۲ تنه د سختو ټپونو له امله نورو روغتونونو ته انتقال شوي دي. په دیرالبلاح ښار کې هم «شهدای الاقصی» روغتون ویلي چې د همدغه برید له امله یې د شپږو کسانو مړي ترلاسه کړي دي.
د سیمې عیني شاهدان او طبي چارواکي وايي، اسراییلي ځواکونو په وروستیو اونیو کې څو ځله پر هغو خلکو ډزې کړې چې د خوراکي مرستو اخیستو ته راټول شوي وو، چې له امله یې سلګونه کسان وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ ویلي، دوی یوازې پر هغو کسانو د خبرداري ډزې کوي چې په "مشکوک ډول" ځواکونو ته نږدې کېږي. خو د بشري حقونو بنسټونه او سیمهییز روغتیایي سرچینې دا ادعاوې ننګوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له هغه وخته چې اسراییل پر غزه برید پیل کړی، تر دې دمه لږترلږه ۵۶ زره او ۷۷تنه وژل شوي او تر ۱۳۱ زره زیات ټپیان شوي دي. د دغه وزارت په وینا، له وژل شویو څخه ډېری ښځې او ماشومان دي.
اسراییلي چارواکو بیا ادعا کړې چې په بریدونو کې یې له ۲۰ زرو زیات د حماس جنګیالي وژلي، خو تر اوسه یې اسناد نه دي وړاندې کړي او حماس هم د خپلو تلفاتو په اړه رسمي نظر نه دی ورکړی.

د اوکراین پر سویل ختیزه سیمه نیپروپیتروفسک د روسیې په یوه توغندويي برید کې نهه تنه وژل شوي دي. د سې شنبې ورځې په دغه برید کې د ملکي خلکو ځایونه ویجاړ شوي او په یوه اورګاډي کې ناست لسګونه مسافر هم ټپیان شوي.
د سیمې والي سیرهي لیساک رویټرز ته ویلي، چې د لومړي برید له امله د سیمې په مرکز دنیپرو کې اووه کسان ووژل شول. دغو چاودنو د اورګاډي د ډبو ښیښې ماتې کړې او د مسافرو خوا ته یې د ښیښو تېرې ټوټې ورشیندلې دي.
سیرهي لیساک زیاته کړه، « په برید کې د لسو ماشومانو په ګډون نږدې ۷۰ کسان ټپيان شوي او کېدای شي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي».
د اوکراین د دولتي بیړنيو خدمتونو ادارې ویلي، چې له دنیپرو څخه لس کیلوميتره لرې په سامار ښارګوټي کې هم دوه کسان وژل شوي دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندریي سبیها د دغه برید په غبرګون کې له خپلو لوېدیزو ملګرو وغوښتل چې د روسیې پر ضد اقدام وکړي.
د ناټو مشران دا مهال په هاګ کې سرمشریزه لري او ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هیله من دی چې د روسیې د یرغل پر وړاندې پوځي مرستې راغونډې کړي.
سبیها پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، « دا زموږ د متحدینو لپاره د اعتبار وړ موضوع ده چې له دې لارې پر مسکو فشار ډېر شي».
هغه زیاته کړې چې په دنیپرو کې ښوونځیو، وړکتونونو او یوه روغتون ته هم زیان اوښتی، خو چارواکو د سامار د زیانونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
روسیې په دې وروستیو کې پر اوکراین، په تېره پلازمېنه کیېف باندې هوایي بریدونه ډېر کړي دي.
د جون پر ۱۷مه په کیېف کې ۲۸ کسان ووژل شول چې دا په روان کال کې تر ټولو خونړی او وژونکی برید بلل کېږي.
د دوشنبې په ورځ کیېف ته نږدې سیمه کې یو بل هوايي برید هم وشو، چې لس کسان پکې ووژل شول.
